په ټولنيز او سیاسي ژوند کې د واقعیت او حقیقت جنجالي او پيچيلي اړيکي
لیکنه:دستګیر روشنیالی

واقعیت هغه څه دي، چې واقع شوی او شته. پوښتنه همیشه د واقعيت د حقیقت په هکله ده. حقیقت خارجي وجود نهلري دا انسانان دي چې حقیقت ايجادوي. واقعیت د موږ له ذهنه دباندي موجودیت لري او حقیقت له واقعيته د موږ فکري انعکاس دی. ځمکه کروي او د لمر په شاوخوا ګرځي. افغانستان او تاجکستان دوه ګاونديان دي. په ورځ پسي شپه او په شپه پسي ورځ راځي.
په دي مثالونو کې حقیقت او واقعیت یو بل سره مطابقت لري. خو په ټولنیز او سياسي ژوند کې د داسې مطابقتونو پيدا کول ډیر ستونزمن کار دی.
کله د يوه مشخص واقعيت په هکله د حقیقت مختلف تعبیرونه او تفسیرونه کېږي، چې هر يو د حقیقت دعوه کوي. د يوي بيلګي په توګه:
په يوه هيواد کې پنځه سياسي ګوندونه فعالیت کوي او هر يو ددې هيواد د ټولنیزو او سياسي واقعیتونو په هکله خپل خپل نظرونه، تګلارې او شعارونه لري. او هر يو دعوه کوي، چې شعارونه او تګلاره یې د ټولنیزو او سياسي واقعیتونو انعکاس او حقیقت دي. سره ددې چی د واقعیت په هکله پنځه حقیقتونه ورکول کېږي. په بل عبارت دا نسبي حقیقتونه دي او هر يو یې د واقعیت يوه برخه انعکاسوي، نه ټول واقعیت. په دي حالت کې د يوه واحد حقیقت پیداکول، اسانه کار نه دی او دا هم اسانه نه دي، چې له واقعیت سره په مطابقت کې حقیقت تر لاسه شي؟
په ټولنیز او سياسي ژوند کې، واحد حقیقت ته د نږدي کېدو لپاره، د ګوندونو ترمنځ د ديالوګ، تفاهم، د نظريو د شريکولو او جوړونکو بحثونو ضرورت منځ ته راځي. هغه اشخاص او هغه ګوندونه، چې خپلواک وي، د تعصب او تبعیض پیروی نه کوي، د نورو په پرتله واقعيتونو ته ښه انعکاس ورکوي او حقیقت ته ځان نږدي کولاي شي.
همدا شان د يوه معلوم او مشخص واقعیت په هکله څو حقیقتونه بيانېږي. د اوکراین د جګړي او په افغانستان کې د ملاواکۍ په هکله څو ډوله د دفاع کولو او مخالفت کولو حقیقتونه شته دي. او هره خوا خپل دريځ او عملکرد ته حقیقت وايي. په افغانستان کې د وروستيو لسیزو د پيښو او يو په بل پسي د واکمنو او سياست کونکو په هکله واحد حقیقت نشته دی.
حقیقت د واقعیت سموالی او نه سموالی بیانوي. او دا په طبیعي مسئلو کې اسانه او ساده کار دی. په دي مسئلو کې د واقعیت او حقیقت ترمنځ مطابقت شته دی. ځمکه د لمر په شاوخوا ګرځي. اوبه د دنيا په هر ځای کې اوبه او يو شان ځانګړتياوي لري. لیوه هر ځای ليوه دی او د واقعیت او حقیقت ترمنځ د اړيکو ستونزه نشته. د آس د واقعيت په ليدلو د هغه حقیقت هم ليدل کېږي.
خو په ټولنیزو او سياسي واقعيتونو او انساني واقعیت کې دا ډول نتيجه تر لاس کول، اسانه کار نه دی. همدارنګه د انسان د واقعیت په ليدلو موږ پوهيږو هغه انسان دی، خو موږ ددې واقعیت په لیدلو د هغه په حقیقت نه پوهيږو، چې هغه څه ډول انسان دی، څه ډول شخصیت دی او څه ډول ځانګړتياوي لري. د انسان د واقعیت په ليدلو د هغه حقیقت نه لیدل کېږي. انسان په بيولوژیکي جوړښت برسيره په اوله درجه کې، د ټولنيزو اړيکو مجموعه دی.
سیاست ساده نه دی او ساده هم باید نشي
ټولنیز او سياسي واقعیتونه هر ځای او هر وخت، د اوبو په شان په يوه سطحه نه دریږي او يو شان نه دي. دا واقعیتونه د توپیرونو او اختلافونو مجموعه دي. د یوه لامل په ځاي ډیر لاملونه لري او په لاملونو برسيره تاثیرات، پایلي، محلي، منطقوي او بین المللي فکتورونه هم عمل کوي.
