ډیکر: کندهاری مشران دې د کرامت، ازادۍ او عدالت د تامین له هڅو سره یو ځای شي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې له طالب مشرانو غوښتي ترڅو د انساني کرامت، ازادۍ او عدالت د تامین له نړیوالو هڅو سره یو ځای شي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر شنبه د لیندۍ پر نولسمه یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې ډېری هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا هڅه کوي ترڅو د بشري حقونو خپل سوابق لا ښه کړي.
اغلې ډیکر ویلي: «زه له کندهاري مشرانو غواړم چې د ټولو د کرامت، ازادۍ او عدالت لپاره له نړیوالو هڅو سره یو ځای شي.»
طالبان په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته له بشري حقونو پر پراخې سرغړونې او جنګي جنایتونو تورن دي. دغې ډلې د وګړو پر ژوندانه سخت محدودیتونه لګولي او په ناوړه لارو تورن کسان محاکمه کوي.