د ښځو پر کار د بندیز پایلې؛ میلیونونه تنه به په قحطۍ کې ډوب شي

۸صبح، کابل: د ناروې د کډوالو شورا منشي افغانستان ته د خپل سفر پر دویمه ورځ په دغه هېواد کې د میلیونونو تنو لپاره د ښځو د کار د ممنوعیت پایلې بیان کړې دي.
د ناروې د کډوالو شورا منشي یان اګلنډ دوشنبه د مرغومي پر نولسمه نېټه په یوه ټویټ کې د ښځو پر کار د بندیز پایلې ورانوونکې بللې دي.
د ښاغلي اګلنډ په وینا د طالبانو له خوا د دغه ممنوعیت له امله به په افغانستان شپږ میلیونه تنه په قحطۍ کې ډوب شي.
د اګلنډ په باور له زدهکړو د ۶۰۰ زرو ماشومانو پاتې کېدل افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له نورو پایلو دي.
د ناروې د کډوالو شورا منشي همداراز ویلي، چې د ښځو د کار د ممنوعیت په دوام کې به پاکو اوبو ته د ۱۳.۵ میلیون تنو لاسرسی پرې او ۱۴.۱ میلیون تنه به د خوندیتوب له خدماتو بېبرخې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناروې هېواد دغه چارواکي تېره ورځ د طالبانو له خوا د ښځو د کار له منع کولو وروسته د نارويژي مرستندویه بنسټونو د فلج کېدو خبر ورکړی و.