د واګنر او د روسیې د پوځ تر منځ ټکر؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو خبرداری ورکړل شو

د روسیې دفاع وزارت ته د خصوصي امنیتي شرکت واګنر د بنسټ ایښودونکي له خبرداري وروسته دغه هیواد اعلان وکړ چې په مسکو کې د ترهگرۍ ضد عملیات ترسره کوي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دا پریکړه د شنبې په ورځ (د جون په ۲۴مه) وروسته له هغې وشوه چې د واګنر ډلې مشر ییفګیني پریګوژین پرون د څو ویډیويي او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د ګوښه کولو ګواښ وکړ.

د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې د مسکو ښار او د مسکو ځینې سیمې شاملې دي.

پریګوژین لږ مخکې په یوه نوي غږیز پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د روسیې د پوځي مشرتابه د نسکورولو لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي.

په همدې حال کې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د واګنر ځواکونو په روستوف کې د روسي ځواکونو د قوماندې مرکز محاصره کړی او د مسکو پر لور د پرمختګ پلان لري.

دغه تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې د واګنر مشر ادعا وکړه چې د روسیې پوځ د روسیې په جنوب کې د دغې ډلې د ملیشو اډه په نښه کړی.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت د دې ډلې پر اډې د راکټي برید خبره رد کړه او د واګنر له جنګیالیو یې وغوښتل چې پریګوژین ونیسي او د هغه «مجرمانه او غداری» امرونو د منلو څخه ډډه وکړي.

په مسکو کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته سپینې ماڼۍ هم اعلان وکړ چې دغه بدلونونه څاري.

د واګنر ډله د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ جنګېږي او دا ډله هم د اوکراین په اشغال کې د ګډون له امله تر سختو بندیزونو لاندې ده.

ورته لیکنې

Back to top button