ډان ورځپاڼه: پاکستان باید د نړیوالو ژمنو له مخې له افغان کډوالو ملاتړ وکړي

۸صبح، کابل: د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو سرحدي شخړو ته په اشارې لیکلي، چې د پاکستان دولت د هغو نړیوالو ژمنو له مخې، چې لري یې باید له افغان پناه‌غوښتونکو ملاتړ وکړي.

دغې ورځپاڼې شنبه د مرغومي پر درېیمه د دغه راپور په خپرولو لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي ستونزې باید د دې لامل نه شي چې پناه‌غوښتونکي څنډې ته شي.

د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې راغلې دي پاکستان د نږدې درې میلیونه افغان پناه‌غوښتونکو کوربه دی. کابو ۱.۴ میلیون او ۸۴۰ پناه‌غوښتونکی نور د پاکستان له خوا ورکړل شوي کارتونه لري.

ویل کېږي، چې ۷۷۵ زره تنه نور افغان کډوال رسمي سندونه نه لري.

د ډان ورځپاڼې لیکوال سکندر احمدشاه ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان پناه‌غوښتونکو په څېر د زیانمنونکو کسانو د خوندیتوب لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د ویلو ده، چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوې او دواړه لوري څو ځله له یو بل سره نښتي دي.

ورته لیکنې

Back to top button