په هرات کې د پاشدان بند ودانيزې چارې بشپړېدو ته نږدې دي

راپور: محمد عزيز پردېس

د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې، د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند ودانيزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د اوبو چارو د تظنيم ملي ادارې وياند ښاغلي نظام خپلواک له ۸صبح سره په خبرو کې وويل چې د پاشدان بند هم د ياد ادارې يو له سترو پروژو څخه دی چې ۱۱۷ ميليونه امريکايي ډالر مجموعي لګښت پرې راځي. نوموړي همداراز وويل چې، دغه بند به د ۵۴ ميليون متر مکعبه اوبو د ذخيرې ظرفيت ولري او ۱۳زره هکټاره کرنيزه ځمکې به خړوبه کړي.
د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره وايي چې د دې بند د جوړولو موخه د موسمي سېلابونو مهار، د کرنيزو ځمکو خړوبول، د برېښنا توليد او په ټوله کې د اوبو د مديريت دی.
د يادونې وړ ده چې د پاشدان بند ترڅنګ په کابل کې د شاه او عروس او په بدخشان کې شورابک هم هغه بندونه دي چې د اوبو د مديريت په موخه جوړېږي او کارونه يې دوام لري.

ورته لیکنې

Back to top button