د طالبانو تر سیوري لاندې د کانکور ازموینه؛ په لسو غوره ګډونوالو کې هېڅ نجلۍ نشته

د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموینو ملي ادارې د کانکور آزموینې لومړنۍ پایلې اعلان کړې. د ازموینې په پایله کې چې له یو کال ځنډ وروسته اخيستل شوې وه، لیدل کیږي چې هېڅ یوه نجلۍ د لسو غوره ګډونوالو په ډله کې نشته، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې د کانکور ازموینې پرعمومي اول نمره سربېره، ګڼې نجونې د لسو غوره زده کوونکو په ډله کې وې. بل خوا یو شمېر نجونې زده کوونکې او د ښځو حقونو فعالانې، د کانکور ازموینې د نوملړ په سر کې د نجونو د نومونو نشتوالی له تحصیلي بنسټونو د نجونو سسټماټیک حذف او د ښځو پر وړاندې ښکاره تبعیض ګڼي او ټینګار کوي چې په سږنۍ ازموینه کې عدالت په پام کې نه دی نیول شوی.
د طالبانو تر مدیریت لاندې د ازموینې ملي ادارې شنبه د لړم پر۱۴ د ټول هېواد د کانکور ازموینې وروستۍ پایلې اعلان کړې. د دغې ادارې له لوري د اعلان شویو پایلو پربنسټ، د هرات ولایت د سلطان غیاث الدین غوري لیسې زده کوونکی سلیمان د غلام جیلاني زوی د ۳۵۵.۴۲ نومرو په اخيستو سره، د هرات پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی او نوم یې د کانکورازموینې د داوطلبانو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د دغه نوملړ پربنسټ، له کابل ولایته محمد شبیرد ناظر حسین زوی د ۳۵۵.۳۲ نومرو په اخیستو سره دویم ځای خپل کړی او د کابل د ابوعلي سینا طبي پوهنتون ته یې لاره موندلې ده. دغه راز له هرات ولایته هدایت الله احمدي د عبدالمنان زوی د ۰۹۰۵،۳۵۴ نومرو په اخیستو سره دریم مقام ګټلی او د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
په دې لړ کې د سږکال د کانکور ازمونیې څلورم نومره هغه کس دی چې د کاج پر ښوونیز مرکز له ترهګریز بریده روغ وتلی دی. د کاج پر ښوونیز مرکز له بریده روغ وتلی محمدضیا د ۳۵۳.۹۳۱ نومرو په اخیستو سره، د کابل طبي پوهنتون ته بریالی شوی دی. د کانکور ازموینې د څلورم نومره یو ویډیويي کلپ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي. هغه په دغه کلپ کې ځان پر کاج ښوونیز مرکز د برید د صحنې شاهد ګڼي. ضیا وایي: «د خپلو ټولګیوالو او همسنګرانو د وژل کېدو شاهد وم. ډیره زړه بوږنوونکې پېښه وه.»
فاطمه امیري هغه بله نجلۍ ده، چې د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز په ځانمرګي برید کې ټپې شوې وه.هغې چې په دغه خونړي برید کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې او ونه توانیده چې پر ټاکل شوې نیټه په ازموینې کې ګډون وکړي، پرخپلو ترلاسه کړو نومره خوښه بریښي. آغلې امیري له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي: «د کاج د پېښې یوه له ټپي شویو یم، ومې نه کړای شول چې په خپله په ازموینه کې ګډون وکړم، ځکه نه شوای مې کولای. له دوو اونیو کړاوونو، ټپیونو او له خپلو کتابونو لېريتوب وروسته مې کانکور ازموینه ورکړه، ۳۱۳ نومرې مې واخیستې او د کابل کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالۍ شوم. هغه زیاتوي:« له خپلې څانګې واقعاً خوښه یم، له خپلو نومرو خوښه یم، ځکه په دې اندازه هڅه مې نه وه کړې. سترګې مې ملتیا نه کوله. کيڼې سترګې مې درد درلود، ان ښۍ سترګې مې ملتیا نه کوله، درد یې کاوه. لیدلی مې نه شوای. پوښتنې مې سمې نه شوای لیدلی.»
د کانکور ازموینې دغه ګډونواله د سږني کانکور د لسو مخکښو ګډونوالو په نوملړ کې د نجونو د نوم د نشتوالي په هکله وايي:« هغه نجونې چې هر کال په لسو غوره زده کوونکې کې وې، اول نومره وې، کله چې یوې نجلۍ ته اجازه ورنه کړل شې چې د خپلې خوښې څانګه وټاکي، هغه څانګه یې له انتخابونو لېرې شي، نوره نو انګیزه نه پاتې کیږي چې په لسو غوره زده کوونکو کې راشي. زموږ ډیری مخکښانې چې کولای شول، په لسو غوره زده کوونکو کې وي، اوس نشته، شهېدې شوې.»
