هغه ټولنې چې د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو جګړو په ګردابونو کې راګيرې دي، په یوې داسې باطلې دورې کې اېسارېږي چې خلاصون ترې خورا سخت دی. په دغو ټولنو کې د ډېرو وګړو ذهني حالت ګډوډ وي او خپل انډول له لاسه ورکوي او د هغوی خبرې او چلند د ترینګلتیا او نښتو لامل کېږي. د دې ګډوډۍ یوه برخه د تاوتریخجنو او جګړه پالو ادبیاتو په جوړولو کې راښکاره کیږي او له لفظي تاوتریخوالی سره ملې بدې ژبې رامنځته کوي. په بله وینا، چاړه خپل ځای د ژبې تیغ ته ورکوي او د غشي او ټوپک پر ځای سپکې او زیان رسوونکې کلمې په پراخه کچه کارول کیږي.
اوسنی افغانستان د یوې جګړه ځپلې او په تاوتریخوالي کې د ښکېلې ټولنې یوه بشپړه بېلګه ده او د دغه تاوتریخوالی یوه برخه د زخم اړوونکو خبرو او ژبې په کچه ځان ښکاره کوي. د ليکوالو او نسبتاً نامتو شخصيتونو د يوې برخې په ګډون د پاموړ شمېر افغانانو د ليکنې په سبک کې ليدل کېږي، چې هغوی په ترخه عاطفي بار سره له پيغور او سپکاوي ډکو الفاظو ته پناه وړي، چې په هره ممکنه بڼه د عقدې پالل او زیان رسول تداعي کوي. د بېلګې په توګه، یوشمېر کسان د یو چا د مخینې او اوسني وضعیت په تړاو د معلوماتو له لرلو او د هغه پر لیکنو او نظریاتو له پوهېدو پرته، پر دوګماتیزم او کلي ګویۍ په تکییې سره پرهغه یرغل وروړي او د هغه پر لیدلوري د کره کتنې پر ځای د هغه د شخصي اعتبار د له منځه وړلو هڅه کوي. د دې کار لپاره هر کس د خپل فکري او نظري سلیقې له مخې، له خپل ادبي او لفظي وسله تونه وسله غوره کوي او په مقابل لورې پسې ځي. هغه کسان چې دیني تمایل لري د هغوی وسلې کافر، ملحد، منافق، بې دین او داسې نورې کلمې دي او هغه څوک چې سیکولر ګروهنه لري له مرتجع، جاهل، ځانپلوري، تیاره فکره او داسې نورو کلمو کار اخلي. ځینې نور بیا خپل مقابل لوری جاسوس، ځانپلوری، لوېدیځ ځپلی، نوکر، اجیر، غلام، فاشیست او داسې نور بولي. که څوک وغواړي چې دا ډول له سپکاوي او پیغوره ډکې کلمې راټولې کړي، ښايي پايله يې د ځينو برخو د لغتونو او تخصصي فرهنګونو حجم ته ورسېږي.
په واقعیت کې د بېلابېلو ګوندونو او ډلو تر منځ د نيمې پېړۍ د فزيکي او تبليغاتي جګړو په ترڅ کې د تاوتریخوالي ادبيات د دې خاورې د ټولنيزو او فرهنګي ادبياتو يوه برخه ګرځېدلې، چې ټولنه د لا زيات تاوتريخوالي، اوږدمهالې دښمنۍ او نه جبرانېدونکې واټن پر لور بیایي. دا ادبیات د سالمو او رغنده خبرو زمینې ته سخت زیان رسوي او د دښمنۍ او تربګنۍ بستر نور هم پراخوي. که څه هم دا ادبیات پخپله د جګړې محصول دي خو د دې ښکارندې د دوام لامل هم ګرځي، چې د جګړې او تاوتریخجنو ادبیاتو تر منځ د یوې باطلۍ دورې د را منځته کېدو لامل کېږي او ټولنه له دې باطلې دورې نه په وتلو کې پاتې راولي.
که وغواړو چې د دغو ټولو تیارو له منځه د روښانه افقونو لاره پرانيزو، نو لږ تر لږه هغه کسان چې زياتې زده کړې او لوړه پوهه لري او ورسره هممهاله د ټولنې پر وړاندې اخلاقي مکلفيت احساسوي، بايد په لومړي ګام کې د خپلو خبرو او ليکلو د ژبې پاکولو ته ملا وتړي او په دویم ګام کې د خپلو مخاطبانو په منځ کې له ادب او نزاکتونو سره د ګډو ویاړلو ادبیاتو د دودولو هڅه وکړي. د دې ټولې کرکې او دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې د خبرو او لیکنو فضا له دې زهرجن حالته پاکه شي او داسې ادبیات دود شي چې د مینې او خواخوږۍ بوی ولري او د یوې خاورې د اوسېدونکو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ لارې پرانیزي، تاوتریخجنو ادبیاتو او د ناندریو ژبې ته باید د پای ټکی کېښودل شي.