د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) مشرانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د بشر د حقونو د نقض په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو هېوادونو دغه راز له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او دغه ډله باید دا ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به پر بل هېواد د ترهګریز برید لپاره نه کارول کېږي او همداراز به ترهګرې ډلې د برنامو پر لاره اچولو او ترهګریزو کړنو فرصت نه شي ترلاسه کولای. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران ټینګار کوي چې افغانستان نباید د ترهګرو ډلو لپاره په پټنځای بدل شي. دوی له طالبانو غواړي چې د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره دې په ملي کچه خبرو اترو ته زمینه برابره کړي. د جي ۷ ټولنې غړو هېوادونو د هغو ګواښونو په اړه چې افغانستان کې ثبات او بشري او اقتصادي وضعیت ورسره مخامخ دی، هم اندېښنه ښودلې ده او د ښځو په اړه د طالبانو له لوري د پرېکړو د ژرترژره لغوه کېدو غوښتونکي دي.
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) د مشرانو کلنۍ ناسته چې د جمعې په ورځ د غوايي په ۲۹مه، د جاپان په هیروشیما کې پیل شوه، پای ته ورسېده. د اوو سترو صنعتي مشرانو ددې ناستې په پای کې، یوه ۶۶ ماده ییزه اعلامیه صادر کړه. د دغې اعلامیې ۵۵ ماده د افغانستان د وضعیت په اړه ده. په دې ماده کې، د بشر د حقونو پراخ نقض، د ټولګډونه حکومت نه رامنځته کولو، په ترهګریز مرکز د افغانستان د تبدیلو په اړه اندېښنو، د ښځو په کار بندیز او د ملګرو ملتونو د بنسټونو د فعالیتونو کمزوري کولو ته اشاره شوې ده. د جي ۷ د ټولنې غړو هېوادونو د نړۍ له کړاوونو سره د مخامخ کېدو لپاره د خپلو ژمنتیاوو په اړه خبرې کړې دي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو ټینګار کړی دی: «زمونږ کار د ملګرو ملتونو د سازمان منشور ته په درناوي او نړۍوال مشارکت کې رېښه لري.»
د طالبانو له لوري په سیستماتیک ډول د بشر د حقوقو د نقض په اړه اندېښنه
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ټولنې په خپله اعلامیه کې د طالبانو له لوري په سیستماتیک ډول د بشر د حقونو او اساسي ازادیو له نقض سره خپل مخالفت څرګند کړی دی. دغو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د بشر د حقونو د نقض په برخه کې خپلو چلندونو کې بدلون راولي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو په اعلامیه کې راغلي دي: «مونږ په سیستماتیک ډول د طالبانو له لوري د بشر د حقونو او اساسي ازادیو له نقض سره خپل جدي مخالفت څرګندوو او د نه منلو وړ پرېکړو په تېره د ښځو او نجونو په وړاندې د پرېکړو د ژر تر ژره له منځه وړلو غوښتونکي یو. ټول ښاروندان باید د ژوند په ټولو برخو کې له بشپړ، برابر او معنادار مشارکت نه برخمن وي او دغه راز بشري مرستو او اساسي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د بشر د حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت، په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض، په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو د حقونو نقض او د بشر د حقونو د وضعیت د دوامدار ناورین په اړه یې خواشیني څرګنده کړې ده. د هغه په خبره، طالبانو په افغانستان کې د قانوني او سازماني جوړښتونو په لمنځه وړلو، په افراطي ډول د ښځو حقونه نقض کوي.
په همدې حال کې، د ۸صبح ورځپاڼې څېړنیز راپور ښيي چې په جوزجان، فاریاب او سمنګانو ولایتونو کې یو شمېر ښځینه زندانیانې د طالبانو په زندانونو کې تر شکنجې او جنسي برید لاندې راغلي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د اطلاعاتو پر بنسټ، په دې ولایتونو کې د ۹۰ ښځینه زندانیانو له ډلې، ۱۶ تنه یې د طالبانو له لوري د جنسي برید له امله امیندواره شوې دي. تازه مورد کې، د ۸صبح ورځپاڼې مالومات ښيي چې طالبانو یوازې د غوايي د میاشتې په لړ کې ۱۳ تنه پخواني پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې زنداني کړي دي.
په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناوړه وضعیت په اړه د اوو سترو صنعتي هېوادونو اندېښنه
افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا له جدي بشري او اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دی. د نړۍ د مرستو بندېدل، له هېواد نه د پانګه والو تېښته او د هېوادوالو د اساسي ازادیو له منځه وړل د دې لامل شوي چې زیات شمېر پانګوال افغانستان پرېږدي. د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. په دې اعلامیه کې راغلي دي: «مونږ په افغانستان کې د ثبات پر وړاندې د ګواښونو زیاتوالي، او دغه راز انساني او اقتصادي ناورین ته متوجه یو.» تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د افغانستان شاوخوا نیم ښاروندان شپه مهال وږي بیده کیږي.
له ترهګرو سره د مبارزې لپاره له طالبانو نه د اوو سترو صنعتي هېوادونو غوښتنه
طالبانو د دوحې د تړون د لاسلیک کولو پر مهال له امریکا متحده ایالتونو سره ژمنه کړې ده چې خپلې اړیکې به د سیمې او نړۍ له نورو ترهګریزو ډلو سره پرې کوي. دغې ډلې ژمنه کړې ده چې د افغانستان خاوره به د برید په موخه د بل هېڅ هېواد په تېره د ګاونډیانو پر وړاندې ونه کارول شي. په داسې حال کې چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې څو ځلي د افغانستان له خاورې په تاجکستان او اوزبیکستان راکیټي بریدونه شوي دي.