زینب ( مستعارنوم) د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې یوه ګډونواله ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبر کې وايي چې له ۲۲۰ لومړې نومېرې یې اخیستې او په خپل دریم انتخاب کې د کابل پوهنتون یوه پوهنځي ته منل شوې ده.(کره نومرې او د پوهنځي نوم له طالبانو نه د اندېښنې له امله نه دی اخیستل شوی) زینب زیاتوي:« زه له خپلې څانګې شکایت نه لرم، ځکه درس مې نه و لوستی، هغه زیار مې ونه ګاله چې باید ګالی مې وای. خو د خپلو ملګرو د زیار شاهده وم چې ډیر زیار یې وګاله. زینب زیاتوي:« دا ناممکنه ده،چې هېڅ یوه نجلۍ په لسو غوره ګډونوالو کې نه وي. د هېواد په کچه باید یوه نجلۍ وای. زما په اند دا په افغانستان کې د طالبانو د اغېز ښودنه کوي.»
بلخوا یو شمېر نورې زده کوونکې چې د سږکال په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی و، د تحصیلي څانګو په ټاکلو کې له محدودیته پر شکایت سربېره، ادعا کوي چې په دې ازموینه کې یې حق خوړل شوی دی. بل خوا یو شمېر زده کوونکې ادعا لري چې د کانکور ازموینې په اخیستو کې یو کال ځنډ د نجونو د ښوونځيو فارغانې ناهیلې کړې وې، ځکه تر دې وړاندې هغو زده کوونکو چې کانکور ازموینه یې ورکړې وه، د ښځو لپاره د تحصیلي څانګو محدودیت د ښځو پر وړاندې ښکاره تبعیض او د لوړو زده کړو له بنسټونود ښځو سسټماټیک حذف بللی و. دغه زده کوونکې د کانکور ازموینې له اخیستو وروسته د هغې د روڼیتا په هکله اندېښنه څرګندوي.
له دې ټولو سره سره د ښځو د حقانې فعالانې په دې باور دي چې طالبان په ښکاره او سسټماټیکه توګه له ښوونیزو، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو نه د نجونو لېرې کولو په لټه کې دي. د ښځو د حقونو فعاله زهره کریمي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، ان یوه نجلۍ هم د سږني کانکور په لسو غوره زده کوونکې کې نشته. هغه زیاتوي:«دا د جنسیتي تبعیض او له ټولنې نه د ښځو د سسټماټیک حذف ښوده کوي. په ښکاره یې زما د همجنسو حق ترپښو لاندې کړی دی. موږ به هېڅکله دا ټولې بې عدالتۍ هېرې نه کړو» د ښځو د حقونو دغه فعاله زیاتوي: «طالبانو له واکمنېدو راهیسې خپل ټول پام د ښځو پروړاندې د محدودیتونو پرلګولو راټول کړی او موږ یې د ټولنیز ژوند له ټولو چارو محدودې او حذف کړي یو»
بل خوا یو شمېر ښځې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، د کانکور ازموینې د لسو غوره ګډونوالو په منځ کې د نجونو د نشتوالي یو لامل له ټولنې نه د نجونو پر سسټماټیک حذف او د طالبانو پر توپیري چلند سربېره، د هغوی د انګېزې نه لرل او د روحي اوعاطفي ماتې خوړل بولي. د هغوی په وینا، ښځې د طالبانو ترولکې لاندې د خپل ژوند او فعالیتونو دوام ته ناهیلي دي او دغې چارې پر نجونو زده کوونکو منفي اغېز کړی دی. د هغوی په اند، له ویرې او ناهیلۍ ډکې فضا د دې خاورې د نجونو او ښځو د استعدادونو او هیلو د غوړېدو ټغر ټول کړی دی. د ښځو د حقونو دغه فعالانې، د سږکال د کانکور آزموینې د لسو غوره ګډونوالو په نوملړ کې د نجونو نشتوالي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کولو ته د ښځو د ناهیلۍ پایله ګڼي.
د طالبانو د سیاست پر وړاندې معترضه سلسله احمدي له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د سږني کانکور د لسو غوره ګډونوالو په نوملړه د نجونو نشتوالی له تحصیلي بنسټونو نه د ښځو ښکاره سسټماټیک حذف ګڼي او ټینګار کوي چې دا چاره د ښځو لپاره د پوښتنې وړ ده. هغه پر دې چارې سربېره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زده کړو او تحصیل دوام ته د نجونو ناهیلي د اوسني کانکور په لسو غوره ګډونوالو کې د نجونو د نشتوالي یو بل لامل بولي.
