د غزني په ناور کې د خلکو په شخصي لګښت د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو کار پيل شو

۸صبج، غزني: په غزني کې ځایي سرچینې د دې ولایت د ناور ولسوالۍ د اوسېدونکو په شخصي لګښت د۵۰ بستریز روغتون د جوړولو کار د پیلېدو خبر ورکوي.
دغو سرچینو سه شنبې د تلې په نولسمه وویل چې دا روغتون د ناور ولسوالۍ په جرغي کلي کې د دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
ددغه روغتون د جوړولو لګښت د ناور ولسوالۍ د هغو اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي چې له هېواده بهر ته تللي دي.
د دغه روغتون د جوړولو لپاره د سیمې د اوسېدونکو د دې اقدام لامل، د غزني ولایت له مرکزه ددغې ولسوالۍ لېرې والی بلل شوی.
ناور د غزني ولایت یوه غرنۍ ولسوالي ده چې د ډېری کلیو لارې یې په ژمي کې د واورو له امله تړل کېږي.