که څه هم طالبانو د جمهوريت له ۤپرځېدو وړاندې په غیر مستقیم ډول د ښځو پر وړاندې د خپلې تګلارې او لیدلوري د بدلېدو خبره کړې وه، خو پر هېواد له واکمنېدو وروسته یې ښځې له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو نه په بشپړه توګه ایستلې او له خپلو حقونو او ازادیو یې بې برخې کړي دي. د طالبانو دغه اقدام د دې لامل شوی چې لږ تر لږه ۱۵۱ نا دولتي موسسې په افغانستان کې خپل ډیری فعالیتونه ودروي. پر دې سربېره رپوټونه وايي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې هم کابل ته نه دي رسېدلي.
طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ښځې د ټولیز ژوند له ټولو برخو نه ایستلې او پر هغوی یې سخت محدودیتونه لګولي دي. د زده کړې، تحصیل او کار له حقه محرومیت او د محرم له لرلو پرته پرسفرونو بندیز پر ښځو د دغې ډلې سخت لګول شوي محدودیتونه ګڼل کیږي چې د ښځو په وینا، طالبانو هېواد د دوی د « هیلو پر هدیرې» بدل کړی او د ژوند ټولې برخې یې د دوی پرمخ تړلې دي.
د شنبې په ورځ، د مرغومې میاشتې په دریمه د طالبانو د اقتصاد وزارت په هیواد کې فعالو کورنیو او بهرنیو موسسو ته د یوه مکتوب په لېږلو سره امر وکړ چې تر امرثاني پورې دې د ښځینه کارکوونکو فعالیت ودروي. په دغه مکتوب کې راغلي: «د اقتصاد وزارت د خپل مسوولیت پر بنسټ ټولو بنسټونو ته لارښوونه کوي چې تر امر ثاني پورې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو کار ودروي چې په خپلو اړوندو څانګو کار کوي.» د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف خبرداری ورکړی چې د دغه مکتوب له منځپانګې نه د سرغړونې او ځنډ په صورت کې به د دغو موسسو جوازونه لغوه شي.
اخو، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو وروسته د ۱۵۱ بنسټونو ۸۶ سلنه فعالیتونه دریدلي او یا کم شوي دي. دغه بنسټ په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته د نادولتي موسسو د فعالیتونو په تړاو د خپلې نوې ارزونې پایلې خپرې کړې. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې هرو دریو موسسو نه یوه موسسه د خپلو ۷۰ سلنه فعالیتونو درولو ته مجبوره شوې ده.
بلخوا، راپوټونه وايي چې له درېیو اونیو راهیسې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې بندې شوې دي. د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو وروستۍ نغدي بسته د روان لمریز کال د لیندۍ په ۲۳ مه کابل ته رسېدلې ده. د دغو پیسو اندازه ۴۰ میلیونه ډالره وه. دغه بانک د «AIB » د خصوصي بانک له لارې افغانستان ته د هرې اوونۍ د مرستې د بستې له رسېدو وروسته یوه خبرپاڼه خپروله، خو په تېرو درېیو اونیو کې په دې تړاو کومه خبرپاڼه نه ده خپره شوې.
د رپوټونو له مخې، په تېر یونیم کال کې نړیوالې ټولنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته څه باندې یو میلیارډ او ۷۹۳ میلیونه ډالره نغدې پیسې لېږلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې «فارن پالیسي» مجلې د جمعې په ورځ د مرغومې په ۹مه خبر ورکړ، چې د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالره په ټول افغانستان کې د وېش لپاره کابل ته لېږدول کېږي، خو د دغو پیسو ډېره برخه په اصل کې اړمنو خلکو ته نه رسېږي. سرچینې فارن پالیسي ته ویلي، چې له افغانستان سره د کېدونکو نغدي مرستو یوه برخه چې اندازه یې څرګنده نه ده، د طالبانو له لوري غلا کیږي . د دغه رپوټ له مخې، دغه مرستې له خپلو اصلي موخو اړول شوی او د طالبانو د جګپوړو مشرانو د شخصي موخو لپاره لګول کیږي.
با این حال، کارمندان زن در موسسههای داخلی و خارجی که به دستور طالبان از کار برکنار شدهاند، این تصمیم را «غیرانسانی و زنستیزانه» میخوانند. برخی از آنان در گفتوگو با روزنامه ۸صبح از دشواری روزگار و آینده مبهم خود ابراز نگرانی میکنند.
خو په کورنیو او بهرنیو موسسو کې هغه ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو په امر له دندو ګوښه شوي، دا پرېکړه «غیر انساني او د ښځو پرضد» بولي. ځینو دغو ښځو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د خپل ژوند پر ستونزو او خپل ناڅرګند راتلونکي اندېښنه څرګنده کړې ده.
