د صحیح بخاري په اړه د حکمتیار د څرګندونو نقد
لیکوال: یوسفي

ګلبدین حکمتیار، د مجاهدینو یو پخوانی مشر او جنجالي څېره ده. نوموړی یوازینی سیاسي جهادي مشر دی چې تر اوسه پورې هم فعالیت کوي او په خپل ژوند کې یې د ډېرو ماتو په زغملو لا هم له جوشه نه دی لویدلی او اوس چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي، د خپلې تلویزیوني شبکې له لارې د بېلابېلو مسایلو په اړه نظر ورکوي او فکر کوي چې له طالبانو خوندي دی. د طالبانو له راتګ وروسته د نوموړي ډېری نظرونه، د طالبانو د مشرانو لیدلوریو ته ورته دی او له څو استثنايي مواردو پرته ورسره مخالفت نه لري. هغه د سیاسي او جګړه ییزو فعالیتونو له امله پېژندل کیږي، خو حاضر نه دی چې په دې کړنو وپېژندل شي، ځکه ډېره هڅه یې کوي چې د دیني مباحثو او مقولو نظریه ورکوونکی شي. حکمتیار په اصل کې د انجینرۍ نیمه زده کړې کړي، د دې ترڅنګ یې د قرآن تفسیر هم لیکلی او دغه راز یې ځینې حدیثونه نقد کړي دي. ویل کیږی چې نوموړي تر دامهاله څه باندې ۱۰۰ کتابونه او رسالې لیکلي دي. حکمتیار په ځوانۍ کې هم له دیني مسایلو سره ډېره مینه درلوده او د سرو لښکرو له لوري د افغانستان د اشغال په وخت کې، پېښور کې د کډوالۍ پر مهال د قرآن د تفسیر په اړه درسي غونډې جوړولې.
په وروستیو کې د صحیح محمد بن اسماعیل خان په نوم د اهل سنت د یوه نامتو کتاب په اړه د حکمتیار څرګندونو بحثونه راپارولي دي. له څو کلونو راپدېخوا حکمتیار د حدیث د کتابونو په تېره په صحیح بخاري نیوکې کوي او په وینا یې په یاد کتاب کې ځینې تېروتنې شته. دغه راز د حدیث په کتابونو کې د ځینو مسایلو او روایتونو د اصلاح کولو په اړه هم خبرې کوي او په دې اړه یې یوه رساله هم خپره کړې ده. ځیني کسان د مسلمانانو د حدیثي میراث په اړه د حکمتیار د ادعاوړ د غلط ثابتولو په موخه وايي چې نوموړی په دې اړه علمي او اکاډمیکې زده کړې نه لري او د نظر ورکولو لازم تخصص ورسره نشته. حکمتیار بیا دغو غبرګونونو ته پام نه ساتي او لا هم په دې اړه په ښکاره خپل نظرونه بیانوي. هغه د خپلې علمي پوهې د ثابتولو لپاره شخصي مطالعه او خپلې لیکنې کافي بولي او ګومان کوي، چې په دې اړه یې د مسلکي ښوونکو او زده کړو اړتیا نه ده موجوده.
حکمتیار په خپلو وروستیو څرګندونو کې د حدیثو د کتابونو، په تېره د صحیح بخاري په اړه څو ټکیو ته اشاره کړې ده. نوموړي ادعا کړې چې د افغانانو اوسني وژونکي ټول د امام بخاري او «اهل حدیث» لارویان دي. «اهل حدیث» اصطلاحاً د سلفیت د جریان لارویانو ته ویل کیږي. ویل کیږي، چې حکمتیار په داسې څرګندونو د داعش خراسان ډلې کړنې غندي او په دې توګه د طالبانو رضایت غواړي ترلاسه کړي. د طالبانو له بیا راتګ وروسته، داعش د لسګونه هغو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی چې په ترڅ کې یې د طالبانو ناپېژنده او پېژندل شویو څېرو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي. ځیني دغه عملیاتونه په دیني ځایونو او جوماتونو کې هم ترسره شول. امریکایانو ته د طالبانو د ژمنې پر بنسټ، له داعش او د لویدیځ د نورو مخالفو ډلو سره مبارزه د دې ډلې په لومړیتوب کې ده چې په دې برخه کې یې تر دامهاله له شته امکاناتو ګټه هم اخیستې ده. له داعش سره مبارزه، طالبانو ته طلایي چانس په لاس ورکړی، څو ځان معتدله او د لویدیځ له ګټو سره موافقه ډله وبولي. دغه راز له داعش سره د طالبانو مبارزې د دې ډلې له لوري د بشري حقونو د ناورین وضعیت په رامنځته کولو سیوری اچولی او په دې توګه هڅه کوي په خپلو بشري ضدو جنایتونو پرده واچوي. داسې هم ویل کیږي چې حکمتیار غواړي د «اهل حدیث» په اړه د خپل نظر په څرګندولو چې فکر کیږي داعش هم په دې ډله کې شاملیږي، هڅه کوي د طالبانو روایت پیاوړی کړي.
