کورونا ویروس؛ روغتیا وزارت د راستنېدونکو افغانانو د قرنطین وس نه لري

لیکوال: عبدالاحمد حسیني، ژباړن: م. ظ. صمیم

که څه هم په وروستیو ورځو کې د کورونا ویروس د خپرېدو کچه زیاته شوې، خو حکومت تراوسه له ایران او پاکستان سره خپلې ځمکنۍ پولې نه دي تړلې. که څه هم ایران او پاکستان د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اعلان کړی چې د افغانانو پرمخ یې خپلې پولې تړلې، خو افغانستان تراوسه په دې هکله کومه پرېکړه نه ده کړې او وايي چې وضعیت په دې ډول نه دی چې پولې دې وتړل شي. اوسمهال د هېواد ټولې ځمکنۍ پولې پرانیستې دي او د ورځې په زرګونه هېوادوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې دغه وزارت په پولو کې خپل ګرځنده ټیمونه ځای پرځای کړي چې راستنېدونکي وګړي معاینه کړي. دا وزارت د هېواد په پولو کې د راستنېدونکو د قرنطین لپاره کوم ځای نه لري او هغه وګړي چې د آزموینې پایله یې مثبته وي، په کور کې د قرنطین سپارښتنه ورته کوي. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د شمېرو له مخې، د ورځې په زرګونه تنه هېواد ته راستنېږي، له دې امله په پولو کې د قرنطین پروګرام نه شي عملي کېدای. په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې، د درېيم ځل لپاره دا ویروس پراخ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت له خوا د اعلان شویو شمېرو پربنسټ، په وروستیو اونیو کې په دغه ویروس د اخته کېدو کچه لوړه شوې ده. ددغو شمېرو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې کابو یو زر او نهه سوه تنه په کورونا ویروس اخته شوي دي. همداراز، په یوه اونۍ کې ۵۵ تنه ددغه ویروس له امله مړه شوي او ۸۲۸ نور روغ شوي دي. په دې توګه په تېره یوه اونۍ کې په کورونا ویروس د اخته وګړو شمېر پنځه زره او ۱۱۶ تنو ته زیات شوی او د مړو شویو شمېر هم دوه زره او ۶۸۶ ته رسېدلی دی. له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت مسوولین ټینګار لري چې په وروستیو ورځو کې، په دغه ویروس د اخته وګړو او مړو شمېر زیات شوی دی. په داسې حال کې چې په هېواد کې کورونا ویروس په خپرېدو دی، له ایران او پاکستانه زیات شمېر افغانان هېواد ته راستنېږي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د ورځې په منځني ډول زر تنه د هېواد د ځمکنیو پولو له لارې ایران او پاکستان ته تګ راتګ کوي. له دې امله چې په دغو دوو هېوادونو کې د کورونا ویروس زیات شوی، له نوموړو هېوادونو څخه د افغانانو راستنېدو په هېواد کې اندېښنې زیاتې کړې دي. که څه هم روغتیا وزارت تېر کال د کډوالو او راستنېدونکو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو په همکارۍ د راستنېدونکو لپاره په پولو کې د قرنطین مرکزونه جوړ کړي وو، خو اوس د راستنېدونکو افغانانو د قرنطین لپاره کوم ځای نشته.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې د راستنېدونکو د آزموینې لپاره یې په پولو کې ګرځنده ټیمونه ګمارلي، خو په کورونا د شکمنو وګړو د قرنطین لپاره کوم ځای نشته. ددغه وزارت ویاند غلام دستیګر نظري، ۸صبح ته وویل چې د عامې روغتیا وزارت په اوسني وخت کې د پاکستان او ایران په پولو کې تر ټولو ډېر ګرځنده ټیمونه لري او دنده یې د راستنېدونکو معاینه کول دي. د نوموړي په وینا، په هغه صورت کې چې دا وګړي د کورونا ویروس نښې ولري او د کووېډ نولس ناروغۍ شک پرې کېږي، د وینې نمونه یې د ولایتونو لابراتوارونو ته لېږل کېږي. د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه، که ددغو وګړو د وینې آزموینه مثبته وي، کورني قرنطین ته استول کېږي. هغه جوته کړه چې دا وزارت په پولو کې د راستنېدونکو د قرنطین لپاره کوم ځای نه لري او هغه وګړي چې د وینې نتیجه یې مثبته وي، په کورونو کې د قرنطین سپارښتنه ورته کېږي.
