افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام؛ یوه بله ۴۰ میلیون ډالري بسته کال ته ورسېده

۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د مرستو یوه ۴۰ میلیون ډالري بسته کابل ته رسېدلې ده.

دغه بانک دوشنبه د لړم پر ۱۶ د ټویټونو په خپرولو ویلي، چې د هېوادونو د بشردوستانه مرستو په دوام کې یوه بله ۴۰ میلیون ډالري بسته افغانستان ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

دغه بانک له هرې قانوني او اصولي لارې د پیسو له رادننه کېدو هرکلی کړی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ۷ ورځو کې دا د مرستو درېیمه ۴۰ میلیون ډالري بسته ده، چې کابل ته رسېږي.

د ویلو ده، چې طالبانو تر اوسه د دغو پیسو د لګولو د څرنګوالي په اړه افغانانو ته معلومات نه دي وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button