د طالبانو په واکمنۍ کې د اخلاقو زوال

د روایتونو مقابله په بېلابېلو برخو کې روانه ده؛ خو ځينې د اقتصادي لیدلورو مخامختیا لویه ګڼي او ځينې بيا د کلتور، سياست او اخلاقو په ډګر کې تقابل بنسټيز بولي. طالبان او دې ډلې ته نږدې محافظه کاران په دین او اخلاقو کې د غوره والي ادعا کوي، د افغانستان شخړې اخلاقي تعبیروي او وايي چې د اقتصاد، سیاست او کلتور په ګډون په ټولو برخو کې د بریالیتوب کلي په دیني او اخلاقي پوخوالي کې نغښتي ده. هغوی خپله اوسنۍ پوځي بریا د ټولنې د وروسته پاتې والي، بې وزلۍ، د ترهګرۍ پر وړاندې په درېدو کې عمومي ناتواني، له بهرنیانو سره معامله او د دوحې د هوکړې پایله نه ګڼي، بلکې ادعا کوي چې دوی په اخلاقي لوړتیا سره برلاسي شوي او په همدې ادعا سره د اقتصاد، سیاست او کلتور په برخه کې له مسؤلیت منلو اوږه تشوي. د هغوی له مشرانو مو په ځلونو اورېدلي چې د طالبانو د امارت دنده د دین او اخلاقي ارزښتونو دودول دي، نه اقتصادي پرمختګ، د کار زمینې برابرول او د ازادیو خوندېتوب.
یو ځل د طالبانو یوه مشر په ښکاره وویل چې که دوی ازادي او پرمختګ غوښتلای نو جهاد به یې نه کاوه. د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن مشهوره وینا چې ویلي وو، روزي ورکول د طالبانو مسوولیت نه دی او خلک باید روزي له خدایه وغواړي، د حکومتولۍ په تړاو د دغې ډلې د لید لوري لنډیز دی. د ځانمرګو او نورو جنګیالیو د روزنې او جهاد پالنې د دودېدو لپاره د طالبانو د مشرانو هڅې د اخلاقو د ساتنې او د دیندارۍ د خپرولو په پلمه ترسره کیږي، خو په عمل کې د طالبانو نوم له اخلاقي زوال سره غوټه شوې ده. هرځای ته چې طالبان رسیږي، د ټولنې منل شوي اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کیږي، خصوصي حریم بې مانا کیږي، فردي حقونه او مدني ازادي له منځه ځي او سیاسي جبر او لوږه کورنیو او ټولنیزو اړیکو ته جدي زیان رسوي. له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، له بده مرغه د بدن د غړو د پلورلو، د ماشومانو د پلورلو، اجباري ودونو، صحرايي اعدامونو، اجباري کډوالولو، تعصب او شکنجې خبرونه په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. داسې ښکاري چې طالبان ټولنه د داسې مدرسې په څېر غواړي چې له څه ویلو پرته اطاعت پکې حاکم وي او چوپتیا او زغم د دیندارۍ او اخلاقو تر ټولو مهمې ځانګړنې دي. هغوی ان په خپلې ډله کې پوښتنې او نیوکې غیر اخلاقي ګڼي او په وار وار یې ویلي، چې اطاعت او چوپتیا د امارتي کېدو اصلي شرط دی. هغوی د افغانستان له ټولو ټولو خلکو د پټې خولې همدا چوپتیا او اطاعت غواړي. خو د طالب چارواکو او له هغوی نه د معاش اخیستونکو او خلکو تر منځ ډېر توپيرونه شته. هغوی د واک خاوندان طالبان دي، په خپل منصب کې ډیرې ازادۍ او امتیازات لري او که د دغو امتیازاتو د ساتلو لپاره چوپتیا او اطاعت وکړي، له تمې لېرې نه ده. دا چوپتیا او اطاعت یو سیاسي تاکتیک دی او د واک د دوام لپاره د ډله ییز انضباط په اډانه کې توجیه کیدای شي. خو د واکمنانو او خلکو تر منځ اړیکي د ټولو سختیو، ځپلو او تبعیض، لوږې او تحمیل شوي محرومیت پر وړاندې یوازې په اطاعت او چوپتیا پورې نه شي محدودېدای او اخلاقي نه شي بلل کيدای. په ټولنه کې یوه دردناکه اخلاقي بلوا او نه جبرانېدونکی زوال روان دی. دا زوال په ځانګړې توګه له خلکو سره د طالبانو په چلند کې په ښکاره توګه لیدل کیدای شی. د دې ډلې په امارت کې له هېوادوالو سره ناوړه چلند یوه عادي خبره ګرځېدلې ده. د طالبانو په دفترونو کې اوس مراجعینو ته پر ښکنځلو او له هغوی سره پر بد چلند څوک نه حيرانېږي. په وروستیو ورځو کې په رسنیو کې د دې ډلې د اخلاقي پولیسو او پوځیانو د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې ښيي دوی په هره پلمه او ډېرې اسانۍ سره زموږ د وطنوالو سپکاوی کوي.
د هغه څه اپوټه چې طالبان یې تبلیغوي، هغوی نه یوازې دا چې پر خپلو سیاسي سیالانو اخلاقي غوره والی نه لري، بلکې په دې برخه کې یې ناکامۍ د پوهنې او اقتصاد تر برخو ډېرې جدي دي. اصولاً اخلاق د هوساینې، پوهاوي او ازادۍ په نشتوالي کې وده نه شي کولای او د زده کړو، کار او ازادۍ ضد ډلې حاکمیت اخلاقي سقوط دی.