په پنجشېر کې د ملکي وګړو د وژلو دوام؛ یو ښوونکی د طالبانو د شکنجې له امله ووژل شو

۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یو ښوونکی د طالبانو په شکنجه کې ووژل شو.

معتبرو سرچینو له ۸صبح ورځپانې سره په خبرو کې وویل چې دغه کس شمس الله نومېده او څو میاشتې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی و.

د سرچینو په وینا، طالبانو یکشنبې د لیندۍ په ۱۳مه د شمس الله مړی په کابل کې د هغه کورنۍ ته وسپاره.

سرچینې زیاتوي چې وژل شوی کس د پنجشېر ولایت د رخې ولسوالۍ په لېسه کې ښوونکی و.

طالبانو دا ښوونکی له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی او وروسته یې وژلی دی؛ خو سرچینې زیاتوي چې نوموړي له هېڅ ډلې سره اړیکې نه لرلې.

طالبانو په افغانستان کې له واکمنېدو راهیسې د پنجشېر سلګونه اوسېدونکي نیولي او شکنجه کړي او په ځینو موردونو کې یې وژلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button