د طالبانو په اړه د امریکا په بهرني سیاست نیوکې

لیکوال: علي سجاد مولایي

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو د نېږدې دوو کلونو په تېرېدلو او ورسره واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، داسې ویل کېږي چې متحده ایالات د افغانستان په اړه ځانګړې تګلاره نه لري ځکه نو تر دا مهاله یې له افغانستان سره د ستونزو د حل په هکله مرسته نده کړې. د طالبانو په اړه د بایدن د دولت بهرنی سیاست هم دومره اغېزمن نه و او ویې نشوای کړای چې دغه ډله د نړۍ شموله بشري ارزښتونو منلو ته اړ کړي. په افغانستان کې د طالبانو رژیم هر ډول تنوع او دغه راز سیاسي، ټولنیز او مذهبي فعالیتونه نه مني او داسې ښکاري او غواړي چې بیاځلي پرخلکو د نویمې لسیزې سیاستونه تحمیل کړي. دغې ډلې له متحده ایالتونو سره د مخکیني تړون پرخلاف لاهم نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکوي او بې شمېره ترهګرې ډلې په دې هېواد کې فعالیت لري.

متحده ایالتونو او نړۍوالو هڅه وکړه چې د بېلابېلو تګلارو له لارې طالبان د لږکیو، ښځو او رسنیو د حقونو رسمیت پېژندلو ته اړ کړي؛ خو لکه چې وینو دغه هڅې بې پایلې وې او ډېری مهال یې برعکس پایلې لرلې. متحده ایالتونو او د نړۍ نورو هېوادونو هڅه وکړه چې په طالبانو د تحریمونو په لګولو دغه راز د رسمیت نه پېژندلو له لارې دغه ډله اړ کړي ترڅو په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي؛ خو د نېږدې دوو کلونو په تېرېدلو لیدل کېږي چې طالبانو نه یوازې په خپلو سیاستونو کې بدلون راوست، چې برعکس کړنې ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو په چارو کې یو شمېر سیاستوال په دې اند و چې ګواکې طالبان به د وخت په تېرېدو له نړۍوالو سره همغږي رامنځته کړي او په نړۍوال نظام کې به هضم شي. د وخت په تېرېدو روښانه شوه چې په نړۍوال نظم کې د طالبانو هضمېدل یوه لنډمهاله موضوع نه ده. دا به ډېره ستونزمنه وي چې یوه ایډیولوژیکه ډله خپلو باورونو کې بدلون راولي. طالبانو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنو پر وړاندې تند غبرګون وښود او هغه یې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل. امریکایانو داسې فکر کاوه چې که له افغانستانه ووځي نو د چین او روسیې مسلی ته به په ښه ډول رسېدنه وکړي؛ خو دوی په تېرو دوو کلونو کې ونه شوای کړای چې د افغانستان شخړه حل کړي او لا هم د دې هېواد په قضیه کې ښکېل دی.

په ټوله کې، د افغانستان او طالبانو په هکله د بایدن په ادارې او د نوموړي د ټیم په سیاستونو امریکا او بهر کې شدیدې نیوکې شوي دي. دغه نیوکې په پینځو برخو وېشو.

۱- د بشر حقوق، ښځې او رسنۍ

لومړنۍ نیوکه د بایډن په ادارې داده چې له طالبانو سره د دوحې تړون ونه شوای کړای، افغانستان کې د بشر حقوق او مدني ازادۍ تضمین کړي. د امریکا له وتلو او ورپسې د طالبانو د بیاځلي راتګ وروسته، د ښځو پر کار، سفر او زده کړو شدید محدودیتونه لګول شوي دي، د دې په خوا کې د رسنیو فعالیتونه په دوامدار ډول د دې ډلې له لوري څېړل کېږي او خپرونې یې سانسور کېږي. نړۍوال فشارونه هم په دې برخه کې اغېزمن نه وو او طالبانو هم د خپلو مذهبي باورونو له امله تر دا مهاله هېڅ ډول نرمښت نه دی ښودلی.

سره له دې چې د بشر حقوق د متحده ایالتونو د بهرني سیاست له اساسي محورونو دي، خو دغه هېواد د افغانستان او طالبانو په اړه جدي ګامونه نه دي اخیستي. افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۵۲ درجه کې ځای لري او د بشري ازاديو له اړخه هم مناسب وضعیت نه لري. د ازادۍ بنسټ له ۱۰۰ نه یوازې ۸ امتیازونه افغانستان ته ورکړي چې دا په افغانستان کې د مدني او بشري ازاديو د ناوړه وضعیت ښکارندوی دی او د اندېښنې وړ هم دی.

۲- بشري مرستې

امریکا تر دا مهاله د بشر دوستانه مرستو په نوم له افغانستان سره ۲۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. د دغو مرستو اصلي موخه په افغانستان کې له بشري ناورین څخه مخنیوی بلل شوی دی. راپورونه وايي چې دا مرستې په سم ډول نه دي مدیریت شوي او لویه برخه یې اړمنو خلکو ته نه دي رسیدلي. د دغو مرستو ناسم مدریت او څارنه برعکس پایلې لرلې او طالبانو دغه مرستې د خپل ځان په ګټه کارولي دي. یو له هغو مواردو چې د بایډن اداره باید د هغه په اړه جدي فکر وکړي د بشري مرستو د وېش میکانیزم دی. ځکه دغه مرستې ددې پرځای چې د افغانستان بشري وضعیت سره مرسته وکړي، د طالبانو د پیاوړتیا لامل شوي دي.

