د کونړ د ځنګلونو تالان: په ماشیني ارو وهل شوې ونې په لاریو کې وړل کېږي

که څه هم کونړ کې د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او قاچاق خبره نوې نه ده او په تېرو دوه لسېزو کې د ځنګولونو لرګی په پرلپسې توګه قاچاق شوي دي. خو تمه دا وه، چې د طالبانو په راتګ سره به تر یوه بریده د ځنګولو د وهلو او قاچاق مخه ونیول شي، خو اوس لیدل کیږي چې د ځنګلونو وهل او قاچاق تر پخوا لا زیات شوي دي.
کونړ کې ځايي خلک او یو شمېر فعالان وايي، د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې د کونړ د ځنګلونو هغه ونې هم وهل شوې دي، چې ان د تېر جمهوري نظام پرمهال ساتل شوې وې.
که څه هم د طالبانو له واکمنېدو سره جوخت، د کونړ لپاره د طالبانو ځايي مسؤلینو په یوې ولسي غونډه کې په ځغرده ویلي وو، چې د ځنګلونو د وهلو مخه به بشپړه توګه نیسي، خو د ولسونو په باور داسې ښکاري چې دا ټولې خبرې هسې تشې ژمنې وې .
د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدوونکی، چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپورشي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په دیوه ګل دره کې ځنګلونه په بې رحمانه ډول وهل کیږي او قاچاق کیږي.
هغه وویل، ځینې ځایونو کې خو خپله طالبان د لرګیو له قاچاق کوونکو نه پېسې اخلي او په لوی لاس يې ورته د ځنګلونو د وهلو اجازه ورکړې ده.
دې سرچینې همدا راز وویل چې وخت ناوخته په لویو موټرو کې د څوکۍ ولسوالۍ له دیوه ګل درې نه لرګي ننګرهار او نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
سرچینه وايي:«کله چې کونړ د طالبانو لاسته ولوېد، هغه مهال د کونړ ولسونه د هغه وخت له والي سره کېناستل څو د هرډول ځنګلونو د وهلو د مخنيوي لپاره اقدامات وکړي چې همداسي وشول، په پیل کې په دغه ولایت کې د ځنګلونو په وهلو کلک بندیز ولګید، خو د وخت په تېریدو سره د ځنګلونو وهل بيا پیل شول اوس په دیوه ګل دره کې ځنګل وهنه ښه په درز کې روانه ده، ان ځینو ځایونو کې خو قاچاق کوونکي طالبانو ته خپله ونډه پیسې ورکوي.»
په ورته مهال د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ باډېل دره کې هم د ځنګل وهنې تازه لړۍ ته خلک اندېښمن دي.
خلک وايي، د لرګیو مافیا له طالبانو سره لاس یو کړی، ځکه طالبان له دې لارې د خپلو ادارو او لګښتوو عواید پوره کوي او د کونړ په ځنګلونو يې تالان ګډ کړی دی.
د دې ولسوالۍ استوګن خیالي محمد وايي، د باډېل درې ځنګلونه ډېر کله د شپې له لورې وهل کېږي، ماشینې ارې ورسره وي او لويي موټرې ترې باوري.
هغه ۸صبح ته ویلي: «د نرنګ د باډېل درې ځنګل وخت ناوخته او ډیر کله له تورتم او موقع په استفادې وهل کیږی او هر پنځه او شپږ ورځې وروسته دغه ونې په لویو لاریو کې کې باریږي او نه پوهیږم چې له کونړه کوم لور ته وړل کیږي.»
دغه سرچینه وایي، په تېر نظام او اوسني رژیم دواړو کې د دغې ولسوالي قومي مشران او ځوانان په ځلونو ولایتي چارواکو ته ورغلي او د ځنګل وهنې په اړه یې اسناد او شواهد ورسره شریک کړي او غوښتنه یې ترې کړې چې باید د دې چارې مخه ونیول شي.
دی وايي، نه یوازې دا چې هغه مهال يې مخه نه ونه نیول شوه، بلکې په خبره يې دا دی اوس د طالبانو په واکمنۍ هم ځنګل وهنه نه ده درېدلې.
کونړ کې د طالبانو د کرنې رییس ملا عزت الله هدایت بیا د ځنګلونو وهل ردوي او وایي، د طالبانو په راتګ سره د کونړ په یوې ولسوالۍ او یوې سیمې کې هم نه د ځنګلونو ونې وهل شوې دي او نه نورو ولایتونو او هیوادونو ته قاچاق شوې دي .
دوی هغه ادعاوې هم ردوي، چې ګوندې په یو شمېر سیمو کې طالبان د ځنګل وهنې په برخه کې خپله ونډه اخلي او خلکو ته يې د وهلو او قاچاق زمینه برابره کړې ده.
په کونړ کې شاوخوا ۳۳۲۰۰۰ هکټاره ځمکه او غرونه په نښترو او نورو ونو پوښل شوې، چې د ناقانونه وهلو او قاچاق له امله په ډېری سیمو کې اوسمهال ځنګلونه له منځه تللي دي.
کونړ کې د ځنګل وهنې موضوع او ورسره د ولس اندېښنې او غبرګون څه نوې خبره نه ده، بلکې هر وخت دا لړۍ روانه پاتې شوې، خو کله يې څه نا څه مخنیوی شوی او کله خو بیا د لرګیو مافیا په ازاد مټ خپل کار کړی دی.
ډېر وخت د کونړ ځنګلونه د اسونو، قچرو او خرو په وسیله د غرونو په سرونو د ننګرهار ښېوې او یو شمېر نورو سیمو ته لېږدول کېږي، ځینې وخت خو داسې راپورونه هم وي، چې د غرونو له لارې پاکستان ته هم لېږدول کېږي.
غوښتنې دا دي، چې د ځنګل وهنې مخنیوي لپاره دې جدي کار وشي تر څو دا عامه او ملي شتمني له منځه لاړه نه شي، که نه نو لېرې نه ده، چې کونړ له دغې طبيعي ښکلا بې برخې او چاپېریال ته يې لوی زیان واوړي.