ایران سره د طالبانو جنجال او د طالبانو مشهد شورا

لیکنه: سپین ګل

د هلمند سیند د حقابې په سر د طالبانو او ایران له وروستي جنجال سره، چې تر ډېره کندهار ته د قطر د صدراعظم له سفر سره یې تړاو درلود او یوه ظاهري پلمه وه؛ د وسله والو نښتو تر حده د طالبانو او ایران د اړیکو خړیدو وړاندوینې وشوې.

له دغې فضا څخه د ایران اخوندي او د طالبانو هبت الله‌یي رژیم- دواړو- وکولای شول، چې د خپلو ملتونو د پام وړ برخه عام خلک، د ملت‌پالنې په کاذبو شعارونو او تبلیغاتو ځانته مات او ملاتړ یې خپل کړي! خو څه چې له سترګو لیرې پاتې شول او ډېر بحث ورباندې ونه شو، د طالبانو د ایتلافي رژیم په جوړښت کې، د ایران پلوو ډلو راتلونکی نقش او ایران سره د ترینګلو اړیکو په مهارولو کې له ایرانه د دوی د پټې ننګې ماموریت و.

د ایراني چارواکو او طالب مشرانو دواړو، د اعتراف پر اساس، ایران د افغانستان د تېر جمهوري نظام او خلکو خلاف، د طالبانو شل کلنه جګړه په هر اړخیزه توګه حمایه کړه. ایراني چارواکي او طالبان پر دغو اړیکو او استخباراتي تعاملاتو په داسې وخت کې اعتراف کوي، چې مخکې یې د جمهوري نظام او شنونکو ادعاوې په دې اړه بې بنسټه ګڼلې.

د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې، استخباراتي معلوماتو ښودلې وه، چې د ایران استخباراتي ځواک، د طالبانو په مثلثي ایتلاف تحریک کې، غوښتل خپله اصلي نفوذي ډله(هلمند شورا) د (مشهد شورا) په نوم مسمی او مشهد ته ولېږدوي.

هلمند شورا، چې اساساً د طالبانو د دویم لوی مشر(تش په نوم امیرالمومنین) ملا اختر محمد منصور له لوري رامنځته شوې وه، د افغانستان په سویل او لویدیز کې یې، فعالیتونه زیات متمرکز وو. دغې شورا او خپله ملامنصور، د طالبانو د جګړې د اقتصادي تمویل یوه عمده برخه تامینوله. د دوی د عوایدو اساسي برخه د نیشه یي توکیو کاروبار او قاچاق و، چې د ایران استخباراتو سره په همغږۍ یې ترسره کول.

دا اړیکې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې له ایرانه پاکستان ته د ستنیدو پر وخت، د ملامنصور له وژل کیدو وروسته، پوره رسوا شوې. ملامنصور، چې د نیشه یي توکیو له مشهورو سیمه ییزو قاچاقبرانو و او د افغانستان د (پیدرو پابلو) لقب ورکړل شوی و، له ایرانه پاکستان ته د ستنیدو پر وخت، امریکایانو ته د پاکستاني استخباراتو له لوري په نښه او د امریکا ډرون الوتکې وواژه.

پاکستان له ملامنصور سره، ایران ته د طالبانو د نیږدې کولو له امله وران شوی و، ځکه یې د هغه د حذفولو لپاره اقدام وکړ او امریکایانو ته یې ور وښود.

اوس، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي او د ګاونډ، سیمې او نړۍ د زیاتو هېوادونو په ګډون، د دوی مخکینۍ تر ټولو نفوذي ډله(هلمند شورا) د دوی په واکمن ایتلافي مثلث رژیم کې، د پام وړ اغېز لري، هم د پخوانیو تعاملاتو د ساتلو او هم د نویو معاملاتو او ګټو د تعقیب لپاره، د طالبانو په رژیم کې له ایران سره د خپلو مشترکو ګټو د تامین لپاره ځان ملزم او مکلف ګڼي.

هلمند شورا، چې خپله د طالبانو نالیدل شوي مشر ملاهبت الله سره هم نیږدې اړیکې لري، د طالبانو له نورو فرکسیونونو (ملابرادر فرکسیون، ملایعقوب فرکسیون، حقاني شبکې فرکسیون) سره هم نن او هم په راتلونکي کې د استخباراتي تکیه ګاو د نه یووالي او نه نیږدې والي له خاطره، د ګډ کار ډېر چانس نه لري.

