پاکستان او افغانستان ته یې روایت جوړونه

لیکنه:ارشاد نورزي بلخي

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال د اګسټ له پنځلسمې یانې د نظام له سقوط وروسته، تر اوسه د پاکستان لوړپوړي چارواکي د طالبانو په ویاندویانو بدل شوي، تر دې چې ځينې وخت نړیوالو ته د افغانستان د فرهنګ په اړه هم ویناوې کوي! افغانستان څلور نور ګاونډیان هم لري، چې هیڅ یو د پاکستان په شان د طالبانو او افغانستان د استازیتوب دغسې شوق نه دی ښودلی. د پاکستان د دغې لېوالتیا دلیل دا دی، چې دغه هېواد له درېیو وروستیو لسیزو راهیسې د طالبانو د ملا ستنه یا د ملا تیر دی. طالبان، د پاکستان له ملاتړ پرته، نه د خلکو منځ ته راتللی شول او نه یې دومره دوام کولای شو. د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان، د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته خپله خوښي پټه نه کړای شوه. هغه وویل:« کله، چې ذهني غلامان شئ، په یاد ولرئ، چې ذهني غلامي، له جسمي غلامۍ څخه بدتره ده. د ذهني غلامۍ د زنځیرونو ماتول ډېر سخت دي. نن افغانانو دغه زنځیرونه مات کړل.»

عمران خان د حکومت له سقوط څخه یوه میاشت وروسته، یو ځل بیا سي این این سره د مرکې پر مهال د طالبانو ملاتړ وکړ. هغه له نړیوالو وغوښتل، چې طلبانو ته د ښه کیدو فرصت ورکړي. عمران خان دغه راز خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې لاسپوڅی حکومت دوام نه شي کولای. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو څلویښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت د واکمنولو لپاره د اسلامپالو ډلو ملاتړ کړی دی. پاکستان په خپله اصطلاح غواړي کابل کې یو« دوست» حکومت ولري او دا حکومت اسلامي وي. پاکستان تل، په افغانستان کې د یوه سیکولر حکومت د رامنځته کیدو پر وړاندې خنډ شوی دی.

عمران خان، له سي این این سره تر مرکې څو ورځې وروسته، یو ځل بیا د طالبانو په ملاتړ را پاڅېد. هغه دا ځل له نړیوالو وغوښتل، چې طالبانو سره کار وکړي او منزوي یې نه کړي. هغه وویل، چې طالبانو د بشري حقونو د درناوي او د ټول شموله حکومت د جوړیدو ژمنې کړي دي. اوس، چې له هغې مودې دوه کاله تیریږي، طالبان نه د بشري حقونو په درناوي قایل دي او نه د ټول ګډونه حکومت کوم څرک لیدل کیږي. دوی، برعکس، په افغانستان کې د ښځو خلاف خپلو ځپونکو سیاستونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان تصویر جوړونه

پاکستان، د افغانستان د حکومت له سقوط سره، نه یوازې د طالبانو ویاند شوی؛ بلکې افغانستان ته تصویر جوړونه او روایت جوړونه هم کوي. ددې روایت جوړونې ریښې، د انګریزي استعمار له روایت جوړونې سرچینه اخلي، چې پاکستان د یوې پروژې په توګه اقتباس کړي او اوس یې مخته وړي.

د انګریزي استعمار ایډیالوژي تر ډېره پر دې ولاړه وه، چې ختیځ هېوادونه«متمدن» کوي. د دغه استعمار د روایت له مخې، له دې امله چې د افغانستان خلک وحشي او وروسته پاتې دي، انګریزان اخلاقي مسوولیت لري، چې هلته لاړ شي او دغه هېواد متمدن کړي. پاکستان، د انګریزانو دغه روایت پېرلی او افغانستان ته له همدغو عینکو ویني او نړۍ ته یې همداسې تصویر وړاندې کوي. همدا وجه ده، چې تل ترې اورو: طالبان، د افغان فرهنګ استازیتوب کوي.

یو کال وړاندې، د اسلامي همکاریو د همکارۍ سازمان غړي سره ټول شول څو د افغانستان په اړه بحث وکړي. په دغه بحث کې، عمران خان د افغانستان په اړه مېلمنو ته وینا وکړه. هغه مخاطبانو ته وویل، چې سیمه ییزو فرهنګونو ته درناوی باید وکړو. د بشري حقونو بحث، د سیمو له مخې توپير لري او هر ځای یو ډول نه تعریفیږي. قبیله یي فرهنګ ته باید درناوی وکړو.

د عمران خان کلیمو ته باید ځیر شوو. هغه د پښتنو لپاره د قبیلې کلیمه کاروي. دغه اصطلاح، د استعماري دورې زیږنده ده او نن په انساني علومو او ټولنپېژندنه کې ځای نه لري. څه موده مخکې، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وویل، چې د نجونو د زده کړو مخالفت، د پښتنو له فرهنګ څخه سرچینه اخلي.

