د ظلم له کولو د ظلم تر منلو

زموږ په خاوره کې د ظلم کیسې نننۍ نه دي او د دغه خواشینوونکي واقعیت تصویر لږ تر لږه د دغه هېواد د تاریخ او ادبیاتو په پخوانۍ هینداره کې په څرګنده توګه لیدلای شو، د نه زغم لرونکو او بې ولسه کورنیو واکمنانو له ظلمه نیولې د بهرنیو یرغلګرو او تاړاکګرو ترظلمه پورې. دا چاره یوازې په افغانستان پورې ځانګړې نه ده.  پر هند، چین، اروپا او امریکا د تاریخ په دورو کې دغه ډول ظلمونه تېر شوي دي. خو دې موضوع ته له بلې زاویې هم کتلای شو.د ظلم او د ظلم د منلو پرمفهوم د تمرکز له زاویې چې یو له بله نه بېلېدونکي دي. ښايي په اوسني پېرکې په لومړي ځل دا خبره سید جمال الدین کړې وي. هغه چې کله پر لویو خاورو دښکيلاکګرو ځواکونو ولکه ولیده او په خپلو سترګو یې د دغو سیمو د خلکو وېره مشاهده کړه، ویې ویل، که ښکيلاک منونکي خلک نه وي، ښکیلاګر ځواک به رامنځته نه شي. ترهغه وروسته هم ځينو مفکرینو دغې خبرې ته د هو سر وښوراوه، لکه مشهور الجزایري عالم مالک بن بني چې ښکیلاک او د ښکیلاک منل یې د یوې سېکې دوه مخه وبلل.

په افغانستان کې مو یوې خوا ته هغه کسان لرل چې  واک ته د رسېدو د لارو او وسیلو په موندلو سره یې، خپل ظم نندارې ته وړاندې کړ. له ډله ییزو قبرونو نیولې  تر ډله ییز او بې حساب کتابه نیونو، تر خورا سختو ربړونو، اوږدمهاله زنداني کولو، ترجلا وطنه کولو او پرهېواداولو د وېرې او وحشت د فضا تر خپرولو پورې. دغه کیسه په یوې ډلې پورې تړلې نه ده، لږترلږه د غويي له کودتا پېل شوې او تر هغې وروسته یې د طالبانو تر دورې پورې دوام موندلی دی، که هغه د تنظیمونو له لوري ظلمونه وو که د واک د نورو خاوندانو له لوري. ترهغې وړاندې مو هم د تاریخ په پاڼو کې ورته بېبلګې بیا بیا لوستې دي.

شک نشته چې ظلم کول او ظلم منل له یو بل سره تړاو لري. خو پوښتنه دا ده، چې لومړیتوب له کوم یوه سره دی؟ آیا لومړی یو ظالم کس یا ډله پیدا کیږي او نور د ظلم منلو ته اړ کوي او که لومړی ظلم منونکي خلک وي چې ظلم کوونکې واکمنۍ ته لاره هواره وي؟ او که وغواړو د دې وضعیت لاره چاره ولټوو لومړیتوب کوم یوه ته ورکړو؟ د ظلم منلو د روحیې بدلولو او که د ظلم د دستګا پرځولو ته ؟

پر دې خو پوهېږو چې که یوه ټولنه له خپلواکۍ او آزادي غوښتلو سره روږدي وي، ظلم او زور زیاتي ته به غاړه کېنږدي او د قمچنې او ربړونې پر وړاندې به سر ټيټ نه کړي. په نړۍ کې ډيرې داسې تجربې شته چې آزادو ملتونو ظالم واکمنان راپرځولي او هغوی ته یې نه هېرېدونکی درس ورکړی دی. د ظلم او جبر دستګاوې هلته ظلمونو او تاړاکونو ته مخه کوي چې له مقاومت سره مخ نه شي او د خلکو د قهر او درېدو وېره ورسره نه وي.

د افغانستان د خلکو په هکله ویل کیږي چې د بهرني تېري پر وړاندې  مقاومت کوي، خو  آیا د کورني ظلم پر وړاندې هم په همدې ډول دي؟ دا پوښتنه باید ټولنپوهان ځواب کړي. باید پر دې فکر وشي چې څرنګه بې وسي او د ظلم منل د یوې ټولنې روح او روان ته دننه کیږي او څرنګه چاپلوسۍ او غوړه مالي له بد ګڼلو لوېږي او د ظالمانو ستاینه او د هغوی پر وړاندې درناوی پر یوه دود او عادت بدلېږي؟  پوهېږو چې کله ناچارۍ له خلکو نه د هر ډول کړنې او غبرګون امکان اخلي او دا د درک وړ یو عذر دی، خو غوړه مالي او بې ځایه ستاینه او د ظلم او استبداد پر وړاندې ښکاره سرټېټول په هېڅ عذر سره د توجیې وړ نه دي.

ورته لیکنې

Back to top button