د افغانستان روان وضعیت؛ هیلې او تمې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هېواد په روان زېږدیز کال کې له افغانستان سره درې سوه میلیون ډالره مرسته کوي. انتوني بلینکن د غويي په لومړۍ نېټه پر خپله ټویټر پاڼه ویلي چې دا مرستې به په ملکي برخو کې ولګول شي. هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام د دغه هېواد د ملاتړ ښودنه کوي. انتوني بلېنکن ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیایي ادارې دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د دوامداره ملاتړ ښودلو لپاره کېږي.
همداراز، د آسیا پراختیايي بانګ هم له افغانستان سره د پنځوس میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي چې په هېواد کې په دې اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ويلي و چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره به د دوی بشر دوستانه مرستې بندې نه شي.
له دې سره په یو وخت په هېواد کې د جګړو شدت نه دی کم شوی او د جګړې له امله پر مرګ ژوبلو سربېره د معتبرو شمېرو له مخې په افغانستان کې نږدې څلور میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي او دا شمېر خلک بېړنیو مرستو په تېره بیا خوړو، اوبو او سرپناه ته اړتیا لري. له بلې خوا، د سره صلیب د نړیوال بنسټ او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې، ښايي په روان کال کې کابو دیارلس میلیونه وګړي د وچکالۍ له امله د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي. دغو ادارو د وچکالۍ له امله د ناورین د مخنیوي لپاره د چټک اقدام غوښتنه کړې ده.
د سولې په برخه کې، ټاکل شوې وه چې د اپرېل په ۲۴مه نېټه په استانبول کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي، خو طالبانو په کې د ګډون چمتووالی ونه ښود؛ له دې امله دا ناسته وځنډول شوه. له دغو ټولو ناخوالو سره سره افغان اولس اوس د استانبول په ناستې پورې هیلې تړلې دي. ټاکل شوې دا غونډه د ملګروملتونو سازمان، امریکا، ترکیې او قطر په مدیریت ترسره شي. که څه هم افغان حکومت په دغه ناسته کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی و، خو طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت د اعلان په غبرګون کې ويلي، ترهغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي په هېڅ یوه غونډه کې ګډون نه کوي.
افغانان تمه لري چې د جګړې دواړه لوري له جګړې لاس واخلي او نور ددې ځورېدلي او کړېدلي اولس ستونزو او کړاونه ته د پای ټکی کېږدي. په پوره صداقت مذاکراتو ته سره کښیني ټول اختلافي مسایل د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي ترڅو مو تلپاتې سوله او امنیت په برخه شي.

ورته لیکنې

Back to top button