د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې دا پوښتنه ولاړوي، چې پاکستان د پښتنو په اړه دا خبرې، درک او پوهه له کومه کړې ده؟  آیا دوی د افغانستان او پاکستان د څلویښت میلیونه پښتنو یو- یو کور څېړلی او ورڅخه پوښتلي، چې دوی خپلې لوڼې ښوونځیو ته لیږي کنه؟ واقعیت دا دی، چې پاکستان د پښتنو او افغانانو د فرهنګ د استازیتوب هیڅ صلاحیت نه لري.

د پاکستان روایت ماتول

موږ د افغانستان په اړه د پاکستان د روایت جوړونې په اړه دقت او پاملرنې ته اړتیا لرو، څو دغه روایت ور مات کړو. ډېری پښتانه د خپلو نجونو د زده کړو پلویان دي. جالبه دا ده، چې د عمران خان خپله ریښه هم پښتني ده. له هغه باید څوک وپوښتي، چې ده څنګه د خپلې کورنۍ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده؟ دغه روایت ماتونې ته دوام ورکوو او څو نورې پوښتنې کوو: آیا داسې پښتانه شته، چې د نجونو د زده کړو مخالف وي؟ له شک پرته، چې داسې پښتانه هم شته، خو دوی د پښتنو اقلیت دي او دا اقلیت په هره ټولنه کې موندل کیدای شي. داسې ډلې حتا د امریکا په شان د ازادې نړۍ په دیموکراتو هېوادونو کې هم موندل کیږي. د بېلګې په ډول: په امریکا کې سلګونه زره کورنۍ خپلې نجونې دولتي ښوونځیو ته نه لیږي او د (Home schooling) په نوم کورنیو ښوونځیو ته یې استوي. له پښتنو څخه د پاکستان په وړاندې کړي تصویر کې بیا، ټول پښتانه د نجونو د زده کړو مخالف ښودل کیږي. دا یو ناسم او تېرویستونکی تصویر او روایت دی. لکه چې یادونه وشوه، په بېلابېلو هېوادونو کې ځينې ډلې فکر کوي، چې ښوونځیو ته یې د نجونو استول، هغوی« بې لارې» کوي. په افغانانو او ځانګړي ډول پښتنو کې هم داسې کورنۍ موجودې دي. خو له نورې نړۍ سره د افغانستان د وضعیت توپير دا دی، چې هلته کورنۍ نه غواړي نجونې یې ښوونځیو ته لاړې شي، هلته دا کورنۍ دغه حق لري، خو نه شي کولای د ګاونډیانو، کلیوالو، ښاریانو او هېوادوالو نجونې هم ښوونځیو ته له تلو منع کړي. د طالبانو چلند او د پاکستان توجیه ترې په دې اړه نړۍ کې نادره ده. پاکستان له بده مرغه، له دغه وضعیته ملاتړ کوي او وایي چې دا د پښتنو فرهنګ دی. هیله ده یوه ورځ طالبان د ټولپوښتنې په ترسره کولو له خلکو وپوښتي، چې آیا ټول افغانان ښوونځیو ته د نجونو د نه لیږلو سره یې هوکړه لري کنه؟ په دې ډول به د خلکو لیکې سره معلومې او هغوی، چې د دغو زده کړو خلاف دي، خپلې لوڼې په کورونو کې بندې او د نورو لوڼې زده کړو ته پریږدي.

پاکستان ولې افغانستان ته داسې روایت جوړوي؟

پاکستان، چې د طالبانو د ملا تیر دی، په وحشتناک وضعیت کې دی. دلیل یې دا دی، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نړۍ په سطحه بې بېلګې وضعیت رامنځته کړی و. د نړۍ ډېرو هېوادونو له همدې امله طالبان په رسمیت ونه پېژندل، خو پاکستان رسمیت ورکړ. افراطي رژیمونه، څه ژر یا لیرې ځانونه له منځه وړي. طالبانو شل کاله مخکې، د ځان لپاره همدا کار وکړ. پاکستان اوس وېریدلی، چې دا ډله به بیا ځان همداسې له منځه یوسي او د دغه هېواد دېرش کلنه پانګه به ضایع شي. یاد شوی هېواد، له همدې وېرې د طالبانو په لابۍ اخته دی، ویاندویي ورته کوي او له نړۍ غواړي، چې هر څومره ژر د دې ډلې رژیم په رسمیت وپېژني.

د پاکستان د روایت جوړونې هدف د طالب واکمنۍ توجیه کول او د نړیوالې ټولنې له لوري د دوی د چلند منل او زغمل دي. افغانان باید دغې روایت جوړونې ته ځیر وي او ځواب ووایي. پاکستان حق نه لري، چې د افغانانو او افغانستان د پېژندنې مرجع وي. افغانان، باید خپله نړۍ ته خپل روایت وړاندې کړي.

ورته لیکنې

Back to top button