پنجشېر کې د ملکي وګړو د نیولو دوام؛ طالبانو د درې ولسوالۍ ۶ اوسېدونکي نیولي دي

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینې د طالبانو له خوا د دغه ولایت د اوسېدونکو د نیولو له دوامه خبر ورکوي.

سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر ۱۴ ناوخته له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې طالبانو د درې ولسوالۍ شپږ تنه اوسېدونکي په پنجشېر او کابل کې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي او نامعلومه ځای ته یې لېږدولي دي.

د سرچینو په وینا طالبانو دوشنبه سهار د لیندۍ پر څوارلسمه د درې ولسوالۍ له بازاره یو هټیوال نیولی دی. دغه کس ګلزار خان نومېږي او د خوراکي توکو هټۍ لري.

د سرچینو د ادعا پربنسټ طالبانو د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ ۵ تنه اوسېدونکي هم د کابل له بېلابېلو برخو نیولي او نامعلومه ځای ته یې لېږدولي دي.

د سرچینو په وینا نیول شوي کسان ملکیان دي او له مقاومت جبهې سره هېڅ اړیکه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې تازه د پنجشېر ولایت د رخې ولسوالۍ د یوې لیسې ښوونکی د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی. د دغه کس مړی، چې شمس‌الله نومېده تېره ورځ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button