د مرموزو وژنو دوام؛ له غزني وروسته بامیان کې د یوه ځوان مړی وموندل شو

۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمهییزې سرچینې له څو ورځو بېدرکه کېدو وروسته د یوه ځوان د مړي د موندلو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه ځوان اسحاقعلي نومېده او مړی یې دوشنبه د مرغومي پر دوولسمه نېټه ماسپښین د بامیان په پنجاب ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا د اسحاقعلي مړی له څو ورځو وروسته د پنجاب ولسوالۍ په یوه تشناب کې موندل شوی دی.
په همدې حال کې بامیان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه ځوان د مړي موندل کېدل تایید کړي او په تړاو یې د یوه کس د نیولو خبر ورکړی دی.
اسحاقعلي د بامیان د پنجاب ولسوالۍ په بازار کې د خوراکي توکو هټۍ لرله.
پنجاب کې ځایي سرچینې بېدرکه کېدل، وژنې او د مړي موندل کېدل مرموز او په دې ولسوالۍ کې له کم مخینو پېښو بولي.
د ویلو ده، چې دوې ورځې مخکې هم د غزني په مرکز کې د یوه ځوان مړی له څو ورځو بېدرکه کېدو وروسته وموندل شو چې په چاړو وژل شوی و.