د اعتراض‌کوونکو ښځو د نیولو دوام؛ طالبانو یوه بله اعتراض‌کوونکې نیولې ده

۸صبح، کابل: سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو یوه بله اعتراض‌کوونکې نجلې نیولې ده.

د سرچینو په وینا طالبانو پنجشنبه د لړم پر ۱۹ د بشري حقونو په برخه کې یوه فعاله ښځه حمیرا یوسف، چې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ د عبدالله‌خېل کلي اوسېدونکې ده نیولې ده.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو له څو میاشتو تعقیب وروسته اغلې یوسف د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې نیولې ده.

د حمیرا یوسف پلار چې ملک میرزا نومېږي د مخکیني حکومت له تقاعد شویو جنرالانو څخه دی.

د راپورونو له مخې طالبانو تر لسو ورځو په کمه موده کې شپږ تنه اعتراض‌کوونکې ښځې نیولې ده.

ورته لیکنې

Back to top button