د یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد د درېیو ملي او کلتوري شخصیتونو مړینه

د ۸صبح پښتو مجله

د سولې د عالي شورا پخوانی غړی او جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. د رپوټونو له مخې، د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد غړی قاضي محمد امین وقاد د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په کابل کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ساه ورکړه. د ښاغلي وقاد زوی صهیب وقاد رسنیو ته ویلي چې پلار یې له دوو کلونو راهیسې ناروغ و او په دې وروستیو کې یې د زړه او سږو د ناروغۍ له امله روغتیايي حالت خراب شوی و. قاضي محمد امین وقاد له مخکښو جهادي مشرانو څخه و چې په وروستیو کلونو کې یې په هېواد کې د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره پراخې هڅې کړې دي.
افغانستان نوموتی لرغونپوه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستيال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باورې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله وفات شو. نوموړی له څو ورځو راهيسې ناروغ ؤ او د غبرګولي په ۲۱مه نېټه یې په روغتون کې ساه ورکړه.
پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپوه، ليکوال او څېړونکی ؤ، چې د کابل پوهنتون د استادۍ دندې تر څنګ یې په لسګونو علمي، څېړنيز آثار او د لرغوني پېژندنې په برخه کې په سلګونه څېړنيزې مقالې ليکلې وې. پوهاند باوري د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای درلود.
د نوموړي پر مړينه، د ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رئيس عبدالله عبدالله په ګډون د هېواد ګڼو دولتي چارواکو، سياستوالو، فرهنګيانو او اديبانو خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد لپاره ستره ضايعه بللې ده.
همداراز، نامتو لیکوال او ژورنالیست او د ولسمشر محمد اشرف غني د رسنیزو چارو سلاکار محمد نبي مصداق د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله وفات شو. رپوټونه وايي چې نبي مصداق له څو ورځو راهیسې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته و او له همدې امله یې په روغتون کې ساه ورکړه. نبي مصداق په ۱۹۸۱ کال کې د بي بي سي پښتو څانګې په جوړېدو سره د دې څانګې ویاند او خبریال او وروسته مشر و.
نوموړي له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ولسمشر غني د مطبوعاتي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي مصداق پر مړینه خواشیني ښودلې ده. ارګ وايي، ښاغلي مصداق د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په موخه پراخې هلې ځلې وکړې او مړینه یې لویه ضایعه ده.

ورته لیکنې

Back to top button