۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وایي، چې د کندهار نارینه له بشردوستانه خدماتو د ښځو په بېبرخې کولو او د نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړلو سره ټول هېواد له خوړو او راتلونکي بېبرخې کوي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر شنبه د سلواغې پر ۱۵ د طالبانو پر غړو د امریکا د وېزو د محدودیت خبر په بیا خپرولو ویلي، چې هغوی له ځواب ورکولو پرته بله چاره نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ پرېکړه کې د طالبانو غړو ته د وېزو پر صادرولو محدودیت ولګاوه.