۳- د امریکا سیمه ییز همکاران

یوه بله مهمه موضوع چې د بایډن اداره یې د کانګرس او د بېلابېلو امریکايي بنسټونو له لوري تر فشار لاندې راوړې، د متحده ایالتونو د سیمه ییزو همکارانو بحث دی چې لا هم په افغانستان یا په درېیم هېواد کې په بې برخلیک وضعیت کې ژوند کوي. سره له دې چې د جمهوریت د حکومت له سقوط وروسته امریکایي ځواکونو په څو محدودو ورځو کې خپل زیات شمېر سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه وویستل، خو لا هم څه باندې ۱۰۰ زره تنه امریکا ته د سفر په شرایطو برابر خلک په افغانستان او درېیم هېواد کې پاتې دي. په دې لړ کې د افغانستان زیات شمېر پوځيان او هغو خلکو چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و، د طالبانو له لوري وژل شوي یا هم درېیم هېواد ته کډوال شوي دي. زیات شمېر هغه کسان چې د پي۱، پي۲ او SIV دوسیې او اسناد لري، لا هم په پاکستان کې ژوند کوي او د دوو کلونو په تېرېدلو له پاکستان څخه د هغوی د لېږدلو په اړه هېڅ ډول اقدام نه دي ترسره شوي.

۴- د افغانستان اقتصادي ثبات

د افغانستان په اړه د متحده ایالتونو د بهرني سیاست څلورم محور، د افغانستان د اقتصادي سیستم د ثبات ساتل دي. د متحده ایالتونو او نورو ملاتړو هېوادونو له وتلو وروسته، د افغانستان اقتصادي او بانکي سیستم له جدي کړکېچ سره مخ شوی دی. متحده ایالتونو په افغانستان کې د اقتصادي ودې او مالي ثبات لپاره دوه تګلارې غوره کړي دي. لومړی اونیزې مرستې او دوهم سویس کې د افغانستان په نوم د پیسو صندوق جوړول. د امریکايي چارواکو د بیانیې پر بنسټ، له دغه صندوق نه د ترلاسه شويو عوایدو څخه به د افغانستان د ښاروندانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره ګټه واخیستل شي. سره له دې چې د متحده ایالتونو اونیزو مرستو تر یوې کچې د افغانستان د پولي ثبات او دغه راز د پوهنې او روغتیا د برخې د کارکوونکو د تنخوا په ورکولو کې مثبتې پایلې درلودلي؛ خو افغانستان لا هم اقتصادي ثبات ته د رسېدو لپاره ډېر کلونه په مخکې لري. د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که وضعیت په همدې ډول دوام ومومي، لیرې نه ده چې په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.

۵- له ترهګرۍ سره مبارزه

د ډیری امریکایانو لپاره په افغانستان کې د متحده ایالتونو د لاسوهنې د دوام د توجیه لپاره تر ټولوغوره دلیل، د ترهګرۍ پر ضد د هغو عملیاتونو ترسره کول دي چې په راتلونکي کې د متحده ایالتونو پر وړاندې طراحي شوي دي. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه القاعدې او په تېره د داعش خراسان ډلې د پیاوړتیا په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي. دا مهال د یادو ډلو پر وړاندې د امریکا اقدامات پیکه شوي او یوازې د بې پیلوټه الوتکو له لارې د هغوی پر وړاندې عملیاتونه ترسره کوي. همدا اوس، افغانستان د نړیوالو ترهلګرو د امن او پټنځای د بدلېدو په حال کې دی چې یادې موضوع متحده ایالتونه او د سمیې هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د دغو پینځو محورونو څېړل ښيي چې د بایډن اداره په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو په برخه کې ناکامه وه. امریکا ونه شو کړای له طالبانو سره جوړجاړی او تعامل وکړي او هم د بشر او د ښځو حقونه تضمین کړي. د متحده ایالتونو او مرستندویه سازمانونو مالي مرستو اوسمهال څه نه څه د ناورین له رامنځته کېدو مخنیوی کړی دی خو بیا هم کافي نه دي هره شېبه په دې هېواد کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.

د دې لپاره چې متحده ایالتونه وکړای شي د افغانستان په وضعیت کې بدلون رامنځته کړي، پکار ده چې د خپلې بهرنۍ تګلارې په اړه بیاځلي غور وکړي او د طالبانو په وړاندې په خپله ستراتيژي کې بدلون راولي. د متحده ایالتونو اوسنۍ ستراتيژي د افغانستان د اوسني بن بست حل لاره نه ده او که په دغه تګلاره کې بدلون رانشي، د دې هېواد وضعیت به لاپسې کړکېچن شي. له طالبانو سره د امریکا په چلند کې نرمښت لیدل کېږي او اړتیا ده چې د طالبانو په هکله د دغه هېواد په ستراتیژي کې جدي بدلون راشي.

ورته لیکنې

Back to top button