د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د جګړې دوام؛ د ورېښمو پل د ترافيکو پر مخ وتړل شو

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د ورېښمو پل د طالبانو او ایرانی پوله ساتو ترمنځ د نښتې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو نن (شنبه د غبرګولي په ۶مه) د ورېښمو پل د ترافیکو پر مخ تړلی دی.
د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نن یو ځل بیا نښته شوې، دا جګړه چې لا هم روانه ده، دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.
د ورېښمو پل په نیمروز ولایت کې له ایران سره د هېواد یو له مهمو سوداګریزو پولو څخه ده.
د طالبانو او ایراني پوله ساتو تر منځ تر دې مخکې هم څو څو ځله نښتې شوي، خو دا وروستۍ جګړه وروسته له هغه رامنځ ته شوی چې په وروستیو ورځو کې د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې پر سر د تهران او کابل ترمنځ کړکېچ زیات شو.
دا جګړه په داسې حال کې پیل شوې، چې په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیرخان متقي سره وکتل.