د چارو پر ځنډ نیوکې؛ ټول زابل د بریښنایي تذکرو د وېش یو مرکز لري

۸صبح، زابل: د زابل ولایت اوسیدونکي شکایت کوي، چې د بریښنایي پیژندپاڼو په ترلاسه کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، چې د ټول زابل ولایت لپاره د یادو تذکرو د وېش یو مرکز جوړ شوی، چې د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای.

د زابل اوسیدنکی سید محمد وایي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بریښنایي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره له نوم لیکنې وروسته د بایومیټریک د نوبت ترلاسه کولو ته انتظار کوي.

سید محمد زیاتوي، چې لا هم دغه نوبت نه دی ور رسیدلی او د ده په شان زیات نور خلک هم د چارو له ځنډه په ستونزو کې دي.

سیدمحمد زیاتوي:« زه د خوارۍ – مزدورۍ لپاره غواړم ایران ته په قانوني ډول لاړشم. د دې لپاره پاسپورټ او د پاسپورټ لپاره برقي تذکرې ته اړتیا ده، خو په دوو میاشتو کې مې یوازې د تذکرې د بایومیټریک نوبت رانغی. د پاسپورټ وضعیت نه خو خپله پوهیږئ، موږ څه وکړو، کار نشته، خاورې وخورو.»

د زابل دغه اوسیدونکی د طالبانو له رژیم څخه غواړي، چې د دغه ولایت اړتیا ته په کتو سره، د بریښنایي تذکرو د وېش نور مرکزونه هم جوړ او د خلکو ستونزې حل کړي.

د زابل یو بل اوسیدونکی نور الله بیا وایي، چې د زابل له مرکز قلاته له ډېرې لیرې ولسوالۍ خاک افغان څخه د بریښنایي تذکرې د ترلاسه کولو په هیله قلات ښار ته راغلی دی.

د هغه په وینا، د تذکرې د چارو د ژر مخته تلو لپاره یې دوه شپې له اقتصادي ستونزو سره- سره د ښار په یوه هوټل کې کړي، خو لا نه پوهیږي چې په دومره ګڼه ګوڼه کې به کله نوبت ور ورسیږي.

نورالله زیاتوي:« نن مې دویمه ورځ ده پر کرایه او هوټل کې پر شپو پریمانه پیسې را څخه مصرف شوي، خو لامې د تذکرې درک نه دی معلوم. موږ ته په دې غریبۍ او بې کارۍ کې یوه تذکره په ۱۵ زره افغانۍ تمامیږي، که نه اخلو هم نه کیږي او که اخلو دغومه مشکل دی.»

د زابل په مرکز قلات ښار کې د بریښنایي تذکرو د وېش مرکز څو نورو مراجعینو هم له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې له ورته ستونزو شکایت وکړ.

څو تنو، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، د یاد شوي مرکز د کارکوونکو له توپيري چلند، طالبانو ته له امتیازي او ډېر نوبت ورکولو او هم د فساد له موجودیت څخه شکایت وکړ.

زابل د افغانستان په سویل کې پروت هغه ولایت دی، چې د مرکز کلات ښار ترڅنګ ۱۱ ولسوالۍ لري.

د دغه ولایت ټول اوسیدونکي د بریښنایي تذکرو له همدغه یوازیني مرکز څخه باید تذکرې ترلاسه کړي، چې د مراجعینو په وینا دا کار په میاشتو- میاشتو هم نه شي ترسره کیدای.

خلک، په ځانګړي ډول ناروغ لرونکي او نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ورتلونکي کسان غوښتنه کوي، چې په دغه ولایت کې د بریښنایي تذکرو د وېش نور مرکزونه هم جوړ شي.

د دوی په وینا، طالبانو په ځلونو- ځلونو د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکړی، خو عملاً یې ورسره د ستونزو د حل لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.

ځایي خلک نیوکه لري، چې طالبانو د دوی د تذکرو د مرکزونو د زیاتولو پر ځای، په وروستیو کې د بریښنایي تذکرو بیې نیږدې دوه برابره زیات کړي، خو په بدل کې یې خلکو ته د خدماتو د زیاتولو فکر نه دی کړی.

هڅه مو وکړه، چې د خلکو د دغو ستونزو په اړه د طالبانو د ځایي واکمنانو نظر ولرو، خو ورسره په اړیکه ونه توانیدو.

زابل د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د اوسیدونکو په وینا یې د جمهوري نظام پر خلاف د طالبانو د جګړې له امله له ډېرو خدمتونو محروم پاتې دی او اوس د طالبانو له واکمنیدو سره هم پاملرنه نه ورته کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button