تمنا عارف یوه له هغو ښځو ده چې د طالبانو په امر کور کېناستو ته اړه شوې ده. هغه وايي: « نن سهاریې موږ محبورې کړو چې له دفتره استعفا وکړو. موږ د ستونزو په زغملو سره تلو، خو نن دفتر په رسمي ډول زموږ پر مخ وتړل شو. ما دومره روحیه له لاسه نه وه ورکړې، خو زموږ ځينې همکارانې چې د کورنۍ مسولیتونه یې زیات دي، ماشومان لري او په عین حال کې یې مېړه دنده نه لري. خپه وې او ټولو ژړل.»
مېرمن عارف زیاتوي: «د طالبانو په رژیم کې باید ښځه د کور په کونج کې ناسته وي، د مېړه خدمتګاره وي، ازادي ونه لري، د کور له چارېدوالې بهر فکر ونه کړي. زه دلته د هېڅ راتلونکي تصور نه کوم او باید له دې ځایه ولاړه شم. زه نوې اووم سمسټر ته تللې وم چې پوهنتون مې پر مخ وتړل شو. دفتر ته تلم چې وتړل شو. موږ د کور له کونج او پخلنځي او اولادونو پرته بله راتلونکې نه لرو. ما غوښتل چې له پوهنتونه خپل درې کلنې نومرې واخلم، دوی اجازه رانه کړه. ما وویل چې زه میړه نه لرم او مشر ورور نه لرم، څه وکړم؟ هغوی اصلا زما دلیل ته غوږ ونه نیوه او د پوهنتون په ساحه کې یې اجازه نه راکوله.»
تمنا د ښځو پر کار د بندیز د حکم یوه پایله اجباري او کم عمره ودونو ته د نجونو غاړه اېښودل بولي او زیاتوي: «زما نن پام شو چې زموږ ځینې همکارانې پخپله واده کوي او یا خپلې کوچنۍ خوېندې ودوي. ډېرې پیغلي نجونې له هغو کسانو سره کوژدنې شوې، چې عمرونه لوړ دي او بهر کې دي. نن زموږ یوې همکاې چې میړه یې وزګار دی او په پټه ژوند کوي، ویل چې څه وکړم؟ د وچې ډوډۍ پخول مې هم زده نه دي. په داسې حال کې چې هغه د ماسټرۍ سند لري. په ټولیز ډول، د خلکو په منځ کې زموږ حضور په یو ډول وحشتناک شوی دی.د یوې میاشتې یا دوه اونۍ وړاندې وخت په پرتله، زموږ شاوخوا خلک چې په بلاکونو کې ژوند کوي او طالبان هم نه دي، موږ ته په عجیب ډول ګوري. داسې فکروکړئ چې د طالب عقیده د خلکو عمومي عقیده ده. ډېر لږو کسانو اعتراض وکړ. کم عمره نجونې څوک ودوي؟ پلار یې ودوي او تر طالب بد عمل کوي. د خلکو باور او لید له طالبه کم نه دی.»
تمنا عارف د ښځو ويښتیا د هغوی پخپلو هڅو پورې تړلې بولي او ټینګار کوي: «په تیرو شلو کلونو کې ډیری نجونې له ستونزو سره ښوونځي ته ولاړې. هېچا ښوونځي ته د تګ لپاره موږ نه یو بدرګه کړي. موږ د نړۍ له ستونزو او کړاوونو سره مبارزه وکړه. ډیریو تازه د خپلو خواریو ثمر لیده چې طالب راغی. پر طالبانو سربېره د ډېرو نورو کسانو تبر هم لاستی پیداکړی دی. که ټولنې لوستې نجونې او ښځې غوښتلای، نو خلکو به د ښځو ملاتړ کاوه په دفترونو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې به زموږ حضور عادي و او دا ډول حالت به نه و.»
صفیه رضايي بله ښځه ده چې په ادارو کې له کار کولو منع شوې ده. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د روغتيا په برخه کې د معلولينو لپاره په يوه بهرنۍ موسسه کې کار کوي او د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز له امله دغې ادارې ورسره د ۲۰۲۳ میلادي کال تړون نه دی لاسليک کړی. اغلې رضايي وايي چې له دې ادارې سره د کار کولو تر څنګ یې د خوړو له نړیوال پروګرام (WFP) سره په یوې شریکه موسسه کې هم کار کاوه چې له دندې ګوښه شوې ده.
نوموړې په دې موسسه کې په لنډمهالي توګه د ښځو لپاره د مرستو د وېش په برخه کې کار کاوه او په پام کې وه، چې ډېر ژر د رسمي کارکوونکې په توګه وټاکل شي. اغلې رضايي زیاتوي: «دوی (طالبان) غواړي چې ښځې له ټولنې لېرې کړي چې دغه کار ناوړه اغېزې لرلې دي. د ښځو په حذف سره یې اقتصاد او ښوونې او روزنې ته زیان رسولی دی. زموږ ټولنه د تیارو په لور روانه ده او موږ په هماغه لور روان یو.
