باخبره سرچینې په سالنګ تونل کې د اورلګېدنې د دوام خبر ورکوي او وايي، چې تر نیمې شپې پورې د اور د کابو کولو هڅې ناکامې وې. که څه هم تر اوسه د سالنګ تونل دننه د دویمې اورلګېدنې ۤپه تړاو کره شمېرې نه دي اعلان شوې، خو سرچينې وايي، چې تېر ماښام د سالنګ له تونله لږ تر لږه ٦٣مړي او تر۵۰ زيات ټپيان را ايستل شوي دي. د پېښې عیني شاهدان د اورلګېدنې پراختیا ته په کتو، په دې باور دي چې په پایله کې یې تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي. د دې ترڅنګ د دغې اورلګیدنې له امله لسګونه مسافر وړونکي موټر هم سوځيدلي دي. د راپوټونو له مخې، د سالنګ تونل دواړو غاړو ته زرګونه مسافر بند پاتې دي او د یوه تونل د چت یوه برخه راپرېوتې ده.
د راپورونو له مخې، د سالنګ تونل چې په هېواد کې یوه له مهمو لارو ده، د شنبې ( د لیندۍ د۲۷مې) د شپې له ۹:۳۰ بجو تر تېرې شپې پورې د اور لګېدنې شاهد و. دا اورلګېدنه د تېلو د یوه ټانکر د اور اخیستو له امله رامنځته شوې او د یکشنبې ورځې ( د لیندۍ د ۲۷مې) تر ناوخته پورې په بشپړه توګه کابو شوې نه وه.
ځينې باوري سرچينې د پېښې د عيني شاهدانو له قوله، د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر ټکان ورکوونکی بولي. که څه هم تر دې پېښې وروسته د ۶۳ تنو د مړینې او لږ تر لږه د ۳۲ نورو د ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي، خو سرچینې وايي چې د مړو شمېر تر دې هم لوړ دی. سرچینې دغه راز ادعا کوي چې په اور لګېدنو کې تر سلو زیات کسان مړه شوي او عملیاتي ټیمونه له تونله د جسدونو پر را اېستلو نه دي بریالي شوي. د هغوی په وینا، لوګي او د ګازو خپرېدل د جسدونو د را اېستلو مخه نیسي. سرچینې زیاتوي، چې د اور د دوام لامل د ډبرو له سکرو او تېلو نه د ډکو لسګونه موټرو سوځېدل دي.
د پېښې یوه شاهد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «پرون لومړنۍ اورلګېدنه تر یوه بریده کابو شوې وه، خو د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د ګازو یو موټر چې په تونل کې بند پاتې و، وچاودید. له هغې وروسته اور بیا پراخ شو. د شپې تر ۱۲بجو له تونله د ۶۳ کسانو جسدونه را ایستل شوي وو. د سالنګ تونل دویم چت هم راپرېوتی او وضعیت خراب دی. وضعیت ډیر خراب دی. د ژغورنې ټيمونه چې د بندو پاتو کسانو د ژغورنې لپاره راغلې وو، هم د ګاز نیونې له امله بې هوښه شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.»
ځایي سرچینې ادعا کوي، چې د سالنګ په تونل کې څو۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر له خپلو ټولو سورلیو سره ورک دي. د پیښې د شاهدانو په وینا، لږ تر لږه 30 واړه موټر هم له خپلو ډيری سورلیو سره سوځېدلي دي. سرچينې زياتوي، چې د يکشنبې ورځې (د لیندۍ د ٢٧مې) تر ناوخته پورې هغه موټر ته له نږدې ځایه چې تېره شپه وچاودېد، لږ ترلږه اووه سوځيدلي ټانکرونه را اېستل شوي دي.
د پېښې یوه شاهد محمود شاه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:« له اوره ژغورل شویو کسانو موږ ته وویل، چې له ۳ تر ۴ پورې ۵۸۰ ډوله موټرهم له خپلو سورلیو سره په اور کې بند پاتې دي، موږ ډېره هڅه وکړه، خو ونه توانیدو چې ویې ژغورو. دغه راز تر ۳۰ ډېر واړه موټر له خپلو ډیری سورلیو سره سوځيدلي دي. د جسدونو را اېستل د ټولګټو وزارت له وسه ډیره پورته خبره ده، خو هڅه کوي، چې اور کابو شي.»
طالباو د دې اورلګېدنې له امله د اوښتو مرګ ژوبلې شمېر د پېښې تر شاهدانو لږ اعلان کړی دی.
په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولان ویلي، چې د سالنګ پر لویه لاره په دې اورلګېدنه کې ۱۹ تنه مړه شوي او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.
د دې ترڅنګ د سالنګ تونل دواړو غاړو ته زرګونه مسافر له دوو شواروزو راهیسې بند پاتې دي. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې لارې د ژر پرانېستو غوښتنه کړې ده. خو وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څو ځلې د اورلګېدنې د کابو کولو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې ډير ژر به دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شي. د طالبانو د دفاع وزارت هم ویلي، چې د پېښې سیمې ته د ټپیانو د لېږد لپاره دوه چورلکې استول شوې دي.
د سالنګ لاره د افغانستان په شمال کې د ۲.۷ کیلومټرو په لوړوالي سره د هندوکش د غرونو په لړ کې غځېدلې ده. دغه لاره د هېواد یوه له غرنیو لويو لارو ده، چې تر دې وړاندې هم د ورته پېښو شاهده وه. خو د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې اورلګېدنې اصلي لامل نه دى په ډاګه کړى.