موږ وينو چې ټولنیز او سياسي واقعیتونه، د هري ورځې په تيريدو سره څومره پيچلي کېږي او څومره د څوګونتوب ځانګړتياوې پيدا کوي. همدا حالت سیاست، سياسي علم او سياسي عمل هم پيچلی کوي او د سیاست ساده کول ددې حالت ځواب نه دی.
ملا په بیسارې توګه سياست ساده کړی او له سیاست سره ساده، غیرعلمي او غیر مسؤلانه چلند لري. همدا شان هيڅ ډول ايديولوژي او له پخوا جوړ شوي ځوابونه، ددې حالت له پیږندنې، بدلون او حل سره مرسته نه کوي.
ددې واقعیتونو تجربه هماغه شان نه تکرار کېږي چې وه. دا واقعيتونه کټ مت له يوه هيواده بل هيواد ته نه انتقالېږي. د افغانستان، عراق… تجربي موږ ته وايي، چې د ټولنيزو او سياسي نظامونو کاپي کول او صادرول، يوه ټولنه له څومره لوی هراړخیز ناورین سره مخامخ کوي. او دا ډول عمل هميشه د حل پر ځای بیسارې لوی او د اوږدې مودې ستونزې را پیدا کوي. دلته واقعیتونو په کاپي شويو او يا صادر شويو نظریاتو کې، چوکات کیږي.
په افغانستان کې نه روسي سوسيالیزم جوړ شو او نه امريکايي دموکراسي جوړه شوه، خو افغانستان یې له ډیرو سختو، لویو او د اوږدي مودي ستونزو سره مخامخ کړ.
په واقعيتونو د حق، حقانیت، حقیقت د نه بدلیدلو جنجال او کشمکش
همدا اوس هم په افغانستان کې د واقعیتونو او حقیقتونو ترمنځ جنجال او کشمکش په پیچيلي، خطرناک او ځورونکی حالت کې دی. دا ځل ستونزه په واقعیت د حقونو د بدلولو مخنيوي دی او دا تر ټولو لوی ټولنیز مصیبت دی، چې د ميليونونو انسانانو ژوند یې متاثیر کړی دی. دلته همدا حق، حقانیت او حقیقت دي او د نه بدليدونکو حقونو او یا حقیقت په ځای واقعیتونه بدليدونکي دي. حقیقت شته دی او واکمن واقعیتونه بدلوي. دوي نغواړي له حقیقت سره په مطابقت کې واقعیت رامنځ ته شي، نه ِغواړي د ټولني دواړه د حاکمیت او رهبري حق په واقعیت بدل شي او دا ډول واقعیت ځان ته خطر ګڼي. نغواړي نجونې ښوونځي ته ولاړي شي. نغواړي ښځې کار وکړي او نغواړي حق به واقعیت بدل شي.
د ټولني ثبات د حق او واقعیت په مطابقت کې دی او په ملاواکۍ کې ددې هدف ترلاسه کول، ناشونی کار دی. حقیقت دا دی، چې هر ماشوم د زدکړو حق لري، خو واقعیت دادی، چې په ميليونونو ماشومان او په ځانګړې توګه نجوني له زدکړو محرومي دي. هيڅوک د ملا په شان د حق او حقانیت دعوه نه کوي. دوي ځانونه په حق بولي او د ډیرو تخلصونه « حقاني» دي، خو هيڅوک د دوي په شان د ميليونونو انسانانو له حق او حقانیت انکار او تر پښو یې نه لاندي کوي.
د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار کولو حق، د بيان د ازادي حق، په سیاست کې د هر وګړي د ګډون حق، روښانه حقیقتونه دي او ټولي دنيا منلي او په واقعیت بدلولو او عملي کولو یې ټينګار کوي. خو په افغانستان کې همدا اوس نه د نجونو د زده کړي حق، نه د ښځو د کار حق، نه د بیان د ازادۍ حق او نه په سیاست کې د وګړو د ګډون حق، واقعیت او عملي دی. په ټولنه کې د حقونو او واقعیتونو ترمنخ نه مطابقت، تر ټولو لوی او خطرناک بحران او د عدالت نشتوالی دی. عدالت د حق له تامینولو څخه عبارت دی. چيري چې حقونه غصب شوي وي، هلته عدالت تر ټولو غولونکی شعار دی. واکمن ملا غواړي افغانستان بي له حقونو، د ديکته شويو مکلفيتونو په اډه، بدل کړي او دا د تورسوري یا تورې سمڅې په لور ددې هيواد لارښوونه ده.