د ښځو د کار ځنډېدل، دولتي پوهنتونونه د استادانو د کموالي له ستونزې سره څه کوي؟

لیکوال: فهیم امین

د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د رژیم له رامنځته کېدو وروسته، د پوهنتونونو سلګونه مسلکي او تجربه لرونکي استادان له افغانستانه ووتل. پر دې سربېره د طالبانو لخوا د ښځو د کار ځنډول د دې لامل شوي چې سلګونه ښځينه کادرونه په دولتي پوهنتونونو کې له تدریسه محروم شي. دغو دوو موردونو اوس په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو د کمښت ستونزه رامنځته کړې ده. د کابل پوهنتون ډېری پوهنځي او د ولایتونو په کچه د لوړو زده کړو دولتي موسسې د استادانو له کمښت سره مخ دي. دولتي پوهنتونونه د دې ستونزې د حل لپاره پر نارینه استادانو فشارراولي چې ډيرو درسي ساعتونو ته پوښښ ورکړي. خو د پوهنتون استادان د مديريت دغه بڼه ناسمه بولي او څرګندوي چې ډېر درس ورکول يې ستومانه کوي او د تدريس پر کيفيت منفي اغېز کوي.

د کندز د دولتي پوهنتون یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د دغه ولایت دولتي پوهنتون په دې وروستیو کې ټولو پوهنځیو ته مکتوب استولی چې له مخې یې هر استاد په اوونۍ کې پر۳۰ کرېډېټه تدریس مکلف دی. د دغه پوهنتون استاد زیاتوي: «د دې مکتوب له مخې یو استاد د ۱۵ مضمونونو پر تدریس مکلف دی، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو قانون د یوه استاد مکلفیت درې مضمونه یا اته کرېډېټه بللی دی.

د کندز د مرکزي پوهنتون هغه مکتوب چې پوهنځیو ته استول شوی او یوه کاپي یې ۸صبح ورځپاڼې لاسته ورغلې، هم تاییدوي چې د طالبانو لخوا د ښځو د کار ځنډولو دغه پوهنتون د استادانو له کمښت سره مخ کړی دی. په دغه لیک کې راغلي دي: «لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، په امارتي ادارو کې د ښځو اداري فعالیت او کار تر امرثاني پورې ځنډول شوي، چې بې له شکه د دې علمي موسسې ښځینه استادانې هم پکې شاملې دي، له همدې امله پورتنۍ موضوع د نارینه استادانو لپاره د مضمونونو په کټګورۍ کې د درسي ساعتونو د زیاتوالي لامل شوې.» په دغه مکتوب کې دغه راز راغلي دي: د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام د لارښوونې له مخې، که  محترم پوهنځي د استادانو له کمښت سره مخ شي، د کمو بستونو تر بشپړېدو پورې دې د هر یو محترم استاد درسي مکلفیت په اوونۍ کې (۳۰) کرېډټه په پام کې ونیول شي.

د پوهنتونونو د استادانو د څرګندونو او د کندز پوهنتون له لوري د صادر شوي مکتبوب له مخې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته هم خبر دی چې د ښځو د کار د ځنډولو له امله په تحصیلي بنسټونو کې د استادانو شمېر کم شوی دی. اوس مهال، ښځینه استادانې په میاشت کې یو ځل پوهنتونونو ته ځي چې حاضري لاسلیک کړي او د میاشتې په پای کې د«مأکولاتو» له امتیاز پرته خپل معاش ترلاسه کوي، خو دغه استادانې د تدریس په برخه کې هیڅ مکلفیت نه لري.

د کابل پوهنتون یوه ښځینه استاده وايي، د هرې میاشتې په څلورمه اوونۍ یوازې د پنجشنبې په ورځ چې پوهنتونونه تړلي وي، د حاضرۍ د لاسلیک لپاره غوښتل کیږي او په نورو ورځو کې پوهنتون ته د ننوتو اجازه نه لري. هغه زیاتوي چې په ځینو موردونو کې د پوهنتون ساتونکي چې طالبان دي، د دوی پر جامو نیوکه کوي او یایې په بېلابېلو پلمو سپکاوی کوي.

له بلې خوا ، په یوه اوونۍ کې تر ۳۰ کریډېټو پورې تدریس د استادانو  لپاره اسانه کار نه دی. د پوهنتون یو متقاعد استاد ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «په یوه اونۍ کې ۳۰ کریډیټ درس ورکول اسانه کار نه دی. هر استاد باید د هرې موضوع لپاره په جلا توګه چمتووالی ونیسي. هغه باید د خپل ځان پر وړاندې مسأله حل کړي، محصل وپوهولای شي او ډاډ ترلاسه کړي چې محصل پر درس پوه شوی دی. د پوهنتون دغه استاد زیاتوي: په دولتي پوهنتونونو کې هر مضمون له یوه تر څلورو کریډیټو پورې دی. له همدې امله ، یو استاد باید په اوونۍ کې له ۱۰ ډیر مضامین تدریس کړي، څو۳۰ کریډیټه بشپړ کړي. دغه متقاعد استاد زیاتوي، چې تر هغې اندازې زیات تدریس چې د هېواد د لوړو زده کړو په قانون کې ثتب دی، له یوې خوا استادان ستومانه کوي او له بلې خوا د تدریس کیفیت ټیټوي او په پایله کې محصلین له معیاري تدریسه بې برخې کېږي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون استادان د استادانو له کمښت سره د مقابلې  څرنګوالی نور هم روښانه کوي او وايي، یو شمېر هغه استادان چې پر ډېرو ساعتونو تدریس مکلف دي، د څو ټولګیو محصلین په یوه تالار کې راټولوي او په هممهالي توګه څو کریډیټه تدریسوي. د دوی په وینا، د تدریس دغه لاره چاره له ننګونو ډکه ده او استادان په ستونزو سره ټولګی کنټرولوي.

په پلازمېنه او ولایتونو کې دولتي پوهنتونونه په داسې حال کې د استادانو له کمښت سره مخ دي، چې د جمهوري نظام په سقوط سره د پوهنتونونو سلګونه استادان له هېواده وتلي دي. د ناتایید شویو معلوماتو له مخې یوازې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله د کابل، هرات او بلخ ولایتونو شاوخوا ۲۲۹ تنه استادان بهر ته ولاړل. پر دې سربېره، د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د تېر هجري لمریز کال (۱۴۰۱) د مني سمستر په پای کې د نجونو زده کړې وځنډولې. د دې پرېکړې له اعلانېدو سره هممهاله، ښځینه استادانې هم په کور کېنول شوې. اوس د هېواد په ۳۲ دولتي پوهنتونونو کې زرګونه نارینه محصلین تقریباً له ورته وضعیت سره مخ دي.

ورته لیکنې

Back to top button