د ویانا د دویمې ناستې اعلامیه

ویانا، اتریش
د ۱۴۰۲ د ثور ۴ – ۶مه چې د ۲۰۲۳ د اپریل ۲۴ – ۲۶مې سره برابره ده
د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهیسې شل میاشتې تېرې شوې، خو په افغانستان کې لا هم یو ناوړه بشري او انساني وضعیت روان دی. دغه وضعیت ته په پام سره، مونږ د ویانا د دویمې ناستې برخهوال، د خپل تاریخي او هېوادني رسالت په درک کولو سره، ټینګار کوو چې اوسنی ناوړه وضعیت دې ته اړتیا لري؛ څو مونږ د ټولو سیاسي، اجتماعي، فرهنګي قوتونو، مدني فعالانو، مستقلو شخصیتونو د همغږي کولو، او د ملي مقاومت د تقویه کولو او د افغانستان د ثبات لپاره، د اساسي حللارو د موندلو لپاره جدي ګامونه پورته کړو.
دې ته په پام سره چې، طالبانو د ویانا د لومړۍ ناستې په اعلامیه کې د افغانانو ذکر شویو مشروعو او حق غوښتنو ته نه یوازې داچې درناوی ونه کړ؛ بلکې خپل جنایتونه، ظلمونه او وحشتونه یې لا نور زیات کړل او په افغانستان کې یې بدترین شرایط رامنځته کړي، نو مونږ د ویانا د ناستې برخهوال، په داسې حال کې چې د سیاسي جریانونو، نظامي جبهو، د افغانستان د ښځو او نجونو د انصاف غوښتنې د خوځښتونو د مقاومت درناوی کوو، او د اتریش له نړیوال انستېتوته دې ناستې ته د شرایطو برابرولو له امله مننه کوو، په لاندې ټکو باندې توافق وکړ:
د لومړۍ ناستې د لارښوونو په پام کې نیولو او په ویانا کې زمونږ د دویمې ناستې د برخهوالو د توافق پر اساس، تعهد کوو چې د طالبانو ټول مخالف جریانونه به په میتودیک ډول منسجم کړو او د پراختیا لپاره به یې هڅې کوو. سربېره پردې، مونږ ددغو جریانونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د رامنځته کولو او د یوې لارنقشې د جوړولو لپاره، یو کاري ګروپ مؤظف کړ.
مونږ په داسې حال کې چې مذاکرات او سوله ییز سیاسي حل تر ټولو غوره لاره ګڼو، د وسله وال مقاومت په شمول، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او مبارزې د ټولو شکلونو ملاتړ کوو او د هغو د پراختیا او غښتلتیا لپاره هڅې کوو. سربېره پردې، له نړۍوالې ټولنې څخه غواړو چې د افغانانو د مقاومت ټول شکلونه په رسمیت وپېژني.
مونږ ددغو جریانونو ترمنځ د سیاسي لیدلوریو او فکري توپیرونو د تنوع په پام کې نیولو سره، د طالبانو پر وړاندې د یوه واحد ملي چتر رامنځته کول، خپل یو کاري لومړیتوب بولو.
مونږ په دې باور لرو، چې له عمومي سیستمه د ښځو سیستماتیک حذف، د جنسیتي اپارتاید ادعا په بشپړ ډول تاییدوي. د افغان نجونو او ښځو د حق مبارزو د درناوي او د هغو د ملاتړ ترڅنګ، په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې غبرګون او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان چوپتیا غیرمسؤلانه بولو.
مونږ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې آمنې محمد څرګندونې، غیرمسؤلانه بولو او په دې برخه کې شوي توضیحات ناکافي بولو. همدارنګه، د دوحې له ناستې ترسره کوونکیو، چې د یاد سازمان په کوربهتوب او د افغانانو د واقعي استازو په غیاب کې ترسره کیږي، غواړو چې له هرو داسې بحثونو، چې په نتیجه کې یې د طالبانو واکمني دوام کوي او د افغانستان اوضاع پېچلې کېږي، ډډه وکړي.
د طالبانو په واک ته رسېدلو سره، ډېر سیمهییز او نړیوال ترهګر ګروپونه افغانستان ته تللي او د هغوی د عملیاتو وړتیا زیاته شوې ده. له دې امله، په سیمه کې د ترهګرۍ خپراوی په یوه جدي ګواښ بدل شوی او هغه څه چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو پر ضد مبارزه بلل کیږي، هغه یوازې یو وهم دی.
مونږ په دې سربېره، چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل، په سختۍ سره محکوموو، په تعلیمي نصاب کې هغه تغیرات چې د طالبانو له خوا د هغوی د افراطي او ترهګریزو هدفونو د تحقق لپاره رامنځته شوي دي، مردود ګڼو.
مونږ د ملګرو ملتونو له سازمان او نړیوالې ټولنې غواړو چې پر طالبانو د بندیزونو په عملي کولو سربېره، ددغې ډلې هغه مشران، چې بشري حقونه او د ښځو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کوي، هم تر دغو بندیزونو لاندې راولي.
مونږ د هاګ نړیوالې محکمې څخه غواړو چې د طالبانو هغه مشران او قوماندانان چې د بشریت او بشري حقونو پر ضد یې جنایتونه کړي، معلوم کړي او تر قانوني تعقیب لاندې یې ونیسي.
مونږ له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع څخه د داسې یوه دولت تر جوړېدلو پورې، چې د خلکو د ازادې ارادې پر اساس به رامنځته کیږي، د طالبانو د په رسمیت نه پېژندلو له امله، هرکلی کوو.
مونږ له اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو د غیر اسلامي چلندونو او کړنو د محکومولو په اړه صریح موقف ونیسي او عملي اقدامات وکړي.
مونږ د ویانا د دویمې ناستې برخهوال، له اتریش جمهوریت او نورو دوستو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې ددې ناستو د ترسره کولو او ادامې لپاره، د شرایطو برابرولو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، او د پورتنیو ټکو د تعقیبولو لپاره له هغې ډلې، چې په دې ترڅ کې رامنځته کیږي، عملي ملاتړ وکړي.