هغه ټینګار کوي چې بېکارۍ او محرومیت ښځې پر خپګان اخته کړي دي: «دغه کار موږ پر خپګان اخته کړي یو. هرډاکټر ته چې ورغلې یم راته ویلي یې دي چې پر خپګان اخته شوې یې. اروا پوه ته ځم ، د ډاکټر درمل خورم، زه د شپې خوب نه کوم، او د ورځې هم له ځان سره په فکرونو کې ډوبه یم.»
تر هغې وروسته چې طالبانو په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دغه کار له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو. ملګرو ملتونو او اړوندو سازمانونو یې د دغه سازمان په ګډون په موسسو کې د ښځو پر کار بندیز «له بشري حقونو نه سرغړونه او د نه توجیه وړ کار وباله.
د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو غبرګون
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سه شنبې په ورځ د مرغومې په ۶مه، په یوه ټویټ کې وویل چې دا بندیزونه «له بشري حقونو نه سرغړونه ده او د نه توجیه وړ دي او باید لغوه شي.» هغه ویلي دي: « د ښځو او نجونو د حذف او چوپولو لپاره اقدامات دغه راز د افغانستان د خلکو لپاره د رنځ، کړاو لویو ماتو لامل کیږي.»
د ملګرو ملتونو شل ګونې کمېټې
د ملګرو ملتونو د ۲۰ کمېټو رییسانو خبرداری ورکړی چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو په نشتوالي کې له افغانستان سره بشري مرستې درېږي. د دغو کميټو په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې په سيمه ييزو او نړيوالو نادولتي موسسو کې د ښځينه کارکوونکو د کمښت له امله يو شمېر بشري پروګرامونه په موقتي توګه درول شوي دي. هغوی ټینګار کړی چې له ښځینه مرستندویه کارکونکو پرته بشري مرستې ناشونې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا
دغې شورا د سې شنبې په ورځ د مرغومې په ۶ مه په یوې خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د ښځو پر حضور او په ادارو کې د هغوی پر کار کولو بندیز غندلی او ویلي یې دي:« دا به د ملګرو ملتونو د عملیاتو په ګډون په هېواد کې پر بشري چارو د پام وړ او بیړنی اغیز وکړي. دا محدودیتونه د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو له ژمنو او دغه راز د نړیوالې ټولنې له تمو سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دوشنبې په ورځ د مرغومې په ۵ مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر تحصیل او له موسسو سره د هغوی پر کار کولو بندیز د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دی. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د اجرایوي مشرې نټالیا کانم له خولې ویلي، چې د طالبانو وروستي فرمانونه افغان ښځې د انتخاب او تصمیم نیولو له ازادۍ بې برخې کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه
د یکشنبې په ورځ، د مرغومې په ۴مه، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټویټ کې ویلي دي: «پر ښځو د کار کولو بندیز له بشردوستانه اصولو نه سرغړونه ده او افغانان به له لا ژور ناورین سره مخ کړي.» دغه بنسټ ټینګار کړی دی:« په دغه هېواد کې له بشری ناورین سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نیمایی وګړو د ونډې تر حذف کېدو بله لویه غمیزه نشته. د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشرې سیما بهوس په افغانستان کې پر ښځو د کار کولو بندیز په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې« له ښځو سره د طالبانو ناوړه چلند » دوام لري. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي مرستیال فران اکویزا د طالبانو له پېښو سره د مبارزې له وزیر محمد عباس اخند سره په کتنه کې ویلي، چې په مرستندویه موسسو کې د ښځو د کار ځنډېدل به د افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي چې ښځې باید په موسسو کې کار ونه کړي. هغه ویلي: موسسې د دوى تر واک لاندې نه دي، د ښځو لپاره خطر ډېر دى او موږ خطرناک راپورونه ترلاسه کړي دي.» د دې ډلې ویاند زیاته کړې چې په ادارو کې د ښځو د کار کولو د ممنوعیت حکم «د ښځو د پت ساتلو» لپاره صادر شوی.
په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار کولو په بندیز سره، ښځې له ټولو کاري، ښوونیزو او اکاډمیکو برخو نه محرومې شوې دي. اوس مهال له ښځينه ډاکټرانو او نرسانو پرته هيڅ ښځه حق نه لري چې په کورنيو او بهرنيو موسسو کې دنده ترسره کړي او دغه راز د پوهنتونونو، د لېسې او منځنۍ دورې د ښوونځيو او خصوصي کورسونو، حمامونو، پارکونو او لوبغالو په ګډون ټول ځايونه د ښځو پر مخ تړلي دي او ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړه توګه اېستل شوې دي.