له بلې خوا، دا وزارت د ټولو راستنېدونکو آزموینه نه کوي، ځکه د ښاغلي نظري په وینا، ددغه وزارت د شمېرو له مخې، یوازې د سپین بولدک له پولې د ورځې ۵۰ زره تنه تګ راتګ کوي چې په یوه ورځ د دومره زیاتو وګړو طبي آزموینه ناشونې ده. هغه وویل: «یوازې په یوه پوله کې د ورځې د ۵۰ زره تنو د ټیسټ یا معاینې ظرفیت نه پاکستان لري او نه هم افغانستان. له دې امله، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د روغتیا له وزارتونو سره په همغږۍ دې پایلې ته رسېدلي چې د ځمکې له لارې د وګړو د تګ راتګ یوازې څارنه وکړي او د پي سي آر آزموینې ته اړتیا نشته، ځکه عملي نه دي.» هغه جوته کړه چې ښايي د ورځې کابو سل زره تنه د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ تګ راتګ وکړي او د دغو ټولو وګړو آزمویل ناشوني دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي چې افغانستان په څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا د اته زره آزموینو ظرفیت لري، له دې امله ټول هغه وګړي چې هېواد ته راځي، نه یې معاینه کوي. هغه وویل: «یوازې د شکمنو وګړو معاینه کېږي او په پولو کې د قرنطین کوم ځای نه لرو او په کورونو کې د قرنطین سپارښتنه ورته کوو.» همداراز، پر ځمکنیو پولو سربېره روغتیا وزارت په هوايي ډګرونو کې ګرځنده ټیمونه ګمارلي دي. که څه هم هغه وګړي چې د هوا له لارې افغانستان ته راځي، باید د کورونا معاینه یې کړې وي، د عامې روغتیا وزارت وایي چې دا وګړي هوايي ډګرونو ته په رسېدو معاینه کېږي. په دې لړ کې هغه وګړي چې له هند څخه افغانستان ته راځي باید هرومرو د کورونا ویروس لپاره معاینه شي. د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي چې د کورونا ویروس په تشخیص کې ددغې معاینې حساسیت نوي سلنه دی. له دې سره سره هغه وايي چې که ددغو مسافرینو د معاینې نتیجه مثبته وي، په بیړه قرنطین کېږي او هغه وګړي چې له دوی سره په تماس کې دي، هغوی ته هم د کورني قرنطین سپارښتنه کېږي. دا په داسې حال کې دي چې ټولو هېوادونو ته الوتنې دوام لري. د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولین وايي چې په اوسني وخت کې هر ډول وګړي افغانستان ته سفر کولی شي او د مسافرینو د راتلو لپاره کوم محدودیت نشته. د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ۸صبح ته وویل چې په اوسني وخت کې ټولو هېوادونو ته الوتنې دوام لري او هغه وګړي چې افغانستان ته د سفر نیت لري، باید د کورونا ویروس معاینه وکړي او پرته له هغې د راتلو اجازه نه لري. نوموړي همداراز زیاته کړه چې په دغو هېوادونو کې یوازې هند ته پر سفر محدودیت لګول شوی دی. د صالحي په وینا، د هند وضعیت ته په پام سره، یوازې هغو وګړو ته اجازه ورکوي چې د ناروغۍ، تجارتي او تحصیلي ویزې ولري. له بلې خوا، ایران او پاکستان د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانانو پرمخ خپلې پولې تړلې دي. ایران د غويي په نهمه او پاکستان د غويي په دیارلسمه نېټه اعلان وکړ چې د افغانانو پرمخ خپلې ځمکنۍ پولې تړي. ناروغان او سوداګر په دغه محدودیت کې شامل نه دي. خو افغانستان تراوسه د پولو د تړلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې. دستګیر نظري جوته کړه چې په اوسني وخت کې وضعیت په دې ډول نه دی چې پولې وتړل شي یا په ښارونو کې قرنطین عملي شي. هغه وویل چې روغتیا وزارت د کورونا له درېيمې څپې سره د مبارزې لپاره چمتو دی او دا وزارت به شواهدو او واقعیتونو ته په پام سره تصمیم ونیسي. د ویلو وړ ده چې تراوسه په هېواد کې۶۱ زره او ۸۴۲ تنه په کورونا ویروس اخته شوي چې له دې جملې ۵۴ زره او ۴۰ تنه روغ شوي او دوه زره او ۶۸۶ مړه شوي دي. له دې سره په یو وخت، په هېواد کې د کورونا د واکسینو د تطبیق بهیر هم روان دی. د شمېرو له مخې، تراوسه څه د پاسه ۴۰۰ زره تنه واکسین شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button