د کورونا ویروس خپرېدل؛ افغانستان د بيړني حالت لپاره تیاری نیسي

راپور: الیاس طاهري، ژباړن: م. ظ. صمیم

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د کووېډ نولس ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. یوازې په یوه اونۍ کې په هېواد کې د دغه ویروس دوه زره او ۶۷ بېلګې ثبت شوې او ۵۶ دغه ډول ناروغان مړه شوي دي. په دې توګه، د کورونا د فعالو مواردو شمېر کابو اوه زره تنو ته رسېدلی دی. دا شمېر تر درې میاشتې مخکې پورې کابو دوه زره او ۵۰۰ تنو ته راکم شوی و. په اوسني وخت کې په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر شل سلنه دی. د عامې روغتیا وزارت وايي چې هېوادوالو د اختر په ورځو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړ، له همدې امله په دغه ویروس د اخته وګړو شمېر زیات شوی دی. د مسوولینو په وینا د ۱۴۰۰ کال د طرحې په چوکاټ کې هڅه کېږي چې د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو سربېره، د نویو روغتیایي مرکزونو پر جوړولو، د پي سي آر آزموینې پر پراختیا او د پوهاوي بهیر پر دوام سربېره د آی سي یو برخه هم د بیړنیو حالاتو لپاره معیاري شي. په دې بهیر کې د ونتیلاتورونو او نورو دستګاوو لګول شامل دي. له دې مخکې مسوولینو ویلي و چې په افغانستان کې د کورونا درېیمه څپه خپره شوې او خلک باید په هر ډول شرایطو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په یوه اونۍ کې په ټول هېواد کې د کورونا دوه زره او ۶۷ نوې بېلګې ثبت شوې دي. دا شمېرې ښيي چې په هېواد کې په کورونا د اخته وګړو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي. د روغتیا وزارت وايي چې هېوادوال روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي او په تېره د اختر په ورخو کې په کورونا د اخته وګړو شمېر زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په څلرویشتو ساعتونو کې له دوه زره او ۱۹۴ شکمنو لابراتواري آزموینو، ۴۰۶ یې مثبتې وې. همداراز په کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې لس د کووېډ نولس ناروغان مړه شوي دي.
د وروستیو شمېرو له مخې، کابل په کورونا د څه د پاسه دوه زره او څلورسوه اخته کسانو په لرلو د لېست په سر کې دی. له پلازمیني وروسته، په ننګرهار، کندهار، بلخ او لوګر کې د کورونایي ناروغانو شمېر زیات دی. له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ختیځو ولایتونو کې لغمان او کونړ او سرحدي ولایتونو هرات او کندهار کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي. په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له هماغه پیل راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په دغې ناروغۍ اخته دوه زره او ۷۹۵ تنه مړه شوي دي. په کابل کې ۹۲۸، په هرات کې ۴۴۶، په ننګرهار کې ۲۰۷، په بلخ کې ۱۸۱، په خوست کې ۸۱ او په کندهار کې ۸۰ کورونايي ناروغان مړه شوي دي.
له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، که څه هم په ځلونو هېوادوالو ته ویل شوي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او د اختر په ورځو کې له ګڼې ګوڼې او په غېږ کې د یو بل له نیولو ډډه وکړي؛ خو خلکو دغو سپارښتنو ته پام ونه کړ. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زي ۸صبح ته وویل چې په کورونا د اخته وګړو د شمېر د زیاتوالي یو لامل، روغتیايي سپارښتنو ته بې پامي ده. د ښاغلي علي زي په خبره، خلک اوس هم په لازمه توګه روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي.

د سختو ورځو لپاره د ځانګړو څارنو برخې د معیاري کولو لپاره هڅې
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی د کورونا ویروس له درېيمې څپې سره د مبارزې لپاره د چمتووالي خبر ورکوي. هغه وویل چې د نورو موردونو ترڅنګ د «آی سي یو» یا ځانګړې څارنې برخې د معیاري کولو او د ونتیلاتور او نورو دستګاوو او وسایلو د لګولو کار روان دی. د ښاغلی علي زي په وینا، په ځینو برخو کې کارونه بشپړ شوي او اوس هم دا بهیر روان دی. د آی سي یو یا د ځانګړې څارنې برخه د روغتونونو تخصصي څانګه ده چې په بيړنیو حالاتو کې ناروغانو ته ځانګړي روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
همداراز، د عامې روغتیا وزارت وایي چې پر نورو تیاریو سربېره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د واکسینو د تطبیق بهیر روان دی. ددغه وزارت د شمېرو له مخې، تراوسه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کابو ۵۴۰ زره تنه واکسین شوي دي. علي زی زیاتوي، هڅې روانې دي چې د چین له خوا به هم مرسته شوي واکسین هېواد ته راورسېږي. د هغه په خبره، هڅه کېږي چې د اوسني واکسین په پای ته رسېدو د چین واکسین هم هېواد ته راورسېږي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال همداراز وویل چې د کواکس د پاتې ۱۶ میلیون دوزه واکسینو د لېږدولو لپاره چې مخکې یې ژمنه شوې هڅې روانې دي. ددغو واکسینو لومړۍ جوپه چې ۴۶۸ زره دوزه واکسین وو، له دې مخکې هېواد ته رارسېدلي وو. د آکسفورډ سترازنکا واکسین چې په هند کې تولیدېږي، یوه میاشت مخکې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا او واکسینو ته د سختې اړتیا له امله یې صادرات ودرول شول. د کواکس پروګرام چې د نړۍ د روغتیا سازمان تر څارنې لاندې اجرا کېږي، په ټوله نړۍ په تېره بیا بې وزله هېوادونو کې واکسینو ته د عادلانه لاسرسي په اړه د ډاډمنېدو په موخه عملي کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button