د مېرممن احمدي په اند، هغه نجونې چې د خپلې راتلونکې په تړاو ډادمنې نه وي او خپله هیله یې له لاسه ورکړې وي، د زده کړو او تحصیل په ګډون د ژوندانه په هېڅ برخه کې نه شي ځلیدلای. دغه معترضه مېرمن زیاتوي.: «کله چې نجونو ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ته د تګ اجازه ونه لري، د زده کړو له حقه محرومې شوې وې. څنګه کولای شي د کانکور په سراسري ازموینه کې وځليږي؟ فکرکوم تر ټولو بد وضعیت ناهیلي او د راتلونکې تیاره لیدل دي، چې ښځې خپلې هیلې ختمې شوې ګڼې او دغو لاملونه د نجونو په تړاو د کانکور آزموینې پر پایلو سخت اغېز غوړولی دی.»
دا هر څه په داسې حال کې دي،چې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د شنبې پر ورځ ، د لړم پرڅورلسمه یې د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې د پایلو د اعلان پرمهال د سږني کانکور آزموینې پایلې رڼې وبللې او ټینګار یې وکړ چې په ښه مدیرست سره د کانکور آزموینې پایلې په کمه موده کې اعلان شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د «باختر» دولتي آژانس د ښاغلي حنفي له خولې لیکلي دي،چې ازموینه په دریو پړاوونو کې اخیستل شوې ده. د حنفي په وینا، د کانکور لومړی پړاو ازموینه په ۳۳ ولایتونو او دویم او دریم پړاو ازموینه چې د کابل متفرقه ازموینه هم پکې شامله ده، د هېواد په مرکز کې اخېستل شوې ده.
د طالبانو د رییس الوزار مرستیال زیاته کړې ده،چې په دې ازموینه کې ټولټال ۱۲۴زره او ۹۲۸ داوطلبو ګډون کړی و،چې ۸۴ زره او۸۶۳ تنو یې د لوړو زده کړو موسسو او ۳۶ زره او ۲۰ تنو یې د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره موندلې ده.
دغه راز د ازموینو د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان پرمهال ویلي دي، هغه زده کوونکي چې لوړې نومرې لري اود خپلې خوښې وړ څانګو ته بریالي شوي دي، د څوکیو د خالي کېدو په صورت کې دې غوښتنه وکړي چې نورو څانګو ته معرفي شي. هغه له دغو زده کوونکو غوښتي دي چې د شکایتونو د پاڼې په ډکولو سره دې د پلټنو لپاره خپلې غوښتې دغې ادرې ته ولېږي.
خموش زیاته کړې ده، چې په روان کال کې د لوړو زده کړو په دولتي بنسټونو کې د کانکور د داوطلبانو د جذب ظرفیت شل سلنه زیات شوی دی. هغه څرګنده کړې ده،چې تېر کال شاوخوا ۶۸ زره، زده کوونکي او سږکال له ۸۴ زرو ډیر زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شوي دي.
د ازموینو ملي ادراه چې اوس د طالبانو تر ادارې لاندې ده. د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینه په یو کال ځنډ سره د تلې له ۱۴ مې تر ۱۶ مې په ۳۳ ولایتونو کې واخیسته، خو په کابل کې د کانکور ازموینه د روان کال د تلې په ۲۱ مه او متفرقه ازموینه د تلې په ۲۹ مه واخیستل شوه.
د سږکال د کانکور ازموینې پایلې په داسې حال کې اعلانیږي چې طالبانو اعلان کړی دی چې له دې وروسته نجونو د ژورنالېزم، اقتصاد، انجنیرۍ، وټرنرۍ، زراعت او معادن پوهنځي نه شي انتخابولای. دغه کار د هېوادوالو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی او نجونو زده کوونکو هم د طالبانو دغه سیاست ښکاره تبعض بللی دی او د ازموینې د روڼتیا او د دې ازموینې د پایلو پر بنسټ یې د ګڼو نجونو پر پاتې راتلو انديښنه څرګنده کړې ده.
سږکال نجونې او ښځې په داسې حال کې د کانکور ازموینې د لسو غوره ګډونوالو په نوملړ کې د نجونو له نشتوالي شکایت کوي چې تېر کال له کابل نه د سلګۍ په نوم یوه نجلۍ د ۳۵۲.۵۷۵ نومرو په اخیستو سره د کانکور ازموینې عمومي اول نومره اعلان شوه، دوو نورو نجونو هم د تېرکال د کانکو ازموینې د لسو غوره ګډونوالو نوملړ ته لاره موندلې وه.