د حقابې پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ شخړه

په دې ورځو کې د افغانستان لپاره د ایران استازي د افغانستان له اوبو د ایران د حقابې په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. د ایران د اسلامي شورا په غونډه کې هم یو شمېر کسانو د افغان کډوالو پر وړاندې خپله غوسه څرګنده کړې، چې ګواکې له هېرمنده ایران ته تر وارد شویو اوبو ډیرې اوبه څښي! دا بحثونه نوي نه دي او له څو لسیزو راهیسې کله غلې پاتې کیږي او کله هم رسنیز کیږي. دا مسأله  بېلابېل لید لوري لري. یو یې حقوقي اړخ دی چې په نړیوالو قوانینو پورې اړه لري، دویم یې سیاسي اړخ دی چې د دواړو هېوادونو په بهرنۍ تګلارې پورې اړوند دی، درېیم یې پراختیايي اړخ دی چې په هر هېواد کې په پرمختیايي پروژو پورې تړلی دی، څلوم یې چاپیریالي اړخ دی چې سیندونه د دولتونو د اوسنيو پولو له رامنځته کېدو مخکې موجود وو او د ایکوسیستم برخلیک ور سره تړلی دی او پنځم اړخ یې اقلیمي بدلونونه دي چې په ټوله نړۍ کې د پېښېدو په حال کې دي او د نوي واقعیت په رامینځته کېدو سره، هم له حقوقي پلوه او هم له علمي او تخصصي پلوه دې مسألې ته له نوي لید لوري کتل غواړي.

له تاریخي پلوه، له مډرن پېر مخکې زموږ په سیمه کې سیندونه چې له څو زرو کلونو راهیسې له پرلپسې وچکالۍ سره مخ شوي، د دې سیمې د اوسیدونکو او د ایکوسیستم لپاره چې په طبیعي توګه د چینو او سیندونو پر چورلیز جوړ شوی و، د ژوند یو شاه رګ و. په تېرو سلو کلونو کې کله چې د کرنې میکانیزه کېدل او له طبیعي سرچینو د انرژۍ د تولید لپاره کار اخیستل او ورته نور بحثونه مطرح شول، د اوبو مدیریت او د اوبو د بندونو د جوړولو په ګډون له اوبیزو سرچینو ګټه اخیستنه د حکومتونو په اجنډا کې شامله شوه. افغانستان چې پخپله د سیمې د یو شمېر سیندونو سرچینه ده، په طبیعي توګه له خپلو ډیری ګاونډیانو سره د اوبو پر سر اختلاف لري او له دې امله چې تل کمزوری اړخ پاتې شوی، مجبور شوی چې ونه کړای شي، له برابر دریځه مذاکرات ترسره او تړونونه لاسلیک کړي، څو د دې مسألې له دایمي حل سره مرسته وکړي.د څه باندې څلویښت کاله وړاندې جګړو په پیلیدو سره ګاونډیو هیوادونو ته یو زرین فرصت برابر شو چې له افغانستانه بهېدونکې اوبه  له حساسب او کتاب پرته وکاروي.

یو له هغو لاملونو چې ځيني ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د کړکېچ پایته رسېدو او پکې د یوه باثباته دولت جوړېدو ته لېوالتیا نه لري، د اوبو په څېر مسایل دي. په وروستیو کلونو کې له طالبانو د ایران د حکومت د ملاتړ او د دغې ډلې له واکمنېدو سره د هغه د مرستې یو لامل دا و، چې په افغانستان کې یو مشروع او پر ولسي ملاتړ ولاړ دولت موجود نه وي، ځکه له یوه نامشروع او بې اعتباره دولته د امتیازاتو ترلاسه کول اسانه دي. ښايي په ځينو کلونو کې د هېرمند د اوبو د کموالي په اړه د ايراني ګاونډيانو شکايت تر یوه بریده سم وي، خو اقليمي بدلونونه او د ورښتونو د کچې راټيټېدل هغه ګناه نه ده، چې افغانستان کړې وي او مجبور وي په هره بیه یې تاوان پرې کړي.

له طبیعي سرچینو په علمي استفادې کې د ایران د حکومت بې کفایتي ان د پاموړ هغو اوبو د ضایع کېدو لامل شوې چې له هیرمند او یا د افغانستان له نورو سیندونو د دغه هیواد خاورې ته ځي. د سیستان په سیمو کې د دغو اوبو د نامسلکي کارونې او د هغو د ضایع کیدو کافي راپورونه شته. هغه تړون چې له یوې نامشروع ادارې سره لاسلیک شي، حقوقي اعتبار نه لري او په راتلونکي کې د لا زیاتو ترینګلتیاوو لامل کيدای شي. البته له طالبانو سره د تهران اوسنۍ ترینګلتیا له دغې ډلې سره د تعامل په برخه کې د ایران د حکومت په ستراتیژۍ کې د بدلون په مانا نه ده او د دغې ډلې پر وړاندې د دغه هېواد د تګلارې پر اصل اغېز نه شی کولای او باید حساب پرې ونه شي.

ورته لیکنې

Back to top button