د لوګر اوسېدونکي د منظمې برېښنا له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په ٢٤ ساعتونو کې د شپې يوازې ٦٠ دقيقې برېښنا لري. د شپې اکثره وخت د برېښنا د راتلو وخت نامعلوم وي له همدې امله د برېښنا ورځنۍ اړتیا نه شي پوره کولای. د کورنيو د ورځنيو کارونو تر څنګ په دغه ولايت کې ډېری مالداران، چاپخوني، هټيوال او دولتي مامورين هم د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي. دوی له بېشنا شرکته غواړي چې د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته د برېښنا د پرچاوی وخت په ګوته کړي.
حسین (مستعار نوم) د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې برښنایي وسایل ترمیموي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د برېښنا د نشتوالي له امله يې کارونه هم ستونزمن دي او په تېرو درېيو مياشتو کې يې ډېرې ورځې بې له دې چې څه وکړي او کوم عايد ترلاسه کړي، وزګاره تېرې کړې. حسین زیاتوي: «د بېښنا نشتوالي زموږ د ورکشاپ پر کارونو منفي اغېز کړی. برېښنا بې نظمه شوې او په تېره میاشت کې خلکو له ۲۰ څخه تر ۲۵ ورځو پورې بریښنا نه درلوده.»
د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکی احمد زبیر وايي، د شپې هغه وخت برېښنا راځي چې دی او د کورنۍ غړي یې ويده وي او له برېښنا ګټه نه شي پورته کولای. هغه وايي، چې د خبرونو اورېدو، د تلوېزيون د پروګرامونو د کتلو، د شپې د کور د رڼا کولو، د موبايل د چارجولو او داسې نورو لپاره منظمې او دوامدارې برېښنا ته اړتيا لري، خو برېښنا شرکت د برېښنا د رسولو وس نه لري.
څاروي لروونکي چې د لبنیاتو کارونه هم کوي وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله یې کارونه له ستونزو سره مخ کېږي او ډېری محصولات یې خرابېږي. دغه څاروي لروونکي چې په برقي ماشینونو غواګانې لوشي، اوس د بریښنا د نشتوالي له امله د پټرولو جنراتورونو ته مخه کړي ده خو دا کار ورته ډېر ګران تمامېږي. د دوی په وینا، په لویو یخچالونو کې د شیدو او مستو زېرمه کول د دوی کار اسانه کړی و، خو اوس لږ مستې او لبنیات تولیدوي او لږې پیسې ګټي. دغه راز د پل علم ښار او د لوګر نور اوسېدونکي عکس اخیستونکي، چاپخونې او هټۍوال هم د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.
د لوګر تر څنګ دا مهال د هېواد په ۱۲ نور ولایتونه کې هم خلک د برېښنا له کمښت سره مخ دي. کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، وردګ او د بغلان ځینې سیمې هم له ورته ستونزې سره لاس و ګرېوان دي.
په همدې حال کې افغانستان د برېښنا لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تکیه لري. د هېواد د برېښنا د اړتیا له ۷۰ سلنه ډېره برخه له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او تاجکستانه واردېږي. په تېرو کلونو کې د طالبانو له خوا د برېښنا د ستنو ویجاړول کابل او ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د پری کېدو یو اصلي لامل بلل شوی دی. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د برېښنا د پرلپسې پرې کېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د هېواد د برېښنا ریاست ویلي و، چې له ازبکستانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د پرې کېدو لامل د ازبکستان په خاوره کې تخنیکي ستونزه وه او د بېرته نښلولو ډاډ یې ورکړی و. خو دا ستونزه لاهم نه ده حل شوې. د راپورونو له مخې، له ازبکستانه وارداتي برېښنا د سیاسي مسایلو له امله پرې شوې او ښايي په راتلونکو ورځو کې د برېښنا شرکت یو پلاوی تاشکند ته ولاړ شي.
د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوطه شاوخوا یو نیم کال مخکې د دغه هېواد د انرژۍ د تنظیم ادارې چارواکو ویلي و چې د بندیزونو له امله په هېواد کې د برېښنا د تولید اوسنی ظرفیت له ۳۸۰ څخه تر ۴۰۰ میګاواټو پورې دی. د دې ترڅنګ په هېواد کې د برېښنا اوسنۍ اړتیا په ساعت کې شاوخوا دوه زره میګاواټه اټکل شوې ده. په همدې حال کې د انرژۍ د تنظیم ادارې مسوولین د هېوادوالو او صنعتي پارکونو اړتیا په یوه ساعت کې شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا اټکل کوي او د ښار او ولسوالیو یوازې یوه محدوده برخه منظمې برېښنا ته لاسرسی لري. د هېواد بېلابېلې برخې په تېره بيا کلي په تېرو څو لسيزو کې برېښنا ته لاسرسی نه لري.
افغانستان هر کال له ۲۵۰ تر ۲۸۰ میلیون ډالر ګاونډیو هېوادونو ته د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورکوي. د دې برېښنا ۷۵ سلنه له ازبکستان، تاجکستان، ایران او ترکمنستانه واردېږي او پاتې ۲۵ سلنه یې له کورنیو سرچینو تر لاسه کېږي.
له ازبکستانه وارداتي برېښنا د لوګر، پکتیا، خوست، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، بغلان او د پلازمېنې ځینې برخې روښانه کوي. همدارنګه د هرات د برېښنا ۷۰ سلنه اړتیاوې د ایران د وارداتي برېښنا د لېږد مزو له لارې پوره کېږي. له ازبکستانه د وارداتي برېښنا لږه اندازه هرات ته لېږدول کېږي. په ورته وخت کې د تاجکستان وارداتي برېښنا شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته وېشل کېږي. له ترکمنستانه وارده شوې برېښنا په هرات، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې کارول کېږي.