په پکتیا کې د یونیسف په مالي مرسته د پاکو اوبو د يوې شبکې جوړېدل

۸صبح، پکتیا: د پکتیا ولایت ځايي چارواکی وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( په دغه ولایت کې د ۳،۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه کړې ده.
د سوېل ختيځ زون د اوبو رسونې او روغتيايي مراقبتونو د ساتنې پروګرام مسوول محمد رستم رحيمي د غويي په ١٤مه،وويل چې دغه پروژه د پکتيا ولايت دآبا ولسوالۍ په سکندرخېلو کلي کې پلې شوې ده.
ويل کيږي چې ګټې اخستنې ته ددې پروژې په سپارل کېدو سره ٢٥٠ کورنيو، يوه روغتيايي کلينيک، يوه ښوونځي او يوه جومات پاکو اوبو ته لاسرسى پيدا کړي دی.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی د هېوادوالو یوه له ټولنیزو ستونزو بلل کېږي
دماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې په نورو برخو کې د مرستو تر څنګ د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې هم مرستې ترسره کړې دي.