د صحرایي محاکمو دوام؛ طالبانو په هرات کې ۱۰ تنه په دُرو ووهل

۸صبح، هرات: هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د خپلو صحرایي محاکمو په دوام په دغه ولایت کې ۱۰ نارینه د خلکو په مخکې په دُرو وهلي دي.

دغو کسانو ته دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د طالبانو د محکمې له خوا سزا ورکړل شوې ده.

د دغو کسانو جرمونه شراب څښل، د نشه‌یي توکو پېراوپلور او د ښځو ځورول بلل شوي دي.

دا ځل د تورنو کسانو په منځ کې کومه ښځه نشته.

د طالبانو صحرايي محاکمې په افغانستان کې دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې دي. طالبانو بیا تراوسه دغو غبرګونونو ته له پاملرنې پرته خپل کار ته دوام ورکړی دی. تېره اونۍ هم طالبانو د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ۱۰ تنه په متروکو ووهل.

ورته لیکنې

Back to top button