هیواد او ملت د دوو میچنو ترمنځ
لیکنه:اتل سالار هاشمي

په هیواد کې د مذهبي ډلو ترمنځ د وینو د روانې لوبې تاوان یوازې، ملت، وطن او دین ته رسېږي، هیوادوال باید هوښیار شي، طالب په داعش وهل داسې دي، لکه مرداري په بولو مینځل!
د ډاکټر نجیب الله تر حکومت وروسته چې په اصطلاح مجاهدین بریالي شو، هغوی بیا خپل منځي شخړو ته مخه کړه، ملت يې تبا او وطن يې وران کړ. د همدغو په اصطلاح مجاهدینو نوم په توپکیانو واوښت. توپکیانو پسې طالبانو ډنډې را واخیستې او ښارونه يې ځنې خلاص کړو، څوک چې همدې کار ته خوشاله و، هغوی په لنډ وخت کې بېرته خپه شول، ځکه طالبان تر مجاهدینو کم نه وو، نه یوازې دا چې خپل منځي شخړې يې وې، له نړۍ سره يې هم په زور ازمویلو شروع وکړه، د طالبانو نوم په ترهګرو بدل شو، د نړۍ لویه برخه افراطیان يې همدلته را ټول کړو او بالاخره دا وه چې ۲۰۰۱ کې امریکا د نړۍ د ډېرو نورو نړۍ والو ځواکونو په ملتیا طالبان نسکور کړل او بل نظام يې جوړ کړ.
تر هغه وروسته چې طالبان یوځل بیا واک ته ورسېدل، ورسره هممهاله د واک پر سر یوې بلې افراطي ډلې چنې وهل شروع کړل. که څوک دلته بیا هم طالب په داعش وهي، ستره تېروتنه کوي، مجاهد په طالب وهل ښه کار نه و، طالب په داعش وهل ښه کار نه دی.
هره ډله چې سیاسي واک ته د دین او مذهب له عینکو ور ګوري، هغه بالقوه افراطي ډله ده، که في الحاله ترهګریز فعالیتونه نه کوي، نو وړتیا يې په خپل بطن کې لري، هر وخت کولای شي چې خپل افراطي نظریات را برسېره او د عملي جامې ور اغوستلو کوښښ شروع کړي.
نه د مجاهدینو بدیل طالبان وو، نه د طالبانو بدیل داعش دی. دوی په خپل ذات کې ټول سره یو ډول دي، پښتانه وايي چې خړ سپی د لېوه ورور دی، دوی د مفکورې له مخې ټول سره یو دي، اعمال يې هم یو له بل سره مشابه دي، تشابهت قولوبهم، په زړه کې پټ افکار يې له یوه بل څخه اخیستي دي.
داعش په خپل ذات کې تر طالب هم ډېره خطرناکه ده، داسې نه چې طالبان په خطر تر هغوی کم دي، بلکې مطلب مې دا دی چې داعش ترې کم بلل تېروتنه ده، طالب خپله څېره په شل کلن جنګ کې نړۍ او ملت ته ښکاره کړې ده، نن که هر څومره پر خپلو په وینو رنګ داړو نرم پوست را کش کړي، مګر موږ ته يې په وینو ګَل سرې خونې داړې په یاد دي، هيڅکله به يې له ذهن څخه ونه باسو.
اما عیني معامله د داعش او دې ته ورته نورو ډلو هم ده لکه د پاکستان ټي ټي پي یا القاعده نړۍ واله ترهګره شبکه. دوی که نن په ښه نوم څوک یادوي، هغوی په خطا شوي دي، د دوی وینا هر وخت د حقیقت خلاف وي، دوی په عمل کې تر هغه څو چنده افراطي، وحشي، بې زړ سویه او بې رحمه دي چې په وینا کې يې ښکاره کوي. دا چې په دې نورو ډلو خلک خطا وزي، یا به د دوی کمفهمي وي یا هم دا چې هغوی ته د خپل ځان ښکاره کولو دومره موکه په لاس نه ده ورغلې چې دوی په کې بشریت ضد جرمونه ترسره کړي.
نو د طالبانو بدیل هيڅ یوه افراطي ډله نه شي کېدای، له طالب سره د داعش جګړه د قدرت پر سره ده، که داعش واک ته ورسېږي، که طالب پر واک وي، که القاعده ته واک په لاس ورځي، یا هم تېر مجاهدین، ټول په یوه ډول حکومت کوي، په یوه تله تلل کېږي او یو ډول نظریات لري، شخړه يې د قدرت او ثروت پر وېشه ده، نور يې ترمنځ په سیاسي ليول کې خاص اختلاف نه شته، ځينې فرعي مسایل يې ترمنځ تاوبلا شوي دي چې دوی ور څخه په خپل افراطي تعبیر سره یو پر بل د تکفیر ټاپې ولګولې، دا هم اصلا د سیاسي قدرت پر سر د شخړې پایله ده.
د طالب بدیل یو ملي اسلامي ډیموکراټیک غورځنګ کېدای شي چې هم له نړۍ سره په تعامل پوهېږي او هم يې ملت د خپل ځان ځان وګڼي. هر ګام د ملت په غوښته واخلي، غورځنګ د ملت وي او ملت د غورځنګ. یو له بل څخه د پرديتوب احساس ورک کړي، دا چې ملي غورځنګ دی، نو طبیعي ده چي له ملي مشروعیت څخه به برخمن وي، په نړۍ واله کچه رسمیت ولري، په سیاسي، علمي، اقتصادي او ډيپلوماټيک لحاظ منزوی نه وي، دغه ډول یو خوځښت کولای شي چې دلته د دولت خلا ډکه کړي، ملت له کوما څخه را وباسي، نړېدونکي وطن ته اوږه ور کړي، د دولت په تش پاته کالبود کې نوې سا پوه کړي او د نړۍ پر اسمان یوه تت شوي ستوري ته بیا رڼا ور کړي، چې سیمه او منطقه ور سره روښانه شي.