نړيوالو رسنيو خبر ورکړى، چې په ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر له ٣٦ زرو زیات شوی دی.
الجزیرې دوشنبه د فبروري پر ۱۳ راپور ورکړ، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه په ترکیه کې د ۳۱ زره او ۶۴۳ کسان او په سوریه کې د ۴ زره او ۵۰۰ کسانو جسدونه له نړېدلو ودانیو راایستل شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مشر مارتین ګریفیتس ویلي، چې د ژغورونکو هڅې پایته د رسیدو په حال کې دي.
د ملګروملتونو دغه چارواکي دا هم ویلي، چې په سوریه کې د وسلهوالو ډلو تر کنټرول لاندې زلزله ځپلو سیمو ته د بشري مرستو استول بند شوي دي.
ګریفیتس تایید کړې، هغه کسان چې د سوریې په شماللوېدیځ کې د زلزلې له امله زیانمن شوي احساس کوي، چې دوی په دې غمیزه کې یوازې پرېښودل شوي دي.
له بلې خوا په داسې حال کې، چې ترکیې په تیره اونۍ کې د سلو کلونو ترټولو خونړۍ زلزله تجربه کړې، د امریکا د جیولوژیکي ادارې په دې وروستیو کې ترکیه د نړۍ د ۷ زلزلهخېزو هیوادونو په لړ کې اعلان کړه.