د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد پرلپسې شپني عملیات؛ ۳ پوځیان او ۷ اورپکې وژل شوي

د راپورونو له مخې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د وسله والو له لوري لږ تر لږه درې بریدونو کې، د دغه هېواد د پوځ ۳ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي دي.
ډان نن شنبه (اپریل ۲۹) د پاکستان پوځ له قوله راپور ورکړ، چې دغه شپني بریدونه، د لکی مروت په سیمه کې شوي دي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي: «په لومړي برید کې، یو موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر، په دولتي کالج کې د امنیتي ځواکونو یوه کمپ ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه. له دې برید وروسته په سختو ډزو کې ۴ وسله وال ووژل شول.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې جګړه کې، د پاکستاني پوځ درې سرتېري هم وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ دا هم ویلي، چې دوه نورې پېښې په امیرکلام او د لکي مروت تجبيخېل سیمو کې شوې، چې په ترڅ کې یې د موسی خان په نوم د وسله والو د یوه مهم قوماندان په ګډون، ۳ وسله وال وژل شوي دي.
په همدې حال کې، پاکستان کې نوې جوړې شوې جهادي ډلې (تحریک جهاد پاکستان)، د دغه غورځنګ د ویاند (ملامحمد قاسم) له قوله په یوه بیانیه کې، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د نویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
په لکی مروت کې، دا مرګونې حملې وروسته له هغې وشوې چې د پاکستان پوځ په وروستیو میاشتو کې د تروریستی حملو د زیاتیدو، په خاصه توګه د پیښور د پولیسو اړوند په یوه جومات له حملې وروسته، په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره، عملیات پیل کړل.