زابل کې د محکمو د پرېکړو ځنډ؛ خلک: محکمې غیرعادلانه پرېکړې کوي

د زابل ولایت لومړۍ او دويمه محکمه د دغه ولايت د اوسېدونکو دوسیې ځنډوي او پر وخت یې د دعوا پریکړې نه کوي.
د زابل اوسېدونکي وایې، چې دواړې محکمې د دوی فیصلې ځنډوي او پر وخت یې پرېکړي نه ورکوي.
د زابل د اوسېدونکو په وينا، د طالبانو له راتګ سره یې تر اوسه دوسیې پاتې دي. ددغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا لري چې د طالبانو په تېره دوره کې یې حقوقي دوسیې وې، چې تر اوسه لا نه دي حل شوي.
د زابل یوه اوسېدونکې عتیق الله وویل، طالبان یې فیصلې پر وخت نه ور خلاصوي او دوی اړ دي، چې په کلیوالي سیمو کې خپلې ستونزې د منځګړو او قومي مشرانو له لارې حل کړي.
نوموړی وايي، یو کال کېږي چي دعوه یې محکمې ته راجع شوې، خو لا تر اوسه یې محکمي دوسیې ته رسېدنه نه ده کړې.
عتیق الله زیاتوي: «د ځمکې پر سر مې له خپل یوه کیلوال سره دا یو کال کېږي چې دعوه ده خو تر اوسه يې لومړۍ محکمې لا پرېکړه نه ده کړې قاضي ته چې ورشو، راته وايي ولاړ شئ نن صورت دعوه را وړئ، ولاړ شئ دفع دعوه را وړئ، بس په همدې کې یې یو کال راباندې تېر کړ چې لا مو هم فیصله نده شوې او سخت یې ستومانه کړي یو، له دغو قاضیانو تر پوزې راغلي یو.»
د زابل د مرکز یو بل اوسېدونکی داروخان بیا طالب قاضیان تورنوي، چې لومړی خو پرېکړې نه کوي بیا چې کومې پرېکړې چې وکړي هغه ناعادلانه او د خپلوۍ او واسطو پربنسټ وي.
دارو خان وايي، چي طالبان د دوسیو د حل په موخه له خلکو زیاتې پیسې او بډې اخلي، خو په خبره یې پر هغه سربېره هم دوسیې همداسې پاتې وي او وروسته پرېکړه نه کېږي.
دارو خان زیاتوي: «د مخکیني حکومت قاضیانو رشوت اخيست او جېبونه یې ډکول، خو دغه قاضیان بیا فیصلې ځنډوي، چې فیصله وکړي هم خپلوي پکې پالي. که چا یوه ورځ سلام هم ور اچولی و دوی شریعت پرېږدي او د واسطې پر بنسټ، په پټو سترګو فیصلې کوي زما د خپلې دعوې شپږ میاشتې کېږي چې لا نده حل شوې او همداسې هره ورځ محکمې ته ځم او راځم.»
د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ یو اوسېدونکی رحیم داد بیا ادعا کوي چې د طالبانو په تېره دوره کې یې پلار له یوه کلیوال سره د ځمکې پر سر دعوه رامنځته شو، خو تر اوسه نده حل شوې او لا يې هم د حل کېدو تمه نه لري.
نوموړی وايي، که یو کس د پرېکړي د اورولو لپاره غږ پورته کړي نو د طالبانو له لوري وهل کېږي او په زیان یې پرېکړه کېږي.
رحیم داد زیاتوي: «زموږ له یوه کلیوال سره زما د پلار د کلي پر شریکه ځمکه دعوه شوه، هغه وخت د طالبانو تېره دوره وه خو لا تر اوسه نه ده حل شوې، طالبان چې کله نه وو واکمن شوي، موږ غوښتل چې په تېر حکومت کې دا ستونزه حل کړو، بیا طالبانو زما پلار سخت وواهه او ورته یې وویل چې تاسې به زموږ په محکمې پرېکړې حل کوئ چې هغه وخت د دوی محکمه د کوټې په ښار کې وه او موږ ورته رسېدنه نشوای کولای، مجبور وو چې له دعوې تېر شوي وای اوس مو بیا دعوه پیل کړه خو لا یې هم اواري ته هیله من نه یوو.»
دا په داسې حال کې ده چې په زابل کې د محکمو د پرېکړو ځنډېدل تر ډیره ددې لا مل شوي چې خلک شخصي دښمنۍ ته اړ شي.
بلخوا، د ځايي اوسېدونکو په وينا، په دغه ولایت کې د محکمې قاضیان تر ډېره مراجعینو ته وخت هم نه ورکوي.
دوی وایي، قاضيان په ژمي کې ځکه خپل ډېر وخت له محکمې بهر تېروي چې وايي، هلته يخني ده خو په اوړي کې بيا ځکه له خپل دفتره بهر ولاړ وي چې ګواکې هلته ډېره ګرمي ده په دې سره د خلکو دوسیې په میاشتو او آن کلونو په محکمه کې پرتې وي.
دا یوازې حقوقي دعوې نه دي چي په میاشتو ځنډول کېږي بلکي هغه بندیان کي د جنایي او نورو جرمونو په تور په بند کې دي، هم وايي، چې دوسیې يې په میاشتو نه څېړل کېږي او محکمې يې په تړاو پرېکړه نه کوي.