په جوزجان کې د ښځینه او نارینه سینګارتونونو مشتریان کابو ۵۰ سلنه کم شوي دي. د شبرغان ښار ځوانان د دوی په شخصي کارونو کې د طالبانو له لاسوهنې شکایت لري.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په یوه برخه کې، ټولو سینګارتونونو له یو بل سره په سیالۍ د ښځو او نارینه وو د ښکلا او سینګار لپاره کار کاوه. د سینګارتونونو دغو خاوندانو له دې لارې د ځان او خپلو کارکوونکو ورځنۍ اړتیاوې برابرولې. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بله پاڼه واوښته او اوس د ښځینه او نارینه سینګارتونونو کاروبار پيکه شوی او مشتریان یې کم شوي دي.
د شبرغان اوسېدونکې حمیرا پنځه کاله مخکې د دې ښار په دویمه ناحیه کې په مینه او علاقې سره سینګارتون پرانیست. په دې موده څو ښځو د هغې تر مدیریت لاندې کار کاوه. حمیرا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، مخکې یې زیات مشتریان لرل او ښځې په مینې او علاقې نندارتونونو ته ورتلې؛ خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د هغې سینګارتون څو ځله د طالبانو له خوا په ډول ډول پلمو وتړل شو.
د سینګارتون دغه خاونده ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې پر ښځو د محدودیت لګېدل او د ټولنې د نیمايي وګړو وزګارتیا د سینګارتونونو مشتریانو د کمښت لامل شوي دي.
له بلې خوا، سُمیه چې څه باندې دوولس کاله په شبرغان ښار کې ښځینه سینګارتون لري، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره، هغې د دوو میاشتو لپاره خپل کارځای بند کړ؛ د اقتصادي ستونزو له امله یې په بله سیمه کې په کوچنۍ کچه خپل کار بیا پيل کړ. د سُمیې په باور، په سینګارتون کې کار کول یوازینۍ لار ده، چې د کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
دغه آرایشګره زیاتوي، چې د نوموړې ورځنی عاید له ۴۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو پورې راکم شوی، له همدې امله له اقتصادي ستونزو سره مخ ده. هغه له طالبانو غواړي، چې په ټولو برخو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي او پر ښځو د محدودیت له لګولو مخکې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.
په دې لړ کې شبنم چې له څلورو کلونو راهیسې په شبرغان ښار کې له یوې موسسې سره کار کوي، وايي چې تېرو وختونو کې به لږ تر لږه د میاشتې یو ځل سینګارتون ته تلله؛ خو په تېرو نهو میاشتو کې چې طالبان واکمن شوي، یوازې دوه ځله سینګارتون ته تللې ده. دغه جوزجانۍ مېرمن طالبان د هغې او نورو ښځو د هیلو وژونکي بولي او وايي چې افغان مېرمنې د هېواد تر ټولو زیانمنونکې پرګنه ګڼل کېږي.
له بل پلوه، په جوزجان کې د نارینه سینګارتونونو او سلمانیو یو شمېر مسوولان هم وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا د محدودیتونو لګولو له امله یې کاروبار پيکه شوی دی. دوی ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې کارکوونکو د شبرغان ښار ټولو سلمانیو ته خبرداری ورکړی، چې د ځوانانو وېښتان او ږیره د لوېدیځوالو په شان اصلاح نه کړي.
حبیب چې لس کاله کېږي، په شبرغان ښار کې سینګارتون لري، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د سینګارتونونو او سلمانیو د مشتریانو د پام وړ کمښت په تاییدولو سره وايي، چې له اوو میاشتو راهیسې یې مشتریان وېښتان او ږیره د پخوا په شان نه اصلاح کوي.
نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې، ځوانانو او تنکیو ځوانانو د سر وېښتانو او ږیرې اصلاح ته ډېره لېوالتیا لرله؛ خو د طالبانو په راتلو سره له ټولنې د موسیقۍ په شان شوق او علاقه ورک شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې مخکې به یې په هټۍ کې د لاسپیکر له لارې موسیقي غږوله؛ خو اوس یې ځای د طالبانو ترانو نیولی دی. د هغه په اند، دا مساله هم د مشتریانو د کمښت لامل شوې ده.
د نارینه وو سینګارتون یو بل خاوند شکرالله چې عاید یې د ورځې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ راکم شوی، نه پوهېږي د کارځای کرایه او یوولس کسیزې کورنۍ اړتیاوې څه ډول برابرې کړي.
شکرالله سلماني لري او وایي: «سلماني لرم، پر موږ ډېر فشار راغلی، کارونه کم شوي او کرایې لوړې دي. موږ له امر بالمعروف څخه سرغړونه نه شو کولای.» هغه زیاته کړه، د دوی د کار وضعیت په خرابېدو دی.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سلمانیو ته خبرداری ورکړی، چې د ځوانانو د ږیرو د خرېیلو او د لوېدیځوالو په شان د سر وېښتانو د جوړولو اجازه نه لري.
اخوا، د دغې ډلې له خوا پر ښځو محدودیتونو لګولو د هېواد د وګړو او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزات مسوولان، پر ښځو او ځوانانو محدودیتونو لګول افغاني دود او شریعت پورې تړي؛ هغه کار چې د دین څېړونکو او اسلام پوهانو له خوا ناسم بلل کېږي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د ږیرې خرېیل منع کړي و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته، میلیونونه تنو د خپلو ږیرو او وېښتانو په جوړولو کې د انتخاب حق درلود. اوس چې بیا محدودیت لګول شوی، د شبرغان ښار ځوانان دا کار ډېر ناوړه ګڼي؛ ځکه د هغوی په وینا طالبان باید د خلکو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د دغو ځوانانو په باور، د ږیرې او وېښتانو د جوړولو په برخه کې هر څوک خپلواک دی او هر څنګه چې غواړي کولای شي ژوند وکړي.
په دې وروستیو کلونو کې جوزجان کې ځوانانو د خپل سر وېښتان د سپورټي ستورو په شان جوړول. د شبرغان یو اوسېدونکی جاوید چې د فوټبال مینه وال دی، وایي چې غواړي خپل وېښتان د فوټبال د یوه لوبغاړي په شان جوړ کړي، خو د طالبانو تازه حکم د ده دغه کوچنۍ هیله هم له منځه وړې: «مخکې مې چې هر ډول غوښتل هماغه شان وېښتان مې جوړول؛ خو اوس د امر بالمعروف د امر له کبله خپل وېښتان ساده جوړوم.»
په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر هېوادوالو پراخ محدودیتونه لګېدلي دی. په دې لړ کې، تر ټولو ډېر محدودیتونه پر ښځو لګېدلي او تپل شوي دي، لکه له زده کړو بې برخې کول، د جامو د رنګ ټاکل، د مخ پټول او له کوره بهر پر کار کولو بندیز لګول د نمونې په توګه یادېدای شي.