د نجونو د زده کړې په اړه نیوکه؛ طالبانو پروان کې یو ښوونکی ونیوه

٨صبح، پروان: پروان کې ځایي سرچینې د طالبانو له لوري د ښوونځي د یوه ښوونکي له نیول کېدو خبر ورکوي.
په اغا شیرین مشهور لطف الله، د پنجشنبې په ورځ (غوایي په ٢٨مه)، په بګرام ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، لطف الله، د بګرام اړوند د دولت شاهي کلي د «د شهید عبدالستار لېسې» مدیر دی او طالبان نوموړی د نجونو د زده کړو د منعکولو له امله پر یادې ډلې د نیوکې له امله نیولی دی.
سرچینې وړاندې وایي چې د طالبانو استخباراتو د ښوونځي دغه مدیر، د بګرام ولسوالۍ د مدیریت له یوې رسمي غونډې نه نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی دی.
طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.
تر دې وړاندې هم، طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې ځيني کسان په ورته تور او په دې ډلې د نیوکو له امله نیولي او زنداني کړي دي.
تازه مورد کې، د سې شنبې په ورځ، (غوایي په ١٣مه)، طالبانو غور کې د (مجید) په نوم یو ځوان، له زده کړو د نجونو د منعکولو، د نیوکې له امله نیولی و او نامالوم ځای یې لېږدولی و.