په لغمان کې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

۸صبح، لغمان: په لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له پراختیایي مرستو، د ۶۸ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
په لغمان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رئيس (محمد ولي محسن) د يکشنبې په ورځ (د غوایي په ٣١مه) وويل چې دغه کانال به د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ په (نودهمره) سيمه کې جوړ شي.
د محسن په خبره، دغه کرنیز کانال ۱۵۰۰ متره اوږدوالی لري.
په لغمان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رئيس زياتوي، چې ددغه کانال په جوړېدو سره به هره ورځ د سیمې اوسېدونکو له ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
ويل کيږي چې د ياد شوي کرنيز کانال په بشپړيدو سره به، ٦٠٠ جريبه زمکه خړوبه شي.
دا مهال په لغمان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي مرسته د څو پروژو د جوړېدلو کار روان دی.