دا چې حکمتیار ادعا کوي هغه څوک چې په اوسنیو شرایطو کې جوماتونو کې چاودنې کوي او بې ګناه مسلمانان وژني د بخاري او اهل حدیث لارویان دي، کېدای شي تر یوه بریده حقیقت وي، خو د دې ادعا عمده برخې ته اشاره نه کوي او په اړه یې بې پروايي ښيي. په تېرو شلو کلونو کې چې په هېواد د بن د ناستې له تړون څخه وروسته جمهوري نظام حاکم و، طالبانو په ډېرې بې پروايۍ لسګونه زره بې ګناه ملکي وګړي ووژل، ښوونیزو مرکزونو ته یې اور واچوه، جوماتونو کې یې چاودنې وکړې او لمونځ کوونکي یې د لمانځه پرمهال په قتل ورسول، بې پلوي خلک یې په بېلابېلو پلمو اعدام کړل. که ووایو چې طالبان په افغانستان کې د مسلمانانو او بې ګناه خلکو په وژلو کې ترټولو ډلو یو ګام وړاندې وو، دروغ به نه وي. اوس پوښتنه داده د طالبانو له بیا راتګ مخکې دوی چې هېواد د وینو په حمام بدل کړی و « د امام بخاري او اهل حدیث لارویان وو؟ د طالبانو ډیری غړي حنفي مذهبي دي چې نه یوازې ځانونه د امام ابوحنیفه له لارویانو بولي چې له «امام ابو حنیفه څخه په پیروۍ» یې د افراط لاره غوره کړې ده. که چېرې په دې برخه کې څوک اعتراض ولري چې طالبان واقعي حنفي مذهبي نه دي او په دروغو ځانونه دغه مذهب پورې تړلي بولي، اهل حدیث هم کولای شي د داعش او القاعدې ډلو سرتیري «واقعي اهل حدیث» ونه ګڼي.
حکمتیار په خپلو څرګندونو کې یوه مشهوره خبره څو ځلي تکراروي دا چې « څومره ډېر شمېر مسلمانان چې په خپله د مسلمانانو له لوري وژل شوي د کفارو یا نا مسلمانو له لوري نه دي وژل شوي.» دا خبره چې هرچا د لومړي ځل لپاره کړې وي، ډېره پرځای او دقیقه خبره یې کړې ده. طالبان او د حکمتیار اسلامي ګوند په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو د وژلو په برخه کې ښکاره بېلګې دي. ( البته دا مسله هم روښانه او واضح ده چې په ناحق ډول د یوه انسان وژل هغه که مسلمان وي یا کافر جواز نه لري، خو دلته د حکمتیار او طالبانو د فهم پربنسټ خبرې کوو) دوحه کې د خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ د تړون له لاسلیک کېدو وروسته، ټول شاهد وو چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له جګړې لاس واخیست . تر دې چې له افغانستان څخه ددغو ځواکونو د وتلو پرمهال یې پر هغوی د نور ډلو له لوري د احتمالي برید له امله، د هغوی ټینګ امنیت یې نیولی و خو له بده مرغه چې د خپلو هېوادوالو په تېره د پخواني حکومت د امنیتي سرتېرو وژل یې خپل لومړیتوب وټاکه.
ډېرو لږو خلکو به په کابل کې د ۷۰ لسیزې د جګړو په اړه څه نه وي اورېدلي. حکمتیار د دغو جګړو له پیلوونکو و، د یادو جګړو په ترڅ کې لسګونه زره بې ګناه افغانان ووژل شول او کابل ښار په بشپړ ډول ویجاړ شو. یادو کلونو کې حکمتبار په ورځني ډول کابل په راکټونو ویشته او هره ورځ لسګونه او کله ناکله سلګونه بې ګناه انسانان له منځه تلل. دلته بیا پوښتنه رامنځته کیږي چې د حکمتیار او ملګرو له لوري یې د یادو انسانانو وژل د کومې انګېزې له مخې کېدل؟ آیا دا به سمه وي چې ووایو دا چې حکمتیار حنفي مذهبی و، دا ډول وژنې یې د حنفي مذهب له زده کړو څخه په ګټې اخیستنې ترسره کولې او د بې ګناه انسانانو وژل یې هم د حنفي فقې له مخې ترسره کړي دي؟ زما موخه له دې خبرو داده چې که د انسانانو کړنې د هغه مذهب له مخې چې هغوی یې لارویان دي، قضاوت کړو او مذهب او عقیده د انسانانو د کړنو مسوول وګڼو، بیانو د نورو عقیدو او مذهبونو په پرتله، حنفي مذهب تر ډېره بریده تر نیوکې لاندې راځي او باید ددغه مذهب د بیا کتنې لپاره حل لارې ولټول شي، ځکه په تېرو درېیو لسیزو افغانستان کې ډیری ویني تویدنې او وژنې د « د حنفي مذهب د لارویانو» له لوري ترسره شوي دي.
