ډیکر: افغانان او بهرني مېلمانه باید د خپل امنیت د تامین په هکله ډاډمن شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د داعش خراسان ډلې د ځانمرګی برید په غبرګون کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې هم د دغه برید په اړه غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر پنجشنبه د مرغومي پر ۲۲ یو لړ ټویټونو کې د دغه برید د غندلو ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

ډیکر وویل چې افغان اتباع او بهرني میلمانه باید د دوی د امنیت په اړه ډاډمن شي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه پیغام کې د چهارشنبې په ماښام د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومات شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ترهګري په دغه هیواد کې د ریښې په غځولو او د طالبانو په ملاتړ سره د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ پیښ کړی.

ورته لیکنې

Back to top button