ډیکر: د ښځو خپلسرې نیونې د ثبات د کمزوري کېدو لامل ګرځي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ویلي، چې د ښځو خپلسرې نیونې په دغه هېواد کې ثبات ته زیان رسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه یوه ټویټ کې لیکلي، کومې ښځې چې خپل حق غواړي افغانستان نه ګواښي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې ټینګار کړی، چې د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د ازادۍ غوښتلو له بهیر سره یوځای کېږي.

طالبانو تر درېیو اونیو زیاته موده کېږي، چې په کابل ښار کې د ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو پر نیولو سربېره درې تنه اعتراض‌کوونکې مېرمنې هم نیولې دي. طالبانو د هغوی د خوشي کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې له پرله‌پسې غوښتنو سره سره تر اوسه هغوی نه دي خوشې کړي.

ظریفه یعقوبي او څلور همکاران یې دوې اونۍ مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو له خوا له یوه مطبوعاتي کنفرانس څخه ونیول شول.

ورته لیکنې

Back to top button