حکمتیار په خپله وروستۍ وینا کې وړاندیز کوي چې د حدیث ځیني کتابونه باید اصلاح او بیا کتنه یې وشي او سم او ناسم روایتونه باید بیل کړای شي. په اصل کې دا ښه وړاندیز دی، خو کافي به نه وي. د علمي او متدویکو څېړنو پرځای، د ایډیالوژیکو تبلیغاتو ځای پرځای کول نه یوازې چې د ستونزو د ګراف په کمولو کې مرسته نه کوي، چې د ستونزو او ابهام د ډېرېدو لامل کیږي. او د تېرو ستونزو سربېره نوې ستونزې زیږوي. اوسمهال داسې ډلې او خلک شته دي چې د خپلو ناروا او له وحشته ډکو هیلو او موخو ته د رسېدو لپاره له سلفي فکراو ایډیالوژۍ ناوړه ګټه اخلي. داسې ډلې هم شته چې په ظاهره د سلفیانو مخالف دي او په نورو فکري ډلو پورې اړوند دي، خو هماغه ډول له تاوتریخوالي ډکې کړنې ترسره کوي چې د سلفي افراطیان یې هم ترسره کوي، ځیني مهال خو د تاوتریخوالي او انسان ځورونې په برخه کې تر سلفیان هم وحشتناکې کړنې کوي چې ښه بېلګه یې په خپله طالبان دي. هغه ډله، چې اوس پر افغانستان حاکمه او د حنفي مذهب داعیه لري.
په هر حال، دا چې د حزب اسلامي مشر په خپله درسي حلقه کې د داسې یوې جنجالي او اختلاف راپارونکې مسلې په اړه چې کېدای شي مخالفین یې پر وړاندې غبرګون وښيي، څرګندونې کوي، د نوموړي جسارت او بې پروایي ښکاره کوي. سربېره پر دې، د هغه څه په اړه چې حکمتیار یې په اړه بحث کړی د ارزښت وړ او مرکزي موضوع ده او باید د یادې موضوع بېلابېل اړخونه تر څېړنې او بحث لاندې ونیول شي ترڅو کومه پایله چې ترلاسه کیږي، ګټوره او هغه څه چې د مسلمانانو فکري او فرهنګي میراث کې ریښه لري، د هغو لپاره حل لاره وموندل شي. طبیعي ده چې زموږ په ټولنه کې داسې خلک شته چې له علمي اړخه د حکمتیار په پرتله د ځینو موضوعاتو لکه د صحیح بخاري او یا هم د مسلمانانو فکري سنت په اړه غوره او هر اړخیز نظرونه ورکولای شي، خو هغه څه چې د حکمتیار کړنې یې دومره ځلولې دي دادي چې د پخواني جهادي د یوه ګوند د مشر په توګه د نوموړي خبرې، ځینې مینه وال هم لري. د افغانستان ټولنه د نورو ټولنو په پرتله د دیني تګلارو د حل لپاره نیوکو ته اړتیا لري. د طالبانو ډله چې همدا اوس په دې هېواد حاکمه ده او د دې هېواد له اوسېدونکو سره ناوړه چلند کوي له مسلمانانو سره د ناوړه او غیر انساني په اړه له دین او سنت څخه ناسمه پوهه او قرائت لري. خو دا باید هېڅکله هېره نه کړو چې د طالبانو پدیده لکه د نورو ټولنو پدیدېو په څېر، په یوازې ځان عمل نه کوي، بلکې د هغوی په رامنځته کولو او جوړښت کې بېلابېلو لاملونو رول لوبولی دی. سربېره پر دې که څوک د بې شمېره شواهدو پرخلاف، دیني عوامل د دې ډلې په رامنځته کولو کې مسوول ونه ګڼي، په واقعیت کې یې غوښتي چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي او د جګړې د دوام په تمه دی.