د طالبانو د ترافیکو په عمومي ریاست کې فساد؛ د خپلو کسانو ګومارل او په ورځ کې د میلیونونو افغانیو حیف او میل

۸صبح، کابل: اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه څېړنه کې د طالبانو د ترافیکو په عمومي ریاست کې له پراخ فساد څخه پرده پورته کړې ده.
د اطلاعات روز د موندنو له مخې، چې یکشنبه د لیندۍ پر ۲۵ خپرې شوې دي د طالبانو د ترافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار چې حقاني شبکې ته نږدې کس دی پر غیرقانوني ګومارنو او د دغه ریاست د عوایدو پر حیف او میل لاس پورې کړی دی.
د دغې ورځپاڼې موندنې ښيي، چې حسیبالله مختار د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ترافیکو د ریاست کارکوونکي ګوښه کړي او پر ځای یې ۶۱ تنه خپلوان ګومارلی دي.
د طالبانو د ترافیکو عمومي رییس پنځو تنو ښځو ته، چې ظاهراً په افغانستان کې نه دي د موټر چلوولو جواز ورکړی، هغه هم په داسې وضعیت کې، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره له ښځو د موټر چلوولو حق اخیستی دی.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د موندنو له مخې د ترافیکو د عمومي ریاست عواید د طالبانو له واکمنۍ مخکې هره ورځ ۱۷ میلیونه افغانۍ وو، خو اوس د حسیبالله مختار له ریاست سره د ترافیکو د عمومي ریاست عاید د ورځې له ۱۷ میلیونو څخه ۱۰ میلیون افغانیو ته کم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل د ترافیکو رییس او د طالبانو رییسالوزرا ته نږدې کس خیال محمد خاور هم څو ځله د ده له خبرېدو پرته د ترافیکو ریاست په ګومارنو کې د حسیبالله مختار له لاسوهنې شکایت کړی دی.