لوګر کې د طالبانو د ښاروالۍ او د سړک غاړې پلورونکو ترمنځ لانجه؛ ۴۸۰ غرفې او کراچۍ لیرې کړل شوې

پل علم کې د سړک پرغاړه د توکو له پلورونکو او غرفه لرونکو سره د طالبانو ښاروالۍ لانجه له شاواخوا يو کال راهيسي دوام لري. په دې وروستیو کې د طالبانو ښاروالۍ د پل علم ښار له بېلابېلو سیمو سلګونه غرفې او کراچۍ لېرې کړي دي. عرفه لرونکي ادعا کوي، چې په پل علم کې د طالبانو ښاروالۍ د دوی له خبرولو پرته، دغه غرفې او کراچۍ د بلدوزر په مټ ړنګ کړي دي. خو د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین استدلال کوي، چې دغه اقدام یې د پل علم ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو او د ښه نظم د رامنځته کولو په موخه په دغه ولایت کې د طالبانو د اداري پلاوي او ښاروالۍ د ګډې پرېکړې له مخې کړی دی.
يو غرفه لرونکي عبدالله (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د خپلې کورنۍ د نفقې یوازینی برابروونکی دی او په خپله غرفه کې يې د کار له لارې د خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو اوس د پل علم ښار لپاره د طالبانو ښاروالۍ ترې ډوډۍ اخیستې ده. عبدالله زیاتوي: «زه د عاید بله لاره نه لرم او زما د کار او کسب یوازینۍ لار همدا کراچۍ او غرفه وه، چې ما به له عمده پلورونکو نه په پور سبزي پېرله او او وروسته به مې د ښار په منځ کې پر خلکو په پنځه یا لس افغانۍ پلورله .خو اوس د ژمي په دې سړه هوا کې چېرته لاړ شم او څه وکړم؟» د سړک پر غاړه د توکو دغه پلورونکی وايي، چې ده او نورو غرفه لرونکو خلکو ته له مزاحمت پرته خپل کار ته دوام ورکاوه، خو د ښاروالۍ کارکوونکو یې د لیندۍ پر۱۴ غرفه ړنګه کړه.
سلمان (مستعار نوم) یو بل پلورونکی دی چې په وینایې، له نهو کلونو راهیسې په پل عالم ښارکې فعالیت کوي. هغه وايي، تېرکال د سړک پرغاړه د توکو پلورنکو دغه غرفې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ زرو افغانیو نغدو پیسو په بدل کې پېرلې دي، خو اوس د طالبانو ښاروالۍ د هغوی د پیسو له بېرته ورکولو پرته دغه غرفې لېرې کړې دي. سلمان زیاتوي: «هغوی د ښار له منځه زموږ غرفې او کراچۍ په ډېرې بې رحمۍ سره لېرې کوي، یو کال کېږي چې له ښاروالۍ ښه زړه نه لرو. یوه ورځ یوې خوا ته کش کېږو بله ورځ بلې خوا ته، نه پوهېږو چې څه وکړو، بالاخره مجبورېږو چې غلا وکړو، دا وطن د بې وسه خلکو د اوسېدو ځای نه دی، زورواکي ده او بس.»
د شته شمېرو له مخې، تېره اوونۍ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د طالبانو ښاروالۍ شاوخوا ۴۸۰ غرفې او کراچۍ د بلدوزرونو په مټ له منځه وړې دي. د سړک پر غاړه د توکو یو شمېر پلورونکي د طالبانو د دغه کار په اعتراض کې د پل علم ښاروالۍ د دفتر مخې ته راټول شول او د عدالت غوښتنه یې وکړه. د دوی په وینا د طالبانو د ښاروال دغه کار غیرعادلانه دي. په تېر یوه کال کې د لوګر د مرکز پل علم ښار غرفه لرونکي او د سړک پر غاړه د توکو پلورنکي څو ځلي د خپلو ستونزو د حل کېدو په موخه د طالبانو والي او د پل علم ښاروال ته ورغلي، خو کومه ګټه یې نه ده کړې.
غرفه لرونکي او د سړک پر غاړه د توکو پلورونکي دغه راز زیاتوي، چې په لوګر کې د طالبانو ځایي چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، چې تر ۱۴۰۱ میلادي کال پورې به دوی ته د کار لپاره یو مناسب ځای په ګوته کړي، خو تر اوسه یې دغه ژمنه نه ده عملي کړې. دوی د طالبانو له ځایي چارواکو غواړي، چې په اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت، چې بې روزګاري زیاته شوې او د سون توکو او خوراکي توکو بیې لوړې شوي، باید دوی ته د مهربانۍ لاس وراوږد کړي، نه دا چې د کار او ګټې وټې مخه یې ونیسي. د دوی په خبره، ځايي طالب چارواکي مکلف دي، چې دوی ته د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو بدیله لاره برابره کړي.
خو په لوګر کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي، دغو غرفو د ښار نظم ګډوډ کړی او له همدې امله پرېکړه وشوه چې، د ښار نظم ښه شي. د هغوی په وینا، د دغو غرفو او کراچۍ د ورانولو پر مهال له تاوتریخوالي کار نه دی اخیستل شوی. په پل علم کې د طالبانو د ښاروالۍ چارواکي زیاتوي، چې د دغو پلورونکو لپاره د مناسب ځای د پیدا کولو هڅې روانې دي. دوی څرګندوي چې د ښار له منځه د سړک غاړې د پلورونکو د غرفو لېږدول د پلورونکو د فعالیت د قانوني کولو او د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه ترسره شوي دي. د هغوی په وینا، دغه اقدام د لوګر ولایت او پل علم ښاروالۍ د ګډې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ شوی دی.
خو د پل علم ښار اوسېدونکي د لوګر له مرکزه د سړک غاړې د پلورونکو د غرفو د لېرې کولو په تړاو بېلابېل نظرونه لري. د لوګر يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د ښاروالۍ دغه کار ستايي او وايي، چې اوس په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شوې او په اسانۍ سره تګ راتګ کولای شي. خو يو شمېر نور بيا له دغه بهیر سره خپل مخالفت څرګندوي او وايي، چې د طالبانو د ښاروال دغه کار د دوى په زيان دی، ځکه د هغوی په وینا، د پل علم ښار اوسېدونکو له دغه بازاره په ټېټه بیه توکي پېرلای شول خو اوس دغه بازار وران شوی دی.