د پوهنی نصاب او د افغانستان تیاره راتلونکی

په افغانستان کې عصري زده کړې د نویو ښوونځیو له تاسیسه تر نن ورځې پورې د سیاست او تخصص ترمنځ په په پرلپسې توګه له لوړو او ژورو سره مخ پاتې شوې. له یوې خوا د کلتوري مخکښانو یوې برخې هڅه کړې چې زده کړې مسلکي کړي او له بلې خوا د دولتي مخکښانو یوې برخې هڅې کړې، چې سیاسي ګټه ترې پورته کړي. تخصصي او مسلکي زده کړه په دې مانا چې له نړیوالو معیارونو سره سمه وي، په ځانګړې توګه د بنسټیزو علومو یا بنسټیزو زده کړو په برخه کې، چې موخه یې په اوسنۍ نړۍ کې د بریالي ژوند لپاره له اړینې پوهې او مهارتونو نه د راتلونکو نسلونو برخمن کول دي. له ښوونې او روزنې سره سیاسي چلند په دې مانا دی، چې واکمن يې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه د خپل ځواک د دستګاه د خدمت لپاره وکاروي، لکه څنګه چې د هاشم خان د نفوذ په دوره کې ښوونيز نظام د قومي هژموني وسیله، د خلق او پرچم ګوند د واکمنۍ پر مهال د ګوندي جلب او جذب وسیله، او د مجاهدینو او طالبانو په دوره کې د بنسټپالو ایډیالوژیو د ودې وسیله ګڼل کېده.
هغه مدرسې چې طالبانو پکې زده کړې کړي تل د عصري زده کړو سيالې پاتې شوې دي او د عصري زده کړو په نوم یې پرې بریدونه کړي دي. په هغه کتاب کې چې د هغوی مانيفسټ ګڼل کیږي، د طالبانو قاضي القضات د عصري زده کړو په تړاو داسې وایي:
«په اسلامي دولت کې دا واجبه ده چې دیني زده کړو پر عصري زده کړو ترجیح ورکړل شي. مانا دا چې عصري زده کړی د ديني زده کړو په ضمن کې وي. د اسلامي دولت کمزورتيا د غیر دیني علومو له برلاسۍ امنځته کيږي. نويو عصري زده کړو ته ډيره پام د عقیدې او عمل د تباهۍ لامل دی. مسلمان مشران او ديني عالمان بايد خلک د داسې ښوونځيو له ترويجه راوګرځوي، ځکه دا د کفارو تر اغېزو لاندې دي چې هڅه کوي د مسلمانانو اخلاق خراب کړي او د الله له دينه يې منحرف کړي. ځينې جاهلان وايي، چې د عصري علومو زده کړه د ژوند او ژواک لپاره ګټوره ده، په داسې حال کې چې هر هغه څه چې د بې وزلۍ له وېرې وشي، حرام دي. د کتاب او سنتو د علم موخه د خداى پېژندنه، توحيد او د هغه عبادت کول دي او د عصري علومو موخه له زوال سره د مخ کېدونکو مادي ګټو ترلاسه کول دي. که یو زده کوونکی یو ساعت د ریاضي، زراعت یا کیمیا پر زده کړه تېر کړي، باید لږ تر لږه دوه ساعته د دیني علومو پر زده کړې تېر کړي، نه اپوټه. هېڅ تحصيلي پړاو باید له دیني علومو نه خالي نه وي. مؤمن انسان بايد عصري علومو ته اهتمام ونه کړي او ديني علوم، سمه عقيده او صالح عمل ته زيان ونه رسوي، ځکه عصري علوم د اړتيا پر بنسټ ولاړ دي، خو ديني علوم او صالح عمل وروستۍ موخه او مقصود دی. د عصري زده کړو لپاره لوی خطر د هغو د ښوونيز چاپیریال فساد دی، ځکه چې په ښوونځیو کې د هغوی غونډې د فسق او بې ایمانۍ غونډې دي.» (۲۴۲-۲۴۷)
طالبانو اوس د ښوونځیو او عصري زده کړو په تړاو د داسې لیدلوري په لرلو سره په دغه ښوونيز نظام کې بنسټیز بدلونونه پیل کړي دي. هغوی په دې برخه کې د پوهنې وزارت په نصاب کې پر بدلونونو او زياتونو لاس پورې کړی، څو يې له خپلو افکارو او نظریاتو سره برابر کړي. د ښوونیز نصاب رول ته په کتو چې د راتلونکو نسلونو په ښوونه او روزنه کې يې لري، تر ټولو کوچنۍ تشه او نیمګړتیا به پر میلیونونو ماشومانو او تنکیو ځوانانو خپل اغېز ولري او د افراطي، پر خپل پېر د ناخبره، اوسنۍ نړۍ ته د بدبينه او د اوسني وخت په مهمو برخو کې د ناتوانه نسلونو د روزنې لامل شي.
د نړۍ په نورو هېوادونو کې د تر ټولو ډيره پانګونه پر ښوونيز نظام کيږي، څو په دې برخه کې له وروستیو او نویو لاسته راوړنو نه د هغه د ښه والي لپاره کار واخیستل شي. په پرمختللو او باثباته هېوادونو کې کې د ښوونيز نصاب په ګډون تعلیمي نظام د ژونديو موجوداتو په څېر په پرلپسې ډول د ودې او بدلون په حال کې دي او تمرکز یې د داسې نسل پر رامنځته کولو دی چې د انسان عادي دندې د روبوټونو پر غاړه واچوي، څو انسانان د ځمکې له دایرې اخوا ګام کېږدي او د کهکشانونو او لايتناهي فضا سوبې ته چمتو شي. خو په افغانستان کې د طالبانو تمرکز پر دې دي، چې نور ښوونځي د منځنيو پېړيو پر مدرسو بدل کړي څو په سيمه کې د نيابتي جګړو لپاره نور جنګيالي وروزي او دا خاوره د خوښۍ، سولې، پرمختګ اوترقۍ مخ ونه ګوري.