دغه شورا او له هغې ډلې ملاهدایت الله بدري د طالبانو پر اقتصادي سرچینو پوره اغېز لري. ملابدري د ملاعمر د اقتصادي چارو سمبالونکی او له تر ټولو نیږدې ملګرو څخه و. د هغه ترڅنګ د طالبانو څو مهم جنګي مشران (ملا عبدالقیوم ذاکر، صدرابراهیم) هم د هلمند یا مشهد شورا مهم مشران دي.

له دوی څخه ملاهدایت الله بدري، د طالبانو د اوسني رژیم د مالیې وزیر و او اوس د افغانستان بانک پر خزانو حاکم دی. قیوم ذاکر په دفاع وزارت کې ظاهراً د ملایعقوب تر زنې لاندې ناست دی، خو په واقعیت کې د هغه تر شا ولاړ دی او کولای شي د ملاهبت الله یا ایران په اشاره، په اسانه د یعقوب لاسونه شاته وتړي.

همدا شان صدر ابراهیم ظاهراً په کورنیو چارو وزارت کې د سراج الدین حقاني ستر امنیتي مرستیال دی، خو په واقعیت کې د هبت الله په حکم، د طالبانو د جنګي لیکو د تصفیې لپاره د ګومارل شوي کمیسیون مشر دی او له دغه موقفه وکولای شول، چې د یعقوب، برادر او سراج الدین ډېر باوري کسان له مهمو جنګي موقفونو منزوي او خپل وفادار کسان یې پر ځای وټاکي.

لکه مخکې چې وویل شول، د طالبانو هلمندشورا یا د ایران د مشهد شورا مشران، ملا هبت الله ته هم د طالبانو د نورو فرکسیونونو په نسبت زیات نیږدې دي. دوی کولای شي هم د طالبانو د عمومي مشرۍ پر څوکۍ نالیدل شوی کس ژر د خپلو غوښتنو یانې ایران سره ښو اړیکو ساتلو ته قانع او هم د طالبانو په منځ کې د قوت او جنګي استدلال پر اساس، دوی ته خپل زور مخته او له غوږه یې تېر کړي، چې که تاسې –په تېره بیا ملا برادر او ملا یعقوب- له امریکا او عربي هېوادونو سره د ایران خلاف لاس یو کوئ، ایران هم د دوی په شان نفوذیان او وفاداره کسان لري، چې د ګټو ساتنه یې وکړي.

د مشهد یا هلمند شورا، د نقش له امله به و او ښایي وي به، چې طالبانو د ایران پرلپسې خبردایو ته په چوپه او نرمه خوله ځواب ورکړ او ور ویې پوهوله، چې دوی ایران سره- د امکان تر حده- د استخباراتي موافقو عملي کولو ته ژمن دي. که څه هم دا ژمنتیا به د طالبانو جلاجلا فرکسیونونو او بېلابېلو وفاداریو ته په کتو سره، ډېره دوامداره او مطمئنه نه وي؛ خو سمدستي یا څه وخت لپاره کولای شي، چې یوې خواته لویدیز یا امریکایي بلاک سره د طالبانو د عمومي او نهایي توافقاتو تر نه ترسره کیدو، او بلې خواته له ایران سره څه د ایران پلوه فرکسیون د فشار او څه هم د نویو امتیازاتو او معاملو پر اساس، د اړیکو عادي ساتلو ته دوام ورکړي.

البته، بیا هم ددې وېل اړین دي، چې طالبانو ته د پراخو او متضادو بهرنیو استخباراتي اړیکو لرلو له امله، د سیمې او نړۍ د متخاصمو هېوادونو ترمنځ، د اړیکو دغه روانه موازنه ساتل ستونزمن وي، ځکه چې د طالب مثلثي حاکمیت په چوکاټ، په بېلابېلو نیابتي ادرسونو پورې تړلي نیابتي فرکسیونونه به پخپل منځ کې، ډېر سره ښکېل او بالاخره به سره ښکر په ښکر شي او دا به یې د سقوط او پاشلتیا اساسي پیلامه وګرځي.

ورته لیکنې

Back to top button