له افغانستان سره د بشري مرستو دوام؛ په راتلونکو دریو میاشتو کې ۷۱۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په راتلونکو درېیو میاشتو کې له افغانستان سره د بشری مرستو د دوام لپاره، ۷۱۷.۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا دا مطلب نن پنجشنبه، د غوايي په ۲۸مه، پر خپله ټویټرپاڼه بيان کړی دی.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه بشري اداره وايي، چې په افغانستان کې د پسرلي موسم له سیلابونو، زمک‌ښویدنې او د موسمي ناروغیو له زیاتوالي سره مل دی.

د اوچا لخوا د خپاره شوي جدول له مخې، ۴۸۰ میلیونه ډالر د خوراکي خوندیتوب او کرنې په برخه کې، ۸۲ میلیونه ډالر د روغتیا او اقلیم په برخه کې، ۶۳.۵ میلیونه ډالر د بیړني سرپناه په برخه کې، ۳۶ میلیونه ډالر د تغذیې په برخه کې، ۳۰ میلیونه ډالر د روغتیا په برخه کې، ۱۵.۷ میلیونه ډالر د ساتنې په برخه کې او ۱۰ میلیونه ډالر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې، د اړتيا په توګه سنجول شوي دي.

تردې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګې، افغانستان ته د بشري مرستو د بودجې د کموالي خبرداری ورکړی و.

د بشري چارو د سازمانونو په وینا، په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې په برابرولو کې ناغيړي به ناوړه پایلې ولري.

دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار ادارې راپور ورکړ، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د تر ټولو ناوړه بشري ناورین شاهد دی.

ورته لیکنې

Back to top button