سربېره پر دې، ښکاري چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د طالبانو ژمنې نړۍوالو ته جدي دي. د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو له طالبانو غوښتي دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. د (جي۷) هېوادونو په وروستۍ اعلامیه کې چې د سپینې ماڼۍ په وب سایت کې خپره شوې ده، راغلي دي: «مونږ له طالبانو غواړو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او طالبان باید ډاډ ورکړي چې «د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد او ترهګرو ته د پناه ورکولو لپاره» نه کارول کېږي.
د ترهګرو په پټنځای او روزنې د افغانستان د بدلېدو په اړه اندېښنه
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) مشرانو د ترهګرو په پټنځای او روزنې د افغانستان د بدلېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو هېوادونو له طالبانو غوښتي دي چې د افغانستان په خاوره کې باید د ترهګرو ډلو د برنامو په لاره اچولو مخه ونیسي. د (جې۷) مشرانو ویلي دي چې د افغانستان خاوره نباید « د ترهګریزو برنامو په لاره اچولو یا مالي پلانونو او یا هم د ترهګرو په پټنځای او روزنې په موخه وکارول شي.» د امریکا د متحده ایالتونو د ځواکونو مرکزي قوماندان (سنتکام) خبرداری ورکړی دی چې ترهګر به د شپږو میاشتو په لړ کې د پولو هاخوا له هغې ډلې په اسیا او اروپا د بریدونو د ترسره کولو وس پیدا کړي.
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۱ د لړم په میاشت کې د ګډو ګټو د خپلواکه هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او استخباراتي چارواکو په یو پنځوسمه ناسته کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د افغانستان له خاورې د داعش، القاعدې او نورو ترهګریزو ډلو فعالیتونه جدي ګواښونه بللي دي. تاجکستان کې د روسیې سفیر هم ویلي دي چې دا مهال افغانستان «د نړۍوالو ترهګرو ډلو» په پټنځای بدل شوی دی. تاجیکستان له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د امنیتي کمربند د رامنځته کولو غوښتونکی دی. د تاجیکستان جمهور رییس امام علي رحمان، هم ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د ترهګرو ډلو څه باندې ۴۰ روزنیز مرکزونه شتون لري چې څه باندې شپږ زره پوځیان پکې فعالیت کوي. په سیمه کې د طالبانو د اصلي ملاتړ کوونکي په توګه پاکستان هم په ځلونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د حضور په اړوند طالبانو ته خبرداری ورکړی دی. د یاد هېواد امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دولت مخالفې ډلې یې په افغانستان کې پټنځایونه لري او د ډیورند له کرښې هاخوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه طرحه او ترسره کوي. د افغانستان د ملي مقاومت جبهه چې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا د طالبانو پر وړاندې جګړه پرمخ وړي، په ځلونو یې ټینګار کړی دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرو د امن په پټنځای بدل شوی دی. دغې جبهې ویلي دي چې نړۍ دې د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د یوولسمې پېښې ته ورته د بلې پېښې په تمه ونه اوسي. د ملي مقاومت جبهې د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د یوه با امنه او با ثباته نړۍ لپاره، اړینه ده ترڅو په افغانستان کې یو مشروع دولت چې د خلکو جمعي اراده له ځان سره ولري، رامنځته شي؛ خو د طالبانو تر حاکمیت لاندې د داشان دولت رامنځته کول امکان نه لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۶۸۱ پرېکړه لیک منلو لپاره له طالبانو نه د اوو سترو صنعتي هېوادونو غوښتنه
د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د جاپان په هیروشیما ناسته کې له طالبانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو منشور په تېره ددغه سازمان د منشور ۸مې مادې ته درناوی وکړي. د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو په اعلامیه کې راغلي دي: «مونږ له طالبانو غواړو چې د ۲۰۲۳ کال ۲۶۸۱ پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د سازمان منشور له هغې ډلې 8مې مادې ته درناوی وکړي.»
د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا ۲۶۸۱ پرېکړه لیک، د طالبانو په هکله د نړۍ د نارضایتۍ په اړه یوه جامع کړنلاره وړاندې کړې او دغه راز افغانستان سره یې د هېوادونو د ژمنو په اړه څرګندونې کړي دي. طالبانو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګلولی دی. که چېرې طالبان ښځو ته د کار کولو حق ورنکړي، د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور دغه ماده یې نقض کړې ده.
د ټولګډونه دولت رامنځته کول
د ټولګډونه دولت د رامنځته کولو لپاره د نړۍ د غوښتونو پر دوام، دغو هېوادونو په افغانستان کې د حکومت جوړښت او ټولو سیاسي ډلو لپاره سیاسي مشارکت ته د زمینې برابرو لپاره ټینګار کړی دی. د جاپان په هیروشیما کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو په اعلامیه کې راغلي دي؛ «د جي۷ هېوادونه دې لړ کې له طالبانو غواړي چې سیاسي بهیر کې د نورو لورو د ګډون او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره کوټلي ګامونه واخلي ترڅو ټول افغانان په کې برخه ولري.»
طالبانو په تېرو نږدې دوو کلونو کې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د ښاروندانو هېڅ یوې غوښتنې ته مثبت ځواب ندی ویلی. هغوی تل ټینګار کړی دی چې رژیم یې ټولګډونه دی او د سیاسي مخالفینو ځپل او د اساسي آزادیو لمنځه وړل یې کورني مسایل